افغانستان

بغلان: طالبانو د برښنا شرکت مسوولینو ته د پايو د ودرولو بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو یو ځل بیا په خپرو کړو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د ولس د ستونزو د هواري لپاره تیار دي چې په بغلان کې د نړول شویو برقي پايو د جوړولو په خاطر د برقي تخنیکي ټیم امنیت وساتي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل شويو څرګندونو کې ويلي چې د عام المنفعه تاسیساتو ساتنه د دوی په لومړيتوبونو کې راځي او نړول شوې پایې يې د دولتي ځواکونو کار وګاڼه.

د هغه په خبره کابل ته د غځېدلې برېښنا ګڼې پايې د دوی تر لاس لاندې سیمو کې تېرې شوې دي، چې دوی ورسره هیڅ غرض نه لري، خو په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين کې نړول شوې پايې د امنیتي ځواکونو په درنو ډزو کې نړول شوې دي.

تېره ورځ دولتي سرچينو د یوې بلې پایې د نړېدلو خبر هم ورکړي او دعوه يې وکړه چې د برق درې پايې ټولې د طالبانو له لوري نړول شوي دي.

طالب وياند د پايو نړول د خپل جهاد په اهدافو کې نه ګڼي او ټينګار يې کړی چې که د برښنا شرکت مسوولین د دې پایو د بېرته ودرولو هوډ لري دوی يې د امنیت لپاره خپلې هڅې نه سپموي.

ياده دې وي له تېرو شاوخوا نهو ورځو راهیسې په پلازمېنه کې برېښنا نشته، چې د مسوولینو په وينا يې هره شپه ۵۵ زره لېتره تیل مصرفوي چې د ښار ځينو ساحوته برېښنا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رفیع الله تبسم

دیر شه کاردے. همداسے کارونه به دوی پہ مخ ولے
داولس زڑه ساتنه دے وکڑے ترسو ولس. ترے. رازے شے

محمدربی آماج

پښتو کی یو متل دۍ چی وایی: چی مور یی په اوبو کی پرته وی اولادونه یی هم پکی پریوزی! د وخت خبره ده کالونه وړاندی داوسنیو طالبانو معنوی نیکونو(جهادی مشرانو) د غزنی دګیرو ولسوالۍ ته څیرمه د میس او سیګانی په سیمه کی چی یوه داسی وروسته پاتی او ګوښه سیمه وه چی د هغی سیمی کوم څوک د غزنی ښار ته راغلی وو او بیا یی اوریدلی وو چی وطن ته روسان راغلی او جهاد شروع شوۍ، څرنګه چی پدغی میس او سیګانی کی هیڅ حکومتی کس او سیستم وجود نلرلو، نو ددوی مشران او ورسره تر امرلاندی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x