افغانستان

هلمند: طالبانو د درېيمې پلي لوا عمومي قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېيمې پلي لوا عمومي قومندان د طالبانو له لوري په بمي چاودنه کې وژل شوی او څلور ساتونکي يې ټپیان دي.

جنرال عامر تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین ور برابر او ځای پر ځای ووژل شو.

د ګرش ولسوالۍ ولسوال محمد شریف وايي چې نوموړی موسی کلا ولسوالۍ ته په لاره و، چې په ګرشک کې د خښ کړل شوي ماین ښکار شو.

طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې له نوموړي سره يې څلور ساتونکي هم په یاده چاودنه کې مرګوني ټپیان شوي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې جنرال عامر تېره شپه د دوی پر خښ کړل شوي ماین ور برابر او ووژل شو.

ياده دې وي په هلمند کې د جګړې د کابو کولو په تمه پخوانی ټوپکوال عبدالجبار قهرمان موقتي قومندان ټاکل شوی، چې تر اوسه يې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمید خون جګر

وبیژی د ربعالمین ځخه هغه روز چی ددا یتمانو او کوندو آه اوناله د رب العالیمن لمن ونیسی او هغه ورڅ دیر نژدی دی چی غذاب الهی بر تی باندی نازل سی دا زه دا دعشیان او طالبانوته وایم دیری مو کوندی او یتیمان کرل منتظر وسی چی عذاب الهی څخهد هیڅوک ندی بچ انشالله چی تیم \ه دا حالت کی ووینو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x