افغانستان

روزګان: د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کم عمره عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې ناپېژاندو موټرسايکل سپرو په روزګان کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر ټولو کم عمره عسکر وژلی دی.

د روزګان امنیتی مسوولین وايي چې تېره ورځ د مرکز اړوند په خیرو کاریز سیمه کې دا ماشوم وژل شوی دی.

ماشوم چې د خاص روزګان ولسوالۍ د موجوده امنیه قومندان وراره و، پلار يې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی و او د سیمې د اوسېدونکو په قول تره يې همدا ماشوم د پلار غچ ته هڅولی و.

دا کوچني عسکر چې ځينو سرچينو يې عمر د ۱۱ او ۱۴ کلونو تر منځ ښوودلی واصل احمد نومېده، چې له سختو ټپونو وروسته يې سا ورکړه.

د ترینکوټ ښار د ولایتي روغتون مسوولینو ويلي چې واصل دوی ته په ټپي حالت کې ور وړل شوی و، چې دوی کندهار ته ولېږه خو په لاره کې يې سا ورکړه.

ياده دې وي د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د ماشومانو د حقونو فعالانو پرلپسې ټینګار کړی چې په جنګي لیکو کې دي د ماشومانو جذب څخه ډډه وشي، خو لا هم په ګڼو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او په تېره بیا اربکیانو په لیکو کې سلګونه ماشومان په جګړه بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x