نظــر

ملکي وګړي څوک وژني؟ (ریښتوني کیسه)

ژباړه: نورالله جواد

شپیته کلن حاجي حيدر د شيعه مذهب پيرو دي او بزګري کوي، يو پيک اپ ډوله موټر لري چې په واسطه ئې د خپلې ځمکې حاصلات روزانه له کلي نه ښار ته ليږدوي. زمونږ خبريال ته ئې پرته له کومې ويرې د نوم په خپرولو تاکيد كاوه, او بيا ئې وويل:
که دا کيسه له يو سني سره پيښه شوي وی او بيا ما اوريدلي وي، نو خامخا مې ويل: “دروغ وايي، دا هيڅ امکان نه لري”. خو دا کيسه پخپله له ما سره د تيرې جمعې په ورځ پيښه شوه.

زه او لمسي مې (علي) په موټر کې د ښار پر لور وخوځيدو، د رومي بانجانو شل کارتنونه مو هم بار کړي وه تر څو ئې په ښار کې ژر وپلورو او بيا د امام کاظم زيارت ته ځان راورسوو.

مونږ روان وو چې تصادفي د لارې په مينځ کې د امريکايانو په تالاشۍ وربرابر شوو. موټر ئې ورداوه، زه او زما لمسي ئې له موټره راکوز کړو او ليرې ئې ودرولو. بيا يو عسکر موټر ته وروخوت او تالاشي ئې پيل کړه. لږ وروسته دوهم عسکر هم ورپورته شو چې په تالاشۍ کې ورسره مرسته وکړي. د لسو دقيقو تالاشۍ په موده کې مونږ له موټره ليرې ولاړ وو. چې تالاشي ئې ختمه کړه په ډير ادب او احترام ئې مونږ ته د حرکت کولو وویل.

موټر ته له ختلو يوه دقيقه تيره نه وه چې ۱۱ کلن لمسي مې (علي) راته وويل چې يو امريکايي عسکر د کارتنو په مينځ کې يو آبي رنګه شي کيښود چې هندواڼې ته ورته وه. ما د موټر په بريک پښه کيښوده او له امريکايانو نه مې په ليرې فاصله کې موټر ودراوه. موټر ته وروختم او د کارتنو په مينځ کې مې پلټنه شروع کړه چې یو متوسط حجمه سکرين لرونکي بم ايښي او پر سکرين په نزولي ډول شمارې اوړي لکه داسې (۱۰، ۹، ۸، ۷، ۶، ۵….). ما سمدستي مې وپيژاند ځکه چې زه پخوا په عسکرۍ کې پاتې شوي يم او د بمونو ټول ډولونه ښه سم پيژنم. رنګ مې وواهه او سخت وډار شوم، لمسي ته مې په زوره نارې کړې چې له موټره کوز شي او تر هغو مې ورته د ځغستلو ويل ترڅو نږدې ۳۰۰ متره ليرې ولاړ. یوځل مې غوښتل چې هرڅه همداسې پريږدم او پښې سپکې کړم خو څرنګه چې زما د روزۍ يوازيني وسيله همدا موټر وه غوره مې وګڼله چې بم راجګ کړم او د سړک يوې غاړې ته ئې وغورځوم.

همداسې مې وکړل، لاسونه مې لړزیدل او خدای ته مې د خیر سوالونه کول او په ډير احتياط مې راواخيست او له موټره کوز شوم، له ښه مرغه د سړک پر غاړه مې يوه ژوره کنده وليده. دا هغه کندې وې چې صدام حسين په وروستۍ جګړه کې له ښاره د بهر سړکونو پر غاړو د عسکرو لپاره د پوستو په توګه جوړې کړې وې. همدې کندې ته مې بم وروغورزاوه د خپل لمسي سره په ډير تلوار د بغداد پر لور روان شوم خو په لاره مې ذهن او فکر هيڅ کار نه کاوه. د بيرته راستنيدو پر مهال چې کله هماغه ځای ته راورسیدم ورته متوجه شوم ومې ليدل چې بم چاوديدلی او د يو شپونکي درې میږې ئې له مینځه وړې وې خو شپونکی بچ وه یوازې په سر ئې یو څو برسیرن ټپونه ښکاریدل او د خلکو په مینځ کې ولاړ وه.

ما چې دا حالت ولید هغه ګومان مې په يقين بدل شو چې يرغلګرو زما په ناخبرۍ زما په موټر کې بم ځای پرځای کړی وه، چې په کوم بازار، یا څلورلارې، يا د کوم روغتون او ښوونځي سره نږدې منفجر شي ترڅو دوي ته دا موقع په لاس ورشي چې په مطبوعاتو کې اعلان وکړي: “دا يوه ځانمرګې حمله وه”.

ما ته چې اوس هم دا پیښه رایاده شي غوني مې ځیږ شي، خو په ورته وخت کې ویاړم چې الله (ج) ما ته دومره زړورتیا راکړې چې ما ئې ځانه توقع نه درلوده چې بم مې له موټره راواخیست او بیرون مې وغورزاوه. او دا هم خپلې ښې طالع ګڼم چې امریکایانو ونه لیدم چې موټر مې ودراوه او ددوی یهودي توطیه مې کشف کړه. ځکه چې که په ما پوهیدلی وی نو انجام مې مرګ وه او د خپلې رسوایۍ د پټولو په خاطر ئې وژلم. امریکایانو پلان درلود چې بم په داسې وخت کې انفجار ومومي چې زه د بغداد په زړه کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته رسیدلی یم او دوی بیا وايي چې: دا د ترهګرو، وسلوالو او سخت دریځو کار وه. ترڅو د وسلوال مقاومت نوم او رنګه بده کړي، او زما دې په الله (ج) سوګند وي چې د مقاومت جنګیالي له داسې کړنو څخه پاک دي. ما چې کله واوریدل ستاسو ویب سایټ (مفکرة الاسلام) یو بې پرې ویب سایټ دی نو له ځان سره مې دا تصمیم ونیو چې ددې ویب سایټ له لارې به ئې دا پيښه افشا کوم او دوی به رسوا کوم. ما ستاسو خبریال ته په (حله) ښار کې وویل چې زه غواړم خپله دغه کیسه خپره کړم، نو هغه دلته بغداد ته ستاسو لپاره راوستلم. دا دی خدای زما په لاس وشرمول، دا هغه خلک دي چې عراقي ولس په فتنو کې اچول غواړي، او چې کله ئې د زور له لارې مات نه شو کړی اوس هڅه کوي چې په داسې لارو د عراق سپیڅلی مقاومت بدنام کړي. ګورئ زما نوم هیر نه کړئ، زما نوم خپور کړئ، زه پرته له خدایه بل له هیڅ چا څخه نه ډاریږم، ځکه چې زه د ښاغلي صدر له پیروانو څخه یم…

د مفکرة الاسلام ویب پاڼه د عراقي د نجیب ولس د یو بچي د دې ریښتوني کیسې د خپرولو په مناسبت د لوستونکو پام څو مهمو ټکو ته را اړوي:

اول: د الله (ج) په فضل او مرسته د عراق سپیڅلي مقاومت د بري په پوړ پل ایښی، او دا هغه څه دي چې د امریکایانو حکومتي مشرانو پرې هم اعتراف کړی. او هغه ورځني خبرونه او ژباړل شوي راپورونه چې زمونږ د ویب سایټ او نورو مطبوعاتو له لارې خپریږي، ددې اعتراف لپاره غوره ثبوتونه دي.

دوهم: اشغالګر او د هغوی لاسپوڅي په دوامدار ډول په دې هڅه کې دي چې د سپیڅلي مقاومت نوم بد کړي او د بزدله وژونکي ارهابي په توګه ئې خلکو ته معرفي کړي. خو الله (ج) په دې ګواه دی چې د سپیڅلي مقاومت بچیان هره ورځ د افتخار او ځوانمردۍ بیلګې نړۍ ته وړاندې کوي او د خپل دین، ولس، او وروڼو څخه ددفاع په لار کې خپل سرونه نذرانه کوي.

دریم: دا کرغیړنې دسیسې چې اشغالګر ئې د خلکو په زړونو کې د سپیڅلي مقاومت په وړاندې د کرکې راټوکولو په موخه ترسره کوي، اکثره وخت د خپل پیغام په رسولو کې پاتې راځي. هغه داسې چې مقاومت اوس د یو څو معینو کسانو پورې محدود نه دی، بلکې ټول عراقي ولس د اشغال پر وړاندې مقاومت کوي. د واشنګټن پوسټ هغه راپور چې (د مقاومت جنګیالی تر دوه نیم لکو زیات دي) به ډیر غلط نه وي. که یوازې د جنګیالیو شمیر ئې تر دوه نیم لکو اوړي، څه فکر کوئ چې د کومکیانو او مرسته کوونکو شمیر به ئې څومره وي؟ د هغو خلکو چې په زړه کې ورسره محبت ساتي شمیر به څومره وي؟ مونږ دا خبره د کبر او غرور له مخې نه کوو، خو وایو چې اوس ټول عراق د اشغالګرو د شړلو لپاره سره لمبه ګرځیدلې.

څلورم: اکثره وخت عراقي مقاومت په داسې پیښو کې چې ملکي خلک پکې وژل کیږي لاس لرل په بشپړه توګه رد کړي دي او بې ګناه مسلمان وژل ئې د شرعي حکم پر اساس ناروا اعلان کړي دي.

یادونه:

څرنګه چې د عراق او افغانستان دښمن یو دی، او دواړه د یوه دښمن له خوا اشغال شوي دي. هغه امریکايي قومندانان او عسکر چې په افغانستان کې جنګیږي ډیر ئې له عراق څخه راغلي، او هغه چې په عراق کې جنګیږي ډیر ئې له افغانستان څخه ورغلي دي، د دواړو جګړه د یوې سرچینې څخه تمویلیږي، څارل کیږي او رهبري کیږي، نو پورتنۍ کیسه کولی شي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پټو دسیسو او توطیو لپاره یو غوره دلیل وبلل شي. ښايي دا کیسه زمونږ د هیوادوالو سره د خپل دښمن په پیژندلو کې ډیره مرسته وکړي او هغو توطیو او دسیسو ته ئې څه ناڅه متوجه کړي چې په افغانستان کې د صلیبي دښمن له خوا په لار اچول کیږي. ژباړن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x