افغانستان

ارزګان: شپږ تنه عسکر وژل شوي دي

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې شپږ تنه عسکر هغه وخت په يوه بريد کې ووژل شول چې پنځه تنه ټپي پوليسان يې د درملنې له پاره روغتون ته انتقالول..

د دهراود ولسوالۍ امنيه قومندان محمد نبي وايي چې دغه پېښه ديادې ولسوالۍ په اڅکزۍ سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د عسکرو موټر د طالبانو له کمين سره مخ شو.

هغه وويل چې په دغه بريد کې درې عسکر ووژل شول او د يو افسر په ګډون څلور نور ټپيان شول.

محمد نبي وويل چې وروسته له هغې چې دپېښې ځای ته نور مرستندوی عسکر ورغلل په هغوی هم برید وشو
چې له امله يې درې تنه نور عسکر هم ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

دهراود د ارزګان يوه له نا امنه ولسواليو څخه ده چې وخت په وخت ترې د نښتو او مرګ ژوبلې خبرونه خپريږي.
ددې بريد په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x