افغانستان

بادغېس: خپلو ملګرو څلور پوليس وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د يوې پوستې نهو پوليسو خپل څلورتنه پوليس ملګري وژلي دي او په تېښته بريالي شوي دي.

د قادس امنیه قومندان مل پاسوال محمد صابر وويل چې د قادس ولسوالۍ په خيرخانه سيمه کې نهو پوليسو

خپل څلور تنه ملګري وژلي دي، دهغوی وسلې، مهمات او يو رينجر موټر يې له ځان سره بېولی دی.

امنيه قومندان وايي چې تورن پوليس د «دايزنګي» له قوم څخه دي چې د نيولو هڅې یې روانې دي.

تر اوسه طالبانو ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي چې د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې دا لومړی ځل دی چې دا ډول پېښه رامنځته کيږي، تردې وړاندې په دغه ولسوالۍ کې دا ډول کومه پېښه نه وه رامنځته شوې.

خو نږدې یوه اوونۍ وړاندې د دغه ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ کې نهه تنه پوليس له خپلو وسلو سره د طالبانو ليکو ته ورغلل.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغان پوليسو په منځ کې د خپلو ملګرو د وژلو، او د افغان امنيتي سرتېرو له ليکو څخه د طالبانو لور ته د ورتګ پېښې زياتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x