
هغه صبرناکه وو
لیکوال : دکتور محمد عبدالرحمن العریفي
ژباړه : میوند محمد جمال
ايوب عليه السلام ډېر مالداره و او هغه ډېر زامن درلودل. الله جل جلاله هغه ته عزت وركړ او نبي يې كړ.
الله جل جلاله د ايوب عليه السلام څخه د هغه مال او اولاد واخيستل او هغه او د هغه ښځه بغير د مال څخه پاتې شول. الله جل جلاله په ايوب عليه السلام يوى لوى ازمايښت راوست. ايوب عليه السلام په يو ډېر موذي مرض اخته شو چې د هغه قوم دایوب علیه السلام دغه مرض ته حيران وو، هغوى د ده د مرض څخه وډار شول چې هسې نه مونږ هم په دغه مرض اخته نشو ، هغه يې د كلي څخه بيرون و ويسته.
ايوب عليه السلام حمراء ته لاړ او هلته يې خيمه ووهله. هغه او د هغه ښځه په خيمه كې اوسېدل. مرض يې نور هم سخت شو تردې چې د هغه د وجود څخه ځوې ( مرادری اوبه ) را وتلې.
ستر مفسر امام مجاهد رحمة الله عليه نه چا د ايوب عليه السلام د مرض په باره كې پوښتنه وكړه، چې آيا هغه چيچك و؟
مجاهد رحمة الله عليه ورته وويل: نه، هغه د چيچك نه هم خراب مرض و. د ايوب عليه السلام په وجود به لكه د ښځو د سينو غوندې غوټې راوتې، بيا به هغه وچاودېدلې او د هغه څخه به بيا ځوې او وينې راوتلې.
ايوب عليه السلام څو كاله همداسې مريض و، خو هغه پّ خپل مرض او سختیو لكه د غره غوندې كلك او صبركونكى و.
يوه ورځ د ايوب عليه السلام ښځه د هغه سرته ناسته وه، په ژړا شوه ايوب عليه السلام ترينه پوښتنه وكړه چې ولې ژاړې؟
هغې ورته وويل: زما تير وختونه را ياد شول، چې څومره ارامه او آسوده ژوند مو درلود او چي اوسنې حال ته مو ګورم نو ژړا راځي.
ايوب عليه السلام ترينه پوښتنه وكړه: ښه اوس دا ووايه چې موږ څو كاله په نعمتونو او آرامه كې تېر كړل.
میرمن یې ورته وويل: اويا كاله.
ايوب عليه السلام ورته وويل: زموږ په اوسني حال څو كاله تېر شول.
هغی ورته وويل: اووه كاله.
ايوب عليه السلام ورته وويل: په ارام او نعمتونو كې دې اويا كاله تېر كړي په دې مصيبت كې هم اويا كاله تېر كړه. بيا د هغې نه وروسته د بې صبرى اختيار ستا په لاس كې دى.
ايوب عليه السلام تقريباً اتلس كاله په همدې حال پروت و، تردې چې يو سهار دوه كسان د هغه ځاى څخه تېرېدل، د هغه مرض يې چي وليده يوبل ته يې وويل:
ماته ښكاري ايوب عليه السلام داسې ګناه كړې، چې د هغې څخه موږ نه يو خبر. څه وخت چې ايوب عليه السلام دا خبره واورېده نو خپل لاسونه يې دوعا ته جګ كړل او دا يې وويل:
( ربي اني مسني الضر وأنت ارحم الرحمین )
ای زما ربه ! زه په تكليف يم او ته تر ټولو ډېر رحم كوونكى يې.
الله جل جلاله د هغه په اوښكو لمدې شوې سترګو ته وكتل، چې تر اوسه پورې يې پرې حرامو ته نه و كتلي او خپل هغه لاسونه يې ورته د دعا لپاره لپه نيولي دي، چې تر اوسه يې حرامو ته نه دي نزدې كړي. الله جل جلاله د هغه دوعا قبوله كړه. الله جل جلاله فرمايلي:
«فاستجبنا له وكشفناما به من ضر و اتیناه أهله »، د انبیاء سورت ۸۵ ایت .
ژباړه: «مونږ د هغه دعا قبوله کړه او هغه څه چې په هغه ول ( بدني او مالي )هغه مو لیری کړ او مونږ ده ( ایوب ) ته د هغه اهل او د هغوپه مثل رحمت هغوي سره ورکړ »
الله جل جلاله د ايوب عليه السلام په باره كې وايي:
«انا و جدناه صابراً نعم العبد انه اواب» د ص سورت ۴۴ ایت .
ژباړه: «بېشكه مونږ (ايوب) صبرناكه وليده، هغه ښه بنده و او هغه د ښو شيانو غوښتونكى و»
دا به څومره د وياړ ځاى وي چې الله جل جلاله ته په مرض كې وويني او ته په خپل مرض صبر كوې.