
په زور راغلي په رضا نه ځي
لیکوال: فاتح کاروان-
لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ .. الآية] (المجادله ۲۲ ) .
ژباړه : داسې به هيڅکله و نه وينی چې چا پر الله او ورځ د آخرت ايمان راوړی وي بيا دې له هغو خلکو سره مينه او دوستي وکړي چې د الله او رسول سره مخالفت کوي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال حب الدنيا وكراهية الموت ( ابوداؤد ، و البيهقی ) .
ژباړه : داسې زمانه نږې ده چې (دوښمن ) قومونه به ستاسو پر خلاف ( د جنګ کولو ، اشغالولو او ستاسو ختمولو ) د پاره يو بل لره داسې دعوتونه ورکوي څنګه چې د خوراک کوونکی ډلې واله نورو ته د خوراک کولو دعوت ورکوي ، چا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د لږوالي وجه وي ؟ نو حضور صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نه تاسې به هغه وخت ډير زيات يئ خو د سيلاب د خځلو او خاشاک په شان به وئ او الله پاک به د دوښمانو د زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ددې برعکس به ستاسو په زړونو کې [وهن ] واچوي . چا عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم وهن څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل د دنيا سره مينه او د مرګ څخه وېره.
امریکایانو د افغانستان پاکه خاوره د خپلو شومو اهدافو لپاره اشغال کړی ده، د هغوی شوم او ناپاکه اهداف اوس ټولو د عقل څښتنانو ته لکه د لمر روښانه دي، نو په دې کې هیڅ شک پاتې نه دی چې امریکایان به تر هغه وخته ولاړ نه شي تر څو یې چې خپل اهداف نه وي پوره کړي.
همدا اباما چې په ۲۰۱۴م کال کې يې د خپلو عسکرو د ویستلو خبره کړی وه، دادې د خپلو عسکرو د شتون موده یې تر دا نن ۲۰۱۶م کال د فبروری تر میاشتې را وغوځوله او که په زور خبره ورسره و نه شي، نو دا موده به له ۲۰۲۰م نه هم تیره شي. خو بیا به هم دا دبیزو نسل وايي چې موږ دلته تر یو څه وخته میشت یو؛ پایله دا راوځي او مطلب د خبرې دادی چې امریکایان پاخه راغلي او غواړي چې افغانستان خپله دایمي مستعمره وګرځوي. د دې هدف لپاره امریکایانو خپل تبلیغاتي ډنډورچیان استخدام کړي چې تر څو د امریکا اشغال ته جوازونه برابر کړي او د افغان ولس په ذهن کې دا خبره کینوي چې د امریکایانو موجودیت په هیواد کې د هیواد د امنیت او عرضي تمامیت لپاره اړین دی، مګر د ۲۰۰۱م کال راهیسې چې د افغانستان څومره قلمرو د ګاونډیانو لخوا لاندې شوی په تیر کې يې سارې نه لیدل کیږي، همدا راز امنیت دومره خراب شوی چې هیڅ یو افغان دلته د خپل سر او مال د حفاظت نه قانع نه دی، او په دې ټول پوهیږي چې نه د چا سر په امن دی، نه مال او نه یې عزت. نو په داسې امنیت او داسې عرضي تمامیت ساتنې دی لعنت شي چې ورځ تر بلې حالات په منفي لوري ځي.
په زور راغلي په رضا نه ځي، امریکایانو په بدماشۍ او کبر سره دا پاکه او مجاهده خاوره اشغال کړی او تر څو یې چې دا کبر زوال نه شي. لښکرې یې غوڅه ماتې و نه خوري، مرتد غلامان یې د عدالت میز ته راکش نه شي، نو تر هغه وخته د دې خلکو د وتلو امکان نه لیدل کیږي. او معاصر تاریخ په دې ګواه دی چې امریکایانو هرځای لاندې کړی او هلته ورسره مقاومت نه دی شوی بیا یې هلته خپلې دایمي هډې جوړې کړي او تر دا ننه هلته پراته دي دا چې هغه هیوادونو ته یې ګټه او تاوان څه دی دا خبره د هر ځای او شرایطو پورې اړه لري خو، دومره پوهیږو چې کومو هیوادونو کې د امریکا دایمي هډې دي هغه هیوادونه او مشران یې د امریکا لاس تړلي غلامان او د خپل دین، ملت او خاورې دښمنان دي؛ ګټه یې امریکا او تاوان یې خپل ځان او ولس ته رسیږي.
که یو څوک قطر، سعودي یا بل کوم هیواد موږ ته د نمونې په ډول وړاندې کوي او وايي چې هلته ولې د امریکایانو د شتون سره مخالفت نه شته. نو موږ وایو: هلته هم مخالفت شته خو حکومتونه یې د امریکا لاسپوڅي دي او ولسونه يې محکوم دي، بدبختۍ هلته ډيرې دي، تر ټولو مهمه داده چې هلته اسلامپال ګوندونه او دیني فعالیتونه دومره محدود او کنټرول دي چې په امریکا او انګلستان کې به هم نه وي، نو مخکې تر دې چې په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته شي باید خارجي یرغلګر په بشپړ ډول له دې هیواده وشړل شي او د همدې موخې لپاره به زموږ سپېڅلې اسلامي مبارزه دوام لري.
موږ ته اسلام او قرآن حکم کوي چې: و قاتلوهم حتی لا تکون فتنة ویکون الدّین کلّه لله.
ژباړه: او د دې کافرانو سره تر هغې پورې وجنګیږۍ، چې فتنه پاتې نه شي او ټول دین د الله جل جلاله لپاره شي.
د قرآن کریم صریح احکام موجود دي نو د قطر او سعودي حکومتونو تقلید او متابعت ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي. هغوی خو کفار او مشرکان د کعبې تر څنګه رارسولي آیا دا د دې معنی شوه چې د عربو له جزیرې څخه د پيغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم د حکم سره سم د مشرکانو د شړلو حکم ساقط او ختم شو؟ نه هیڅکله داسې نه ده،بلکې په اسلامي امت دا خبره لازمي ده چې مشرکان به د عربو له جزیرې څخه شړي دا د اسلام د ستر پیغمبر حکم دي. او پاتې شوه دا چې امریکایانو سره سوله یا مذاکرات وشي او جهاد ورسره بند شي دا غلط فکر دی، سوله تر هغه وخته امکان نه لري چې هیواد په بشپړ ډول خپلواک شوې نه وي او دلته یو سوچه شرعي اسلامي نظام نه وي حاکم شوي.
د نړیوال اسلامي شرعي نظام د حاکمیت په هیله
فاتح صاحب الله دمسلمانان دتولی نړی فاتحان جوړ کړی وَلاَ تَهِنُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ال عمران ۱۳۹ دلته نور سستی نده پکار اوس منزل نږدی ده مسلمانانو بیدار واوسی چی مسیر ته مو لا نور انحراف ورنکړل شی اوبیخی اصلی لاره ورک نشی قتال پکار ده امریکنو او تولو غلام زمنو سره یی که سوک دی دا ووایی چی امریکایان به دمذاکراتو له لیاری ووزی نو دا شیطانی خوب دی چی حقیقت نلری هو امریکان سوله (فساد) غواړی ولی نه غواړی خو چی فوجیان یی پدی بهانه پاتی وی چی فلانکی راتلونکی تاریخ کی به ووزو… نور لوستل »
هومحمدعبدالله له که داخوارج اووهبیان چی یی خطاکری اوس وهبیان یهودوته یو بل خدمت هم شروع کری سی دداعش فه نامه سی له وهبیانواوخوارجوتشکیل شوی سی هغه دخلافت اسلامی نوم بدیدل دی