fbpx

په اخيره زمانه کې د ډول ډول فتنو راڅرګنديدل

م، نجم الرحمن (فضلي)

دا د قيامت داسې نښانه ده کومه چې په عصر حاضر کې ښکاره شوې او انسان په ډول ډول فتنو کې بيکاره ژوند تيره وي، په دغو فتنو باندې په يو نظر اچولو سره کوم څه چې مخته راځي په هغوی کې ځينې په لاندې ډول دي.

د بد نظري فتنه په دې دور کې ښه په زور سره روانه ده، سټلايټ ټي وي چينلونه، فحش ميګزين، د انټرنيټ بې حيا ويب سايټونه، ويډيو، د موبايل او کمپيوټري سيډيانو په ذريعه د فحش تصويرونو او فلمونو يوه بل ته ليږل، دا او دا ډول نورې بيشماره فتنې، کوم کس چې د الله تعالی ويره او د هغه تعظيم په ځای راوړي نو هغه دې دا پريږدي او ځان دې ترينه وساتي تر څو چې الله تعالی د ايمان حلوت ورته نصيب کړي.

همدا شان د حرام مال فتنه، سود، رشوت، د نشې خرڅون او د حرام لباس په تجارت سره چې کومې روپۍ ګټل کيږي، دا ټولې د همدې دور فتنې دي، د حرام مال خوړونکي دعا الله تعالی نه قبلوي او داسې خلکو ته يې ډير سخت وعيد اورولی دی، همدا شان حرام لباس فتنه ده خواه که په نرانو کې وي او که په ښځو کې، له دې څخه ځان ساتل ډير ضروري دي، په ننی زمانه کې فتنو داسې په کثرت سره زور کړی که چيرته کوم متقي انسان د پاک اوسيدلو کوشش وکړي نو هغه په خلکو کې اجنبي تر سترګو کيږي.

(الفتن) د فتنة جمع ده، په معنا د امتحان او ازمايښت سره ده، د هر مکروه او ناخوښ شي لپاره دا لفظ استعماليدلای شي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم له ډيرو داسې دردناکو فتنو څخه خبر ورکړی په کومو کې به چې په يوه مسلمان باندې حق ګډ وډ کړی شي، کله چې کومه يوه ظاهره شي نو مؤمن به وايي : دا فتنه زما د هلاکت باعث ده، بيا چې کله دا فتنه ورکه شي نو د هغې په ځای به بله دويمه فتنه راشي.

حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

[قال بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم يصبح الرجل مؤمنا ويمسي كافرا أو يمسي مؤمنا ويصبح كافرا يبيع دينه بعرض من الدنيا]

ژباړه : د تورې شپې د فتنو له سيلابونو څخه وړاندې نيک اعمال وکړئ، يو سړی به د صبا په وخت کې مؤمن وي مګر له ماښام کيدو مخکې به کافرشي يا به د ماښام په وخت کې مؤمن وي مګر له صبا کيدو مخکې به کافر شي، انسان به د معمولي دنيوي فايدې په عوض کې خپل دين خرڅوي (صحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۱۸).

د حديث معنی :

په دې حديث کې ترغيب دی چې د داسې وخت له راتلو مخکې په کوم کې چې نيک عمل کول بې حده ډير مشکل دي، نيک عمل وکړی، د پيوسته ظاهريدونکو او د مشغوليدونکو فتنو له دور څخه وړاندې کومې چې د تورې تيارې شپې په څير دي او سپوګمۍ په هغه کې نه تر سترګو کيږي، نيک اعمال په ځای راوړئ.

نبي کريم صلی الله عليه وسلم د همدغو فتنو د شدت احساس په دې طريقه بيان کړی چې يو انسان به د ماښام په وخت کې مؤمن وي او له صبا کيدو د مخه به کافر شي، يا دا چې د صبا په وخت کې به مؤمن وي مګر له ماښام کيدو د مخه به کافر شي، دا به له دې امله کيږي چې فتنې به ډيرې غټې او دردناکې وي، د هغوی له امله به په انسان کې په يوه ورځ کې دا بدلونونه ظاهريږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی
میلمه
عبدالولی

الله تعالی دی په خپل فضل او کرم مونږ وژغوری له هر ډول فتنه نه.