fbpx
د امريکا دفاع وزير

د واشنګټن تریخ اعتراف – سرلیکنه

نن ټکی آسیا: واشنګټن منلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو او طالبان تر بل هر وخت زیات د افغانستان په ډیرو سیمو واکمن دي.

په هغه رپوټ کې چې د تیرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکايي سرمفتش لخوا د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه کانګریس ته وړاندې کړل شو راغلي چې د افغانستان په سلو کې دیرش سلنه همدا اوس عملا د طالبانو تر لاس لاندې او په ډیرو نورو سیمو کې فعال شتون لري.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې سره له دې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو یو کال پوره شوی خو لاهم حکومتي ځواکونه له طالبانو سره د مخامخ کیدو په حال کې هلته د میشتو امریکايي او برتانوي ځواکونو له مرستې پرته هیڅ نشي کولای .

تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر هم روان ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره له خطره ډک بللی.

په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د واشنګټن دا اعتراف په داسې مهال کې په رسنیو کې راڅرګندیږي چې امریکایان له ګډ حکومت سره د امنیتي تړون په پلمه په هر یوه شواروز کې ۲۴ میلیون ډالره لګښت لري او پر هغه سر بیره په لسګونو زره بهرني پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي .

د واشنګټن لخوا په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د قومنداني لپاره د نوي څلور ستوریز ډګر جنرال جان مېک نیکلسن ټاکل هم د دې ښکارندویه ده چې امریکایان په راتلونکي موسم کې تر دې هم له سختو حالاتو سره مخ کیدونکي او ښايي د دوي له ټولو پوځي احضاراتو او افغان امنیتي ځواکونو ته د هوايي او نورو پوځي تسلیحاتو باوجود طالبان وتوانیږي چې نور هم پر سیمو کنټرول تر لاسه کړي.

امریکایان د نړۍ د یوه سر ټمبه قوت په حیث سره له دې چې په افغانستان کې د خپل پوځي شتون پر ناکامي اعتراف لري بیا هم د خپلې سر زوري له مخې غواړي دلته خپل نظامي موجودیت جاري وساتي.

همدا لامل دی چې هغوی د سولې په پلمه د جګړې لپاره تیاری نیسي او د افغانستان د لانجې د لا اوږد ولو په غرض په هغې کې د لایعني جهتونو د راګډولو او ښکیلولو هڅې کوي .

د امریکایانو دا دوه مخي په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي او نورو ټولو ستونزو اساسي عامل دی او تر څو چې هغوی پر دې دوه مخي سیاست ټینګار کوي په افغانستان به کله هم سوله او ثبات را نشي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د