جنرال کمبل: د افغانستان حکومت مخ پر ځوړ روان دی – ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځونو مشر قوماندان، چې د دندې مودې يې پای ته رسېدلې، د افغانستان په اړه امريکايي کانګريس ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د طالبانو واک او ځواک لا هم مخ پر وړاندې روان او که امريکايي سرتيري له افغانستانه ووځي، نو دغه هېواد به يو ځل بيا د طالبانو لاسته ولويږي.

جنرال کمبل، چې ۲۰۱۴ کال راهيسې افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان و، تېره ورځ يې واشنګټن کې کانګريس ته وويل، چې د خپلې تجربې او عملي ژوند له مخې وايم، چې امريکايي سرتيري بايد له افغانستانه راونه ويستل شي؛ ځکه چې «د کابل حکومت د خپلې کمزورۍ او اداري فساد له امله په يوازې سره د طالبانو د بريدونو مقابله نه شي کولای.»

جنرال کمبل له تېرو څو ورځو په پرله پسې توګه داسې څرګندونې کوي، چې د افغانستان حالات اندېښمنوونکي دي او له سپينې ماڼۍ يې غوښتنه کړې، چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر کم نه کړي، بلکې نور پوځيان هم ورلېږي.

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې جنرال کمبل په داسې حال کې د نورو امريکايي پوځيانو غوښتنه کوي، چې د ۲۱۰۴ په پای کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما افغانستان کې د خپلو پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی و او تېر کال د افغان امنيتي ځواکونو لپاره مرګونی کال و، چې د طالبانو په بريدونو او چاودنو کې زرګونو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جنرال کمبل د کانګريس وسله والو ځواکونو کمېټې ته وويل، چې له تېر يو کال راهيسې د افغان حکومت حالا کاواکه دي او که اضافي امريکايي پوځيان افغانستان ته ونه لېږل شي، افغان حکومت له سقوط سره مخ کېدای شي.

«افغانستان مخ پر ځوړ روان دی، زه پر دې باور يم، که د ۲۰۱۶ لپاره مو وړ پلان ونه نيو، روان کال به له ۲۰۱۵مه هم خونړی وي.»

تېره اوونۍ، چې جنرال جون نيکولسن د پنټاګون له لوري د جنرال کمبل پر ځای افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان ونومول شو، د امريکا مشرانو جرګې ته يې همدا ډول څرګندونې وکړې، چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر لږ دی او اړتيا ډېرو پوځيانو ته ده.

جنرال نيکولسن مشرانو جرګې ته وويل، چې دی به په درې مياشتو کې کانګريس ته خپل راپور وړاندې کړي، چې افغانستان څومره امريکايي پوځيانو او نظامي تجهيزاتو ته اړتيا ده.

د ۲۰۱۴ په پای کې، چې بارک اوباما افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ، زياته يې کړه له دې وروسته به ۹۸۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او مشورو لپاره پاتې وي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې افغانستان کې د ناټو او امريکايي سرتېرو د جگړه ييز ماموريت له پای ته رسېدو سره د طالبانو بريدونه او فعاليتونه زيات شوي، د هېواد شمال کې يې درې مياشتې وړاندې کندز ونيو او بيا وروسته د امريکايی جنگي الوتکو په بمبارۍ او ځمکنۍ جگړې طالبان له کندزه ووېستل او په دغه بمبارۍ کې امريکايي الوتکو کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون هم بمبار وکړ، چې د ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په گډون يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، هلمند کې هم طالبانو پام وړ پرمختگونه کړي دي.

جنرال کمپل د وسله والو ځواکونو کمېټې ته وويل، چې د افغانستان حالاتو کې داسې يو مخيز بدلون راتلی شي، چې بيا به يې سمول د امريکا د توان کار نه وي.

«په اوس وخت کې د افغانستان له ۴۰۷ ولسواليو څلورمه برخه د مخالفينو له لوري د سقوط له ګواښ سره مخ دي.»

د تېرې جنوري په دېرشمه افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» مشر جون سوپوکو په خپل راپور کې ويلي و، چې د ۲۰۱۵ په پرتله د افغانستان ډېره برخه اوس د طالبانو په لاس کې ده.

د امريکا مشرانو جرګې له جنرال کمپل پوښتنه وکړه، چې افغان حکومت د بهرنيو پوځيانو له مرستې او همکاري پرته ولې خپل حکومت نه شي ساتلی، په داسې حال کې، چې امريکا په تېرو پنځلسو کالو کې له لس ميلياردو ډېر ډالر پر افغانستان ولګول؟

جنرال کمبل د سناتورانو په ځواب کې وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه خو د ګوريلايي جګړو او ملېشو ايتلافي بڼه ده، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې سره راټول شوي دي.

«موږ بايد امريکايي پوځيان او افغان اردو سره برابر نه کړو؛ ځکه چې د امريکايي اردو تاريخ ۲۴۰ کالو ته رسيږي.»

له افغانستانه راتلونکي خبرونه خواشينوونکي دي

له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکوال وتلي برتانوي ژورنالېست رابرټ فیسک د افغانستان په اړه په خپل تازه تحليلي راپور کې د افغانستان حالات د اندېښنې وړ بللي او زياتوي، چې له افغانستانه ترلاسه کېدونکي خبرونه ډېر خواشينوونکي دي، هېڅوک دا فکر نه کوي، چې دلته د امريکا په هڅو او ملاتړ د ملي يووالي حکومت موجود دی.

ورځپاڼې تېر اکتوبر کې د طالبانو له لوري د کندز نيولو او بيا امريکايي بمبارۍ ته د اشارې تر څنګه د سنګين وروستيو پېښو ته اشاره کړې، چې طالبانو سنګين او ګڼې نورې سيمې ونيولې، اوس افغان امنيتي ځواکونه د سنګين د بيا نيولو لپاره جګړې کوي او بيا يې سنګين کې د برتانوي سرتېرو تلفاتو ته په اشارې ليکلي، چې د سنګين امنيت او ثبات لپاره له سلو زيات برتانوي سرتيري وژل شول شوي دي.

« موږ تل له افغانسانه بد خبرونه اورو،له افغانستانه ځينې خبرونه کله کله د فلمي اکټونو او صحنو په څېر وي، تاسې يوازې دوه اوونۍ وړانډې افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو د مشر قوماندان جنرال کمپل خبرې واورئ، هغه وايي، چې داعش ډله غواړي افغانستان خپل مرکز کړي او د دې لپاره يې تر اوسه له درې تر پنځو زرو خلک ګومارلي دي.»

د ليکوال په وينا تاسې د امريکايي جنرال دې «بالي ووډ فلمي» ژبې ته وګورئ، چې داعش غواړي، «د افغانستان ختيځ په خپل مرکز او افغانستان د داعش خلافت لپاره د خراسان ولايت کړي.»

رابرټ فيسک د مقالې په پای کې ليکلي، چې راځئ، د افغانستان لنډ تاريخ ته ځیر شو، چې طالبانو په نويمو کلونو کې په خپل هېواد کې ټولې ناقانونه وسله والې ډلې له منځه يووړې او نږدې ټول افغانستان يې په واک کې و، مګر طالبانو هم القاعدې ته پناه ورکړه او امريکا د ۲۰۰۱د سپتمبر د پېښې پړه پر القاعده واچوله.

«له هغې وروسته موږ پر افغانستان يرغل وکړ، القاعده، خطرناک، د ښځو ضد، قاتلان او د يموکراسۍ ضد طالبان مو تباه کړل، مګر طالبان او افغانستان مو فتحه نه کړل او اوس يې يو ځل بيا دوی ګټي.»

د ليکوال په وينا موږ اوس اړ يو، چې له طالبانو خطرناکو خلکو سره لاس او ګريوان شو، چې هغه داعش ډله ده او اوس اوباما له نړيوالو غواړي، چې هر څوک تر خپله وسه طالبان وهڅوي، چې افغانستان کې د سولې لپاره تيار شي، ستونزې کمې کړي او د افغانستان بحران د خبرو له لارې حل کړي.

د مقالې په پای کې راغلي، چې وخت او ځمکنيو حقايقو «بد طالبان» په ښو او زړورو طالبانو بدل کړل.

«رښتيا خبره دا ده، چې له افغانستانه راتلونکي خبرونه ډېر بد او خطرناک دي.»

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Khan
میلمه
Khan

سلام علیکم. تاسې اوس د يهودو خبره تاييدوۍ…. نو داسې معلوميږي جې تاسې کار يواځي تخريب دي… د حکومت يواځي بد يادوۍ…. د حکومت ښه هم ياد کړۍ….. که چيرته غربيان د افغانستان او اسلامي حکومتونو بد يادوي تاسې يي تاييد مه کوۍ ددې پرځاې خپله د حکومت هغه خامي په ګوته کړۍ… که د افغانستان حکومت د امريکایانو په لاس کې او که د بل چا خو د هغوۍ په زړه دا هم نه ځاييږي… دومره بايد وکړۍ چې د يهودو او نصاراوو د خبرو تاييد مه کوۍ… تاسې خو ځان ته د اسلام ټيکداران وايي او بيا د… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

خان صیب

د حکومت ښه خو دا دي چې په نړی کې یی د فساد دوهم نمبر ګټلی، تاته دې بختور وي.

دوهم متفکر د دوهم په فساد ککړ حکومت نیم سری مشر ده ددی حکومت نطفه مرداره ده تاسو یی یو ښه راوښایی که په رښتیا تاسو ښه وی