دیني، سیرت او تاریخ

دیوې سوډانۍ مېرمنې الحیاء دسوالونو په ځواب کي(1)

ولی تاسی مسلمانان تثلث نه منی ؟؟؟

دلته په  سوډان کي دمسلمانانواوعیسایانوترمنځ په شخړوکي ډیرخلک له منځه ولاړل، هرځای دعیسایانواومسلمانانو ترمنځ جګړه اوخصومت په زیاتیدو دی ولی داسی کيږی؟؟؟

ولی هغه عقایدچی زموږپه الهی کتاب بایبل کي راغلی دی مسلمانان ئې نه منئ؟ دبیلګې په ډول سره تثلث، دازموږ عقیده ده چی دابایبل الهی کتاب دی اورښتینی دی خوبیاهم تاسی مسلمانان ئې نه منئ؟

تاسی په ټوله عیسایی نړۍ کي داسلام تبلغ کوی وبل لورته په اسلامي هیوادونوکي پرعیسایت باندی بندیزاویاهم تاسی ورته دکرکې اونفرت په سترګه ورته ګورئ داولی؟

لکه تاسی چی پرقرانکریم باندی ایمان لری په همدې ډول سره موږپربایبل باندی ایمان لرو.

ځوابونه:

ستاسوداندېښنواوسوالونونه یوه نړۍ مننه، زه به کوښښ وکړم چی دیوه الله جل جلاله په پوره مرسته سره ستاسووټولوسوالونوته په تفصیل سره دعقل اونقل په ولونوکي ځوابونه درکړم انشاء الله.

۱: داهرڅه مشکلات چی دي ددې ټولوسرچینه تاسی عیسایان یاست په نړیواله کچه سره، که زه ستاسووهیواد سوډان ته راشم نوپه سوډان کي په لومړیووختوکي تاسی عیسایان ډیرلږواست، چی وروسته دیهودواوعیسایانوددیرشوکلونو مرستوله کبله تاسی ډیراوتاسوددوی په مرسته سره خپل شوم پلانونه پراخه کړل، یهودوخپل مشاورین درولیږل، پیسې ئې درکولی، اودمسلمانانوپه خلاف تاسی دواړو هر ډول د عیسایانواویهودو شوم اولوغړن پلانونه ترتیبول  اودمسلمانانوپه مقابل کي او دسوډان دقانونی ولسمشرعُمرالبشیرپه مقابل کي، دمسلمانانولپاره موبې شمیره دهلاکت کندې جوړی کړلې نوځکه عُمرالبشیرهم مجبوره شوستاسوپرخلاف ئې اقدام پورته کړ،چی دادده قانونی حق ؤ؛ داچې ټوله عیسایی نړۍ ورته په یوه خوله وه نوهغه خوب چی تاسولیدلی ؤ(دنوی عیسایی سوډان جوړیدل) هغه خوب مورښتیاشو؛ لااوس هم تاسی دمسلمانانووینی څیښې، ستاسویوه تګلاره داوه چی خلک به موپه پیسورانیول اوبیابه موعیسایان کول، په یقینی ډول سره دسوډان په هکله تاسی رښتنی قضاوت وکي.

۲: همدااوس چی کوم ظلمونه په نړۍ کي جریان لری، اویایی امت مسلمه ئې دزغم پرټغرناست دی داټول ستاسو له لاسه، همداتاسی یاست دافغانستان په لکونوبې ګناه انسانان موشهیدان کړل، لیبیا اوعراق موهم دافغانستان په شان سره دخاوروسره خاوری کړل اوداسی نور… همداغاصب یهودیان دی چی ستاسوپه مرسته سره هره ورځ بې ګناه اوبې وسلی فلسطینیان شهیدان کوی اونړی لاچوپه اوګونګه خوله ناسته ده، تماشائې کوی ددې ټولونړیوالو غمیزومصدریواځی اویواځی تاسی یاست اوبس، چې بایبل هم پرتاسوګواه دی لکه:
تاسی داخیال هیڅ کله مه کړی چی زه دامن راوړلولپاره ودنیاته راغلی یم ، زه دامن راوړلولپاره نه یم راغلی خودتورې لپاره، زه ددې لپاره راغلی یم چی سړی دخپل پلاره خلاف شی،لوردموره، اونږورله خواښې اودسړی دښمنانان به دهغه دکورخلک وی. (متی ۱۰ باب: ۳۴- ۳۶)

۳: موږچی ستاسوبایبل اویاتثلیث اودحضرت عیسی علیه السلام الوهیت نه منوموږعقلی اونقلی دلایل لرو، داتاسی چی کوم اقرار کوی چی بایبل الهی کتاب دی ، بلکي داالهی کتاب یاکلام نه دی،تاسی وایاست چې بایبل (۴۰) لیکوالانولیکلی دی، اوپاته دی نه وی چې دبایبل پرهری برخې تقریبادلیکوال نوم نوشته دی، که موږوګورووانجیلونوته چی شمیرئې څلوردی نوداانجیلونه څلوروکسانولیکلی دی، لکه انجیل یوحنا، انجیل متی، انجیل مراقس اوانجیل لوقا، یادپولس لیکونه اوداسی نور…نه انجیل عیسی شته اونه هم پرکوم کتاب لیکلی دی چې داالهی کتاب دی بلکې برعکس دهرکتاب په سرکی دلیکوال نوم لیکلی دی اودځینولیکوالانوخوهیڅ درک اوخرک هم نشته، نودابه څنکه الهی کتابونه شی؟؟؟.

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x