کابل بانک له چانه او څرنګه خپل پورونه راټولوي؟

شیرزاد

په زړو مکروریانو کی مونږ یو پنځه خونیز اپارتمان لرو. پلار می د ظاهر شاه د واکمنی په وخت کی اخستی و او د خدای بخښلی داود خان په دوره کی یې قسط خلاص ، او شرعی قواله یی تر لاسه کړه چی همداوس قواله زمونږ په اختیار کی ده. کله چی ښاغلی اشرف غنی د هیواد ولسمشر وټاکل شو، د وعدی سره سم د کابل بانک دوسیه یی هم پرانستله.

د کابل بانک د پیسو د راټولو په دوسیه کی زمونږ کور هم راغلی دی. د یو کال راهیسی د سیمی د امنیتی حوزی نه لیکونه او تیلفونونه راتلل چی تاسی د کابل بانک پوروړی یی او ژر تر ژره پیسی تحویل کړی که نه کور به مو مسترد شي. په کور کی زما د تره زوی اوسیږی. هغه استعلامونواو تیلفونونو ته هیڅ ځواب ورنکړ، ځکه هغه پوهیدو چی دکور پور څه د باندی څلویښت کاله مخکی خلاص شوی دی او هیڅوک د کابل بانک پوروړی نه دي.

یوه میاشت مخکی د حوزی نه بیا بل خط او ورسره تیلفون راغی او د پور غوښتنه یی کوله، د تره زوی می په لیک کی ‌‌ذکر شوی شمیری ته زنګ ووهلو چی د لیک د رالیږونکی په هکله معلومات پیدا کړی.او ځان ته روښانه کړی چی د لیک استونکی غل او که رښتیا هم د امنیتی حوزی مامور دی. کله چی د تره زوی می شمیری ته زنګ ووهلو په تیلفون کی د مقابل لوری شخص ځان د حوزی جنایی آمر معرفی کړ او د تره د زوی نه می غوښتنه وکړه چی د ده سره دی د زړو مکروریانو په مارکیټ کی وګوری. خو د تره زوی می مخکی له دی چی د هغه سره لیدنه وکړی په ملی امنیت کی یو ملګری ته زنګ ووهلو او کیسه یی له هغه سره شریکه کړه او تری وپوښتل چی څه وکړي.

لنډه دا چی محترم جنایی آمر ومنله چی د امنیت دفتر مخی ته راشی او له دوی سره وګوری. کله چی جنایی آمر راغلی، ښکاره شوه چی هغه غل نه بلکی په رښتیا هم د نوموړی حوزی جنایی آمر و. ده زما د تره د زوی نه وپوښتل چی د قضیی د حل لپاره ورسره د کورنیو چارو وزارت اړوندی څانکی ته ولاړ شي. دوی په ګډه هلته ولاړل، یو دفتر ته ننوتل چی ډیر نور کسان هم راوستل شوی او په چوکیو ناست و. شیبه وروسته د دفتر مشرراغی اوپه وینا شو. هغه ټولو حاضرو کسانو ته وویل چی تاسو د بانک پوروړی یاست او تر څوچی د کابل بانک پورمو ورکړی نه وی هیڅوک کورته تللی نه شی. تاسی زمونږ سره بندیان یاست. ټول حاضرین هک وپک پاتی شول.

وروسته په دفتر کی یو کس غږ پورته کړ چی دا جنایی قضیه نه ده بلکی یوه حقوقی مسله ده او تاسی نه شی کولی مونږ توقیف کړی. آمر صاحب په غوصه د باندی ووتلو، نور ټول په دفتر کی په انتظار ناست وو.

له څه کم نیم ساعت وروسته ښاغلی امر صاحب راغی، د میز په سر استعلامونو ته ګوری چی ناڅاپه زما د تره د زوی نوم یی واخست او غږ یی ورته وکړ چی میز ته نژدی ورشي. هغه ورمنډه کړه آمر صاحب تری پوښتنه وکړه چی دا کس پیژنی. د تره زوی می ځواب ورکړ چی هو، دا زما د تره د لور زوی دی. آمر زیاته کړه چی دا سړی د کابل بانک قرضدار دی، له دی کبله ته مو دلته راغوښتی یی چی دا کس به راته پیدا کوی. د تره زوی می آمر ته وویل چی د ده قرضداری مونږ پوری څه اړه لری؟ په دی خبره سړی ډیر به غوصه شو او ځواب یی ورنه کړ. بلاخره د تره زوی می له آمرنه وپوښتل چی کولی شی راته ووایی څومره قرضداره دی؟ آمر صاحب ځواب ورکړ چی دی د کابل بانک ۲۴۹ دالره قرضدار دی. د تره زوی می آمر ته وویل چی ستا پوروړی په جلال آباد کی اوسیږی او زه به ورسره په تماس کی شم.

وروسته معلومه شوه چی خوریه می د کابل بانک نه معاش اخستو، د ضرورت له امله یو څه پیشکی پیسی یی له بانکه اخستی وی. بیا له څه مودی وروسته کار یی خوشی کړ او د بانک قرضه یی لا تر اوسه ورکړی نه وه.

عجیبه حکومت دی، کابل بانک د محکوم شوو غلو لکه فیروزی، فهیم، د کرزی د ورور څخه نه پیسی اخستی شی، او نه د قانون منګلو ته یی راوستلی شی، خو یو څو بیچارو پسی د څو دالرو د قرضی له امله کور په کور ګرځی.

دا هم د نړی د ستر بی متفکره ولسمشرد فساد نه ډک حکومت او د کابل بانک دقرضی د راټولونو کیسه. خدای دی په دی ملت ورحمیږي.