افغانستان

د ملي امنيت سلاکار په رسمي سفر ترکيې ته ورسېد

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په رسمي سفر ترکيې ته رسېدلی دی.

د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ په خپله ټوله ټويټرپاڼه کې ليکلي، چې حنيف اتمر به د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې خپل ترکي سيال سيف الله هاشم اوغلو سره په دوه اړخيزو امنيتي مسايلو خبرې وکړي.

د تواب غورځنګ په وينا ښاغلی اتمر به د خپل سفر په ترڅ کې د ترکيې دفاع، کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزيرانو سره هم وګوري.

د ملي امنيت شورا وياند وايي، چې حنيف اتمر به ترکي چارواکو سره د ترکيې او افغانستان د سياسي او امنيتي اړيکو تر څنګ افغانستان کې د ترکي پوځيانو د ماموريت په دوام خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x