افغانستان

اشرف غني کندهار ته ورسېد

کندهار کې د ولسمشر له رسېدو سره ټولې لارې، واټونه او بازارونه بند دي
کندهار کې د ولسمشر له رسېدو سره ټولې لارې، واټونه او بازارونه بند دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): د کډ حکومت مشر اشرف غني کندهار ته ورسېد.

ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر به کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار اداري او امنيتي چارو په اړه له ولايتي چارواکو سره سلامشورې وکړي.

راپورونه وايي، چې ولسمشر کندهار کې د ترکيې قونسلګري هم افتتاح کړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، چې پوهنتونونه، ښوونځي، او عامې لارې او واټونه بند دي او خلک له خپلو کورو نه شي راوتلی.

ليکوالې او شاعرې مينه انتظار په خپلې فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې د ولسمشر له راتلو سره امنيتي ځواکونه له خلکو سره ناوړه چلند کوي، سپکې سپورې ورته وايي، کاروبار په ټپه ولاړ دی او خلک په خپلو کورونو کې بند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x