شعـــــرونه

دتمساح اوښکې – قاري سعید

 

اُندُلــُس  وسوزیدو

دقــُر طــُبې دزر کلن تمدن ټول ویاړونه

د ( کورډووا ) لپاره لولپه شول

هلته مسجد نه طبیله جوړه ده

دلته لمبې په تفسیرونو  ګرځي

د ( ا ُموي صقرِ قریش ) په وطن

دټپوسانو خېل هجوم راوړی 

د ( اشبیلیې ) ( طلیطلې ) په جنتي کوڅو کې

دکلیسا ډنډه ماران لکه ایلچیان د دوزخ

د بدمرغۍ پیغام په لاس ګرځي

سپاره دتور وحشت په آس ګرځي

په محارمو باندې پاس  ګرځي

 . . . . . . . . . . . . . .

اندلس  وسوزیدو

د اروپا دمنځنو پیړیو

له درانه  خوبه  راویښ شوي وږي تږي  وحشیان

له مدنیته انتقام اخلي

دکاږه شوي عیسویت بچوړو

په تور صلیب باندې قسم خوړلی

چې د اندلس دمدني ویښتابه

دساینسي نشأت  علمي ویښتابه

او د  اتو  پیړیو روڼ او مهذب ژوندانه

بدل به یو یو  له اسلام اخلي

. . . . . . . . . . . . . .

اندلس وسوزیدو

شین جنتي اندلس

دکلیسا دلیونو پاپانو

د ( انکوایزیشن ) په دوزخ کې سوزي

داندلس دغاړې سپین سمندر

د ډوبو شویو کتابو  او مخطوطو له رنګه

د تور صلیب په شانې تور واوښت

آسمانه  !

                       تاخو لیدل

څنګه دظلم ژرندې وچلیدې

د غیرتونو سنګسار

دعفتونو لوټمار

د ( غرناطې ) په لویشت لویشت

کوم یو وحشت وو چې ترسره نه شو

الحمرآء  !

                      یاد دي درته  . . .

چې د ( طارق ) دفدایانو وروستنی  نسل

د مرګ او بحر ترمینځ  ګیر پاته وو

. . . . . . . . . . . . . .

اندلس وسوزیدو

اندلس هغه دی لا هم سوزیږي

داندلس د بدن هره  خوا او هریو غړی

ددې وجود له سوزیدو سره لمبه لمبه شو

خو هلته لرې ( غرناطه  ) یې بولي

د ( الحمرآء ) ماڼۍ کې

یو له  بې حسه غوښو جوړ بني آدم اوسیږي

( بو عبدالله )  یې نوم دی

ځان د اندلس دتخت واکدار بولي

خو لکه  زړه کې عاطفه نلري

چې د اندلس په وجود بل دڅو کلونو اور یې

یوه ذره هم   حس ونه  پاراوو

اولس د مور وطن  په ننګ د وینو سیند کې لامبي

خو د بادشاه په تن کې

دخپلې مور دپاکو پیو په ځای

دپردیو میو دخمار ډکې ویالې بهیږي

باچا  دشرم په غونډۍ ناست دی

باچا له ټولې بې ننګۍ څخه جامې کړې دي

خو دپلالې اور په درمند  ګډ شو

دادی  لمبې یې تر ماڼۍ راغلې

باچا دخوب تلتک په شا دژونداسرې اخیستی

په لومړي  وار  له  ( الحمرآء ) راووت

غواړي له مرګه ځان په تیښته خلاص کړي

دتخت واکدار شو  د رغو  مسافر

غواړي د ستر ( طارق ) د مرګ دتعهد له آبنا

 د ژوند لپاره واوړي

چیرته په لاره ، دکوم غره ، له هسک کنډو څخه یې

ناڅاپه شاته پام شو

ګوري چې ژړ  اندلس د سره  وحشت لمبو کې ایشي

په لومړي ځل یې زړګي څړیکه وکړه

ږلۍ ږلۍ اوښکې یې وڅڅېدې

دناخلفه زوی  باتوره  مورکۍ

داد پرون دهیرو شویو افسانو ملکه

دتاریخ جبر یې په خوله دسکوت مُهر  ایښی

ناڅاپه ولړزېده  واېشېده

د ناخلف  بچي ژړا یې احساسات لمبه کړل

په غرېو نیولي تندریز غږ یې پرې چیغه وکړه

( تمساحه !  غلی شه ، سونګټ  مه وهه !

چې نارینه وینې دې ورنکړلې . .

اوس زنانه  اوښکې پرې مه تویوه !! )

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۲۰۱۳/۴/۱۵ م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x