افغانستانویډیو

ډنډغوري: ملي ځواکونو سلګونه ولسي کورونه ویجاړ کړي – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): له تېرې اونۍ راهیسې دولتي ځواکونو د بغلان په ډنډغوري ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي چې تر دمګړۍ پورې یې ګڼ ولسي کورونه د هاوان او توپ په مرمیو ویجاړ کړي دي.

د راپورونو له مخې د توپونو او هاوان ړوندو مرمیو د بریښنا هغه پایې هم په نښه کړي چې له ازبکستان څخه یې کابل ته بریښنا لیږدوله، چې له کبله یې په پلازمینه بریښنا قطع شوې ده.

که څه په کابل کې د بریښنا له قطع کیدو سره جوخت دولتي چارواکو د دې کار پړه په طالبانو واچوله، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه تور بابېزه ګڼي او زیاتوي چې په ولسي خلکو د بریښنا قطع کول د دوی جهادي بهیر ته هیڅ ګټه نه لري.

دا چې ولې د بریښنا پایو د ویجاړولو ګوته طالبانو ته ونیول شوه، د طالبانو ویاند یې لامل دا ښيي دولتي ځواکونو په ډنډغوري کې کلکه ماتې وخوړه نو ځکه یې د بریښنا ستونزه راپورته او طالبانو ته منسوب کړه ترڅو عامه اذهان بل لور ته واړوي.

طالبانو په ډنډغوري ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د ولسي میشت ځایونو د نړولو مستند ویډیويي انځورونه خپاره کړي چې په کې ګڼ کورونه په داسې حال کې لیدل کیږي چې په نیمه کنډوالو بدل شوي دي.

په ویډیو کې یو تن ویناوال د ویجاړو شوو کورونو شمېر سلګونه ښيي. نوموړی حکومتي چارواکو ته د پیغور په دود وايي چې «خپل ملت څوک په دا رقم نه کوي، دا له ملت سره خیانت دی».

د ویډیويي انځورونو اخیستونکی په داسې حال کې چې د ویجاړو دیوالونو ترمینځ ګرځي په تعجب پوښتنه کوي چې «ایا په دې کورونو کې سنګر شته؟ ایا دا د جګړې کرښه ده؟».

په انځورونو کې د کلي مسجد هم لیدل کیږي چې د ملي ځواکونو په ډزو یې کړکۍ ویجاړې پرتې دي او بام او دیوالونه یې ځای پر ځای نړیدلي دي. سربېره پر دې په کورونو کې د قرآن کریم پاڼې هم شلېدلې او په خاورو پټو ښکاري.

نن ټکی اسیا ته نوموړي مستند ویډیويي انځورونه رارسیدلي چې د لاندې لینک په مټ کې کتلی شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x