نظــر

د دوښمن په دنده کې

ismail andaleb

له يو لرې ځايه د راغلي ميلمه سره له ستړې مشې خواره مشې وروسته، د چايو پر سر مجلس تر موږ پورې تړلو چارو محدود پاتې نه شو، زموږ له شخصي پولو ووت او د افغانستان په سياسي حدودو کې ورننوت، د دې خاورې د اوسيدونکو د خاصيت سره سم، د چا د فکر په تله کې يو ملامته، او د چا بل و، تردې چې بحث يو داسې ځاى ته ورسيد چې لږ تر لږه له ما په کې لار ورکه شوه، او په دې کې مې خير وليد چې د نورو واورم، او بس.

ښاغلى ميلمه چې د بل هر چا په نسبت له خپله ځانه زيات متاثر و، او په افغانستان کې ورته له ځانه بل څوک اهل، پوه، باتجربه او د کار سړى نه ښکارېده، په افغانستان کې د اوسني حکومت، پر مسئولينو، د طالبانو پر دور حکومت، د مجاهدينو په څوکلنه دوره، د شوريانو سره د جهاد په وخت کې د ټولو جهادي مشرانو، خلقي او پرچمي واکمنانو، داود خان او ظاهر خان پر سرونو يې پښې کېښودې او په ډېره پرجوشه وينا کې يې ګردو ته د خاينانو، جاهلانو، پرديو ايجنټانو، دنيا پرستو او د هيواد د دوښمنانو القاب ورکړل.

ما فکر کاوه چې دغه ښاغلى ځورېدلى، د وچو او لمدو توپير نه کوي او د زړه له تاوه د هيواد د وروستيو جرياناتو مسئوليت په ټولو يو شان اچوي، خو داسې نه وه، ځکه چې مېلمه زما د فکر پر خلاف د افغانستان په ګرد وياړلي تاريخ خاورې واړولې.

دې سپين ږيري په سپکو سپورو خوله وازه کړه او تر دې چې ستر احمد شاه بابا يې هم ونه بښلو بلکې د خپلې، ژبې توره يې په هغه هم راوڅرخوله او په ډېر تاسف سره بايد ووايم چې د لوى افغانستان بنيادګذار، د افغانانو محسن، د هندوستان فاتح او ستر سالار احمد شاه بابا يې هم وکنځلو.

زه حيران هم شوم او پريشان هم، حيران په دې چې په افغانانو کې د خپلو مشرانو او ملي شخصيتونو د سپکاوي کولو دغه ناولې ناروغي له کومه راپيدا شوه؟ او پريشان په دې چې که دغې ساري ناروغۍ يو شمير هيوادوال نيولي، نو نورو ته هم سرايت کوي، او بې شکه چې د ځوان کهول او نوي نسل بدن ته به ولاړ شي.

افغانان او په تېره پښتانه خو د خپلو مشرانو خورا زيات درناوې کوي، که د خپل هيواد تاريخ مطالعه کړو، نو د احمد شاه بابا په څېر د مدبرو شخصيتونو پريکړې وې چې د هيواد واړه او ستر، نارينه او ښځينه، زده کړي او امي منلې او دغې وياړلي قوم په نړۍ حکمراني کوله، حتى چې په تېر کې د افغانستان خلکو د خپلو مشرانو کړنې د خپلو ځانونو له پاره د اصولو او قوانينو په توګه ټاکلي دي.

زموږ ملي شخصيتونه دي چې دغه هيواد يې راته ګټلى او په مېراث کې پرېښى دى، که هغوى او د ملت سره د هغوى مينه نه واى، نو بايد وپوهيږو چې افغانستان دومره زيات دوښمنان لري چې پېړۍ پېړۍ وړاندې به يې د ځمکې له نقشې څخه د دې هيواد نوم او نښان ورک کړى واى، همدا اوس وينو چې دوښمن له لوى افغانستان څخه په هره برخه کې خپله ونډه اخستى، ځينې څنډې ختيځ دوښمن لاندې کړي، ځينې لويديځ دوښمن او ځينې بيا هغو دوښمنانو چې ځانونه راته د دوست په جامه کې ډېر نژدې او خواخوږي معرفي کوي.

زه د خپل دې معزز ميلمه دې نظر او خبرو ته له دې کبله هم سوچ واخستم چې دغه ښاغلى به په هر مجلس کې ورته خبرې کوي، د خپلو کوچنيانو په وړاندې به د افغانستان ملي شخصيتونه همدا ډول سپکوي، بد به يې يادوي او په ښېګڼو به يې پښې ږدي، نو د هغه کورنۍ او راتلونکى نسل خو خپله د هيواد، او ملي اتلانو له مينې او پېژندنې محروم شول، که په ټولنه کې دغسې نور مشران او داسې خلک وي، چې موږ ته پوه ښکاري خو په حقيقت کې زما دې ميلمه ته ورته وي، نو بيا خو د افغاني ټولنې په منځ کې د افغانستان دوښمنان زېږېدلي او لا دغه لړۍ روانه ده.

په علمي لحاظ د افغانستان د تېرې يوې پېړۍ عمر لا تاريخ شوى نه دى، په دې معنى چې لا تور له سپينه په پوره معنى نه دې بيل شوى، که شوې هم وي نو دغه بېلتون هيواد شموله شوى نه دى، او تاريخ به وروسته روښانه کوي چې چا د خپلې خاورې، خلکو، او دين سره جفا کړې او چا وفا، خو له دې وړاندې د افغانستان تاريخ څرګند او ښه روښانه دى، د افغانستان د پېړيو پېړيو تاريخ کې هر څوک صيقل شوى، او هيوادوالو ته ورڅرګند شوى دى.

هېڅوک به هم شاه شجاع ته د هغه د کړنو له کبله ښه ونه وايي، او هېڅوک به د ميوند فاتح ايوب خان په بد نوم ياد نه کړي، که ياد يې هم کړي، نو دا به يې خپل ناسم برداشت، يا بې علمي او يا شخصي عقده وي، خو په پښتون ټبر کې بيا له هيچا څخه د داسې څه توقع نه شو کولاى، نه يوازې دا چې زموږ ملي اتلان موږ ته قدرمن دي، بلکې د دې څه محرک هم نه ليدل کيږي چې مړي دې له قبرونو را وايستل شي، او په اړه دې ناوړه پرېکړه وکړاى شي.

زما په آند زما د مېلمه په څېر خلک که څه هم د عمر له لحاظه مشران او پوه ښکاري، خو د ذهنيت او فکر له اړخه کوچنيان او جاهلان دي، دوى سره له دې چې زموږ د ټولنې غړي دي، بيا يې هم پر مخ د دوښمنۍ نقاب پروت دى، او په ډېره سپين سترګۍ د خپلې ټولنې په حق کې د دوښمن رول او دنده تر سره کوي.

خو ځوان نسل بايد د خپل وولس دغه ستونزه درک کړي، او کوښښ وکړي چې راتلونکى نسل په ملي روحيه وروزي، څو د هيواد او خپلو خلکو د درد دواء شي، د ملي وياړونو ساتنه وکړي، د افغان ملت برم پر ځاى کړي، پرې نږدي چې د دوښمن دسيسې بريالۍ، په يو او بل نوم يې د پېړيو پېړيو زرين تاريخ په سيند لاهو، ملي افتخارات يې سپک شي، په غاړه کې د غلامۍ غړوندى ورواچول شي، او د تل له پاره د بل کاسو ته کيني.

محمد اسماعيل “عندليب”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x