افغانستان

کندهار: د ولسمشر پر وړاندې د تشريفاتو او ولايتي شورا رييسانو یو بل ډبولي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): نن کندهار ولايت مقام کې د ولسمشر په شتون کې روانه رسمي غونډه هغه مهال ګډوډه شوه، چې ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال ولسمشر او ګډونوالو ته توندې او ترخې خبرې وکړې.

د غونډې ګډونوال وايي، چې خاکرېزوال ولسمشر او نوموړي سره راغلي پلاوي ته سپکې سپورې او د ناموس ښکنځلې وکړې او ګواښ يې وکړ، چې دلته يوازې دده « فرماېش چليږي» چې په مقابل کې يې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو رييس محمد نسيم شريفي د خاکرېزوال خبرې ورشنډې کړې او د دواړو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته فزيکي شخړه وشوه او خاکرېزوال يې په وهلو ډبولو ټپي کړ.

یوې نيژدې سرچیني نن ټکی اسيا ته وويل، چې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق د خاکرېزوال او نسیم شریفي تر منځ ګواښ کړی او دواړه یې له غونډي بیرون ایستلي دي..

د يادونې وړ ده، چې حاجي سيدجان خاکرېزوال د پخواني ولسمشر د ټاکنيز ټيم غړی دی او د غونډې ډېری ګډونوال تور لګوي، چې د غونډې اخلالول او ګډونوالو ته يې سپکې سپورې ويل يو پلان شوی کار و، چې جنرال رازق هم د خاکرېزوال په ملاتړ پر نسيم شريف د سوکانو او لغتو ګزارونه وکړل او ګل اغا شېرزي هم ولسمشر ته ښکنځلې کړي دي.

تېر ځل هم، چې ولسمشر کندهار ته تللی و، حاجي سيد جان خاکرېزوال ورته توندې خبرې کړې وې، چې ولسمشر دلته يو مېلمه دی او د کندهار په کارونو کې دې مداخله نه کوي.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشر به نن کندهار کې د ترکيې قونسلګرۍ او ګڼې نورې پروژې افتتاح کړي، مګر غونډه کې له ګډوډۍ لږه شېبه وروسته ولسمشر له خپل پلاوي سره کابل ته روان شو.

نسیم شریفي د ولسمشر سره بیرته کابل ته ستون شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دير عالي

خداوند متعال دي توله شرمندگی او سپکاوي د دي بی ناموسانو په برخه کري امین

MOHAMMED LAIG ZAHEER BARAKZAI

سم خوند یی کڑی چی سم یی وهلی وای .. زکه اشرفی دکندهاریانو سره سه وکڑه هیس یی ندی کڑی قندهاری ولس ورسره هر رقم ملگری تیاه وکڑه خو ده یی په بدل کی هیس ونه کڑل ده افغانستان په هرولایت کی پشتانه وژل کیژی ده یی هیس غم ندی خوڑلی په نن ورز کی جنرال مراد په بغلان کی په عامه پشتانه وژنی ولی یی دی پشتنه نه کوی نو زکه به دی همداسی بی عزته کیژی . زکه دپشتنو غم خوڑلی ولایت قندهار دی او هرسه چی کیژی باید ددی خاوری سره مشوره وسی په نظام کی پشتانه… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

دا قضاوت به ستونزه ولری چه مونږ پکی ملامت او سلامت په نښه یا په ګوته کړو ، دغه ټول د یوی چرګی بچی او په بځه تیږه غلامان دی ، که داسی پيښی نه وی نو بیا ورته ناوړه او فاسده اداره ویل کیږی ، د ناموس کنځل خو هغو ته اهمیت لری چه ناموس په رسمیت پیژنی دوی چه وجدان نه لری ناموس له کومه شو ؟ دوی چه د یو څو ډالرو او مقامو د پاره خاوره ، خلک او خپلواکی وپلورله دا دری واړه ناموس ، ناموس او ناموس دی ، شخصی ناموس به دوی ته… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x