ای د رب محبوبه!

محمد سهیل شاهین

 

اې د رب محبوبه ستا وجود یوه معجزه ده

د ټولو موجوداتو د رحمت دا ذریعه ده

 

ستا په راتلو د هر محروم دنیا شوله بدله

دې ګمراه جهان ته دې د حق لاره وښودله

 

ستا په مینه کې د الله مینه پرته ده

غلامي ستا له پاچاهي ماته خوږه ده

 

زړه کې مې راپریوزه چې جوړه مدینه شي

زما تږي احساس لره د مینې یوه کعبه شي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د