نظــر

دملي اردو دعسکرو په نوم!قرباني مو دڅه لپاره ده ؟

Army1

دامريکا په مشرۍ نړيوال صليبی ايتلاف چې دافغانستان دواکمن نظام اومسلمانانو پر خلاف پر افغانستان يرغل وکړ او دسيمې څو مرتد افغانان يې ملګري شول او يو افغان يې بل افغان ته په مورچه کې کيناوه او سره ويې وژل ددي اصلي مجرم او مسول دافغانستان د ګوډاګۍ اداري مشر (کرزی) دی داځکه چې اسلامي امارت خو يو اسلامي او افغاني خوځښت وو او په افغانستان کې يې اسلامي نظام او داسې امنيت راوستی وه چې دافغانستان په تاريخ کې ساری نلري او هر هغه افغان چې دکفارو دوستي يې نه کوله او داسلامي امارت اساسي قانون چې شرعي قانون وو منلو ته يې غاړه کيښوده نو په افغانستان کې اوسيدلی او بې له کومې ستونزې يې ديوافغان په حيث ژوند کولا ی شوی او دهمدغه هيواد تبعه ګڼل کيده

خو هغوی چې اسلامي او شرعي قانون يې نه منلو او تش په نوم مسلمان او په حقيقت کې منافق وه په افغانستان کې يې خپل ځان مصؤن نه احساساوه دپرديو تر اثر لاندې راغلل او په هيوادکې يې دپرديو په مرسته ځان تر چوکيو ورسول طالبان يې په تبليغاتي بڼه دافغانستان دښمنان وبلل او نور افغانان ځوانان يې مادي او نورو امتيازاتو راخپل او دملي اردو په نامه يې منظم او ورور يې له ورور سره په جنګ اخته کړل او هغوی ته يې د درباري او پلورل شويوملايانو په خولو داسې فکر ورکړ چې اصلي مسلمانان تاسو ياست او دوطن ساتونکي تاسو ياست او طالبان په ناحقه له تاسو اوافغانستان سره جنګيږي نو دغه دملي اردو عسکر چې زيات يې بې تعليمه او ناپوهه دي سمدستي يې دغه خبرې زړه ته وغورځولی او طالبانو سره يې دښمني خپله کړه خو ډيرو هغو دملي اردو سرتيرو ته سلام او احترام چې اوس هم داسلامي امارت په حقانيت او دنړيوال صليبي ايتلا ف په شيطاني عزايمو پوهه شول او له هغوی سره يې خپله کرکه نفرت دې حد ته ورسيدو چې دخپلو ټوپکونو شپيلۍ يې دصليبيانو په لور ورواړولی او له دغازي کيدو له وياړ سره يې دشهادت وياړ هم ګټلی ده او يا هم داسلامي امارت ليکو ته يې ژوند او بريالي ځانونه رسولي دي.

په پای کې يوځل بيا هغو دملي اردو بااحساسه ورونو ته وايم چې لږ په دې خپل عمل اووظيفه له سره غور وکړئ او داسې نه چې په دنيا کې هم دبل دبقا او ګټو قرباني شئ او په اخرت کې هم خدا مکړه له سزا او ملا متئ سره مخ شئ.له تاسو څخه مې ديو داسې مسلمان عسکر دجوړيدو تمه ده چې ته دکفارو له لاس لاندې نه يې بلکه کفار ستا له ايماني او افغاني هيبته له تاسره سترګې هم مخ نه کړای شي په همدې هيله ډير به دافکر کو ي چې طالبان دافغانستان دملي اردو مخالفه ده خو دابه هيڅکله ثابته نکړي ملي اردو ديو هيواد دملا دتير حيثيت لري کله چې ديو هيواد ملي اردو قوي وي نو هغه ټول هيواد قوي وي دهغه هيوا سرحدات خوندي وي او دهغه هيواد لپاره دښمنان دبريد اقدام نشي کوی نو له ټولو هغو عسکرو مې يوځل بيا هيله ده چې داسلام او خپلواک افغانستان لپاره مبارزه وکړئ او دکفر دګټو لپاره دقرباني کيدو نه مخکې مخکې خپل ديني مسوليت ته متوجه شئ او دکفارو په خلاف خپله کرکه وښايي او ځانونه داسلامي اردو داسې ځوانان کړئ چې دهر کفر له پاره ستاسو نوم يو اتوم بم وي.

په پای کې هغو دملي اردو قهرمانو عسکروته چې دښمن ته يې دسر په کاسه کې اوبه ورکړې دشاعر دا بيت ډالۍ کوم چې

اوس چې کله کله په کافرو يخوي سينه
داسې قهرمان ملي عسکر مونږه منلی ده

سيدقطب مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x