هر کال په افغانستان کې د سرطان ناروغي نژدې شل زره کسان وژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): د سرطان د ناروغۍ سره د مبارزې په نړیواله ورځ د عامي روغیتا وزارت وویل چې په افغانستان کې هر کال د سرطان ناروغي نژدې د شلو زرو افغانانو ژوند اخلي.

د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د همدې ورځي په مناسبت په جوړه شوي غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د سرطان د وژونکي ناروغۍ له امله د پنځلس زرو څخه بیا تر شلو زرو پوري کسان وژل کیږي، نوموړي زیاته کړه په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ تشخیص او درملنه لکه څرنګه چې لازمه ده هغسي نه شي کیدلی او نه هم افغانان ددې ژونکي ناروغۍ سره د مبارزې لپاره پوره امکانات په لاس کې لري.

فیروز وویل موږ هڅه کوو په افغانستان کې دننه د سرطان ناروغانو ته د درملني او تشخیص زمینه برابره کړو تر څو افغانان مجبور نه شي بهر هیوادونو ته د درملني لپاره لاړشي.

په نړۍ کې هر کال اته میلیونه انسانان د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغان حکومت سره د نړیوالو مرستي د میلیارډونو ډالرو په اندازه دي خو دا چې په حکومت کې دننه د فساد کچه اوج ته رسېدلي نو په تېره یوه نیمه لسیزه کې د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې لپاره آن یو په امکاناتو برخمن روغتون هم نه دی جوړ شوی نو ځکه ډیرځله افغانانو مجبور دي تر څو د تشخیص او درملني لپاره بهر هیوادونو ته لاړ شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د