مصر: د اخوان المسلمین د ۱۴۹ کارکوونکو داعدام حکم وځنډول شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): د مصر په پلازمېنه قاهره کې یوې محکمې د اخوان المسلمین د هغه ۱۴۹ کارکوونکو د اعدام حکم ځنډولی چې پر پولیسو په بریدونو او بمي چاودنو کې تورن بلل شوي وه.

د قاهرې په یوه حکومتي محکمه کې د مخکني ولسمشر محمد مرسي پلویان او د نوموړي د حکومت تر ړنګېدلو وروسته په مظاهرو او لاریونونو کې نیول شوي هغو ۱۴۹ کسانو د دوسیو بیا څېړلو امر کړی چې پخوا تر دې په اعدام محکوم شوي وه، تر دې وړاندي د محمدمرسي په ګډون د ځینو نورو د اعدام فیصلې هم ځنډول شوي وې.

د اخوان المسلمین دغه ۱۴۹ غړي د ۲۰۱۳م کال د اګست پر ۱۴مه د محمدمرسي د حکومت تر ړنګېدلو او د هغه تر نیولو وروسته د مظاهرو په جریان کې په بمي چاودنو او د ۱۳ پولیسو په وژنه کې ګرم بلل شوي وه، اوس محکمې ددوی د اعدام فیصله ځنډولې او د دوسیو د بیا څېړلو امر یې کړی دی.

د یادوني وړ ده چې په ۲۰۱۳ م کال کې د مصر پوځ د محمدمرسي حکومت چې اخوان المسلمین پکې واکمن وه راوپرځاوه او نوموړۍ یې بندي کړ، تردې وروسته په مصر کې حالت بحراني شو او مظاهرو زور واخیست چې په ترڅ کې یې سلګونه مصریان ووژل شول.

د مظاهرو په جریان کې او وروسته د مصر پوځ د اخوان المسلمین ټول جګپوړي غړي ونیول او هغوی یې په اعدام محکوم کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د