نړۍ

فلسطین: په القدس کې یوه اسرائیلۍ پولیسه وژل شوي دوې ټپياني دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): د فلسطین په القدس ښار کې درو فلسطیني ځوانانو پر اسرائیلي پولیسو برید کړی چې له امله یې یوه اسرائیلۍ پولیسه وژل شوي او دوې نوري ټپیاني دي.

اسرائیلي پولیسو ویلي چې درې تنه فلسطینیانو د القدس ښار په «عامود» دروازه کې وروسته تر هغه پر اسرائیلي پولیسو برید وکړ کله چې ددوی موټر ودرول شو او دهویت کارډونو پوښتنه ځیني وشوه.

پولیس وایې، په برید کې یوه اسرائیلۍ پولیسه وژل شوي او دوې نوري ټپياني دي، د پولیسو په متقابلو ډزو کې بریدکوونکي درې تنه فلسطینیان هم وژل شوي دي.

عربي رسنیو ویلي چې بریدکوونکي فلسطینیان د لودیځي تړانګي اوسېدونکي دي.

بریدکوونکو فلسطینیانو پر اسرائیلو د «ټوپک» ډزي کړي، تر برید وروسته په سیمه کې چړې او لاسي بمونه هم موندل شوي دي.

په دې وروستیو کې فلسطینیانو د چړو عملیات پيل کړي چې له امله یې لسګونه اسرائیل ټپيان شوي او ځیني نور یې وژل شوي هم دي، په سیمه کې خبریالان وایې چې د چړو د ګزار له ویري ډیری اسرائیل په روحي ناروغیو اخته شوي او د کورو څخه له ویري بهر نه شي راوتلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x