افغانستان

شاعر او فرهنګ پال صالح محمد حماسي صاحب ځوانیمرګ شو

 دبلوچستان له چمن ښار ګوټي څخه مو خبر ترلاسه کړ ، چې په دې سیمه کې دیوې نوې جوړې شوې ادبي ټولنې ( حسان ابن ثابت ادبي ټولنې ) بنسټګر او مشر شاعر او فرهنګ پال مولوي صالح محمد حماسي صاحب نن لس بجې د بریښنا دنیولو له امله دشهادت جام نوش کړی او په حق رسیدلی .

مولوي صالح محمد حماسي چې په خټه پښتون ناصر او د کندهار اوسیدونکی وو ، په تدریسي مصروفیت سربیره شاعر او فرهنګپال هم وو ، نوموړي څه موده وړاندې دڅو نورو فرهنګپالو ملګرو سره په ګډه په چمن ښار کې د حسان ادبي ټولنې په نوم یوه ادبي ټولنه هم تاسیس کړه چې دوه ځله یې دپام وړ مشاعرې هم ترسره کړې .

صالح محمدحماسي په شخصي ژوند کې متواضع ، مخلص او خاکساره سړی وو ، چې په چمن کې یې دکوچنیو ماشومانو دتربیې یوه ابتدایه مدرسه هم درلوده .

نن لس بجې دنوموړي دژوند سفر هغه وخت پای ته ورسید کله یې چې دچمن ښار په څنډه کې په خپل کلي کې غوښتل دکليوالو خرابه شوې بجلي جوړه کړي ، خو بجلۍ شارټ ورکړ چې په پایله کې یې ۲۸ کلن حماسي ژوند له لاسه ورکړ .

ان لله وانا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x