لیکوال او شاعر: محمد هاشم شمیم

ولسمشر د کندهار پر پيښه باید چپ پاته نه شي

محمد هاشم (شمیم)-

د ولسمشر په راتلو سره په کندهار ولایت کي یو ځل بیا د کرزیانو د مافیایي کړۍ هویت ټولو ته د لمر په څېر افشا شو!

د ولسمشر اشرف غني په راتګ سره د لوی کندهار د مظلوم اولس سره د لیدني کتني په اړوند د علامه، ماستر، پوهاند پنچرمین خاکریزوال د کندهار د ولایتي شورا د ریس ښه راغلاست څرګنده کړه، چي د حامد کرزی مافیایی کړی د ولسمشر د پلان د ګډودولو او ګواښلو طرحه مخکی پلان سوې وه او خاکریزوال چي تل د شطرنج د دانې په څیر په دې لوبه کی لوبیدلی دی، یو ځل بیا د نسیم (شریفي) له کشت او مات سره مخ او لوبه یې د کرزیانو د مافیایي کړی په تاوان بایلوده. ځکه نوموړی نه پوهیده چي نسیم (شریفي) هم یو سابقه دار شطرنج باز دی.

خاکریزوال صاحب په دې لوبه کي هغه څه چی یې برخه وه، ښه په پراخه پیمانه د ښاغلي شریفي څخه تر لاسه کړه. دا پدې معنی چي پدې مسابقه کي يې یوه ورځه څیري شول، سر يې مات شو او پوزه او خوله يې ماته او په وینو ډکه شوه. اوس نو که پوز پرې کړی په شرم پوه شي نو همدا شرم یې بس دی.

البته ظاهرآ د جمهور ریس اشرف غني او د کندهار ولایت د قومي مشرانو په حضور کي د سیدجان پنچرمین په توسط غونډه ګډوډول، بې ابي او سپکي سپوري ویل د صحنې تر شا د کرزیانو مافیايې پلان او د ولسمشر مستقیم ګواښل وه، چی یعني نور اشرف غني د کندهار و راتلو ته زړه ښه نه کاندي.

د علامه پنچرمین دا اخطار چي یعني دلته به صرف زما فرمایش چلیږي، او یا و ولسمشر ته پخپل وطن کي د میلمه خطاب کوي، او یا هم د احمدشاه سپر د بیان مخ نیوی دا ټول په ډاګه کوي چي ولسمشر په رشتیا هم په کندهار کي میلمه او کوم رسمي صلاحیت نلري.

خاکریزوال د پردې شاته د کرزیانو د مافیایی کړی په اعتماد ځان د کندهار جمهور ریس ګڼلو، خو څوک پوهیده، چي د نسیم (شریفي) په یوه سوک به په شفاخانه کي بستر پروت وي او په خپله ورکه پوزي پسي به ګرځي.

په کندهار کي د کرزیانو مافیایي کړی، پدې باید پوه شي، چي نور د دوی توطیو خلګ پوزی ته رسولي او د خاکریزوال په شان لاس پوڅي به تل په خپله پوزه پسي سرګردانه وي، سر به يې مات وي، ورځه به يې څیري وي او د نسیم شریفي په ګذارونو به يې خیرن ګرېوان په وینو لړلی وي. خو زما په اند ښه به داوي، کومي ستونزي چي نن کندهاریانو ته ستاسو د شخصي ګټو له کبله رامنځ ته شوی دي، د اولس د سوکالی لپاره اړین ګامونه اوچت ستونزي يې ژر تر ژره لیری شی.

ولسمشر هم چي هر څه په سترګو ولیدل، باید ګونګی پاتی نشي او د کندهار د مظلوم ولس په هکله د خپلو قانوني صلاحیتونو څخه پکار اخیستلو سره د دی ناخوالو مخنیوی وکړي، که نه نو لیري به نه وي، چي سبا به خاکریزوال یا امثالهم لوچګان ورته د رقابت چلنج ورکړي او عمری ابد سرخوږی به ورته جوړ کړي. لاکن ما د یوه کډوال په توګه هغه څه چي لازم وه مخکې کړه، نور په تاسو اړه لري چي منې یې او که نه! په دواړو صورتو کي مو کور ودان.

ستاسو خواخوږی محمد هاشم (شمیم) د جرمني څخه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ولی خان
میلمه
ولی خان

ډیره ښه په زړه پوری لیکنه دقندهاریانو هغه دمیلما پا لنی نوم یی وشرموه الله دی دا وشرموی ، زه خو وایم چی اوس با ید خا کریزوال چا دری په سرکړی او نور دنا رینه او پشتنو سره نا سته ولاړه پریژ دی، هغه یو متل دی چی دوشمن دی کورته راشی نو عرت یی کوه خو خا کریزوال خپله کم اصلتوب وشویی چی دا دټول قندهار نما یندګی نشی کولی. خپله پوزه دی ما ته کړه خو زمونګ دی پرکړ

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط محترم شميم صاحب ، که سيدجان خاکريزوال دی اوکه محمد نسيم پښتون ، که محمد شفيق ګل اغاه شيرزوۍ دی او که عبد لرازق اڅکزۍ …… دا ټوله يې د يوې کاسې څخه خوري. پرون ددوی په مينځ کي شخړه ، نن ددوی ترمينځ شخړه او هم سبا ددوی ترمينځ شخړه د شخصي ګټو شخړه ده . افغان اولس بايد داد غلامانو په شخړو وه نه غوليږي. دا ټوله دافغان اولس قسم خوړلي دښمنان دي. ښه ده چي غلامان په خپلو مينځوکي سره ونښلي ، څو د يوو څه وخت لپاره مظلومان ترينه په امان… نور لوستل »