نظــر

داشغالګرود وتلو دپاره د ۲۰۱۴ کال ټاکل ستره بلا وه

amrican soldier

بسم الله الرحمن الرحیم

زه فکر کوم ، چه لویدیز له اوله دا منلی وه چه د دوی د وسلو ، پیسو او وسیلو او د ټولی نړی د بشری مټو په مقابل کی اسلامی امارت د څو ورځو یا اونیو زور هم نه لری ، په نړی کی دا اول ځل وو چه د نړیټول کفری طاقتونه ، دنړی لاسپوڅی اسلامی او غیر اسلامی دولتونه دی له یو مخی په زور یا خوښه د یو اسلامی ملک او ګوند په مقابل کی دومره لوی دجالی اعتلاف جوړ کړی او د نظامی ، اقتصادی ، استخبارات ، میدیا ،سیاسی او اجتماعی ټول سنګرونه دی په ډيرو مجهزو وسلو او وسیلو په یو وخت سنبال او ټوله نړی دی د یوی قوماندی لاندی وی او د قوماندی مشر دی یو جاهل او احمق انسان جورج ډبلیو بوش دی د لمړی ځل د پاره ټولی نړی ته اعلان وکړی چه ( یا به زمونږ سره او یا به زمونږ مقابل کی دریږی ) یعنی بی طرفی د منلو وړ نه ده . نو ښکاره خبره وه چه دا زور ازمایی یی له یوی خوا د افغانانو د ایمان او شهامت له ډاره وه چه ملک یی د لویو قدرتونو د پاره هدیره ده ، د بلی خوا دا زور ازمایی د نړی وال حکومت د رامنځته کولو په خاطر وه چه نړیوال وډاروی او لا په ځینو ملکونو کیبه له دیزور ازمایی او وحشت څخه کار واخلی .

دا ځانګړی نړیوال جنګ چه د نړیوال حکومت د رامنځته کیدو جنګ ورته هم ویل کیږی تصادفی نه وو ، دا جنګ له هماغه ورځی په نظر کی نیول شوی چه کمونیزم د ماتی سره مخ شو ، د جنګ د اعلان د پاره یی د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تراجیدی پیښه په ډیر مهارت رامنځته ، تر څو د دی پیښی په واسطه وکولی شی هم خپل خلک او هم نورمظلوم بشریت تیرباسی چه د مسلمانانو دالقاعدی په نوم یو تروریست ګروپ زمونږ په حریم وحشیانه او ظالمانه یرغل وکړو او زمونږ څه کم دری زره بی ګناه خلک یی بی رحمانه ووژل او مونږ ته یی دومره مادی تاوان (چه دنړی له ټولو لوی او اوچتی ودانی یی راونړولی) ، راواړوو . چه له ویری یی دریمه ودانی هم راولویده اوبی له دی چه پلټنه وشی دا کار د مسلمانانو له خوا ترسره شوی او مونږ باید ددی غچ واخلو او ملګری ملتونه هم د دوی د پاره حرام مشروع کوی دلته دا پوښتنه پید ا کیږی چه دوی د نړیوال جنګ په پیلولو کی له ټولو لمړی ولی مسلمانان او هغه هم افغانستان په نښه کړو چه له ټولو لمړی باید پری حمله وشی ؟ .

دا ډیر څرګند علتونه لری چه یو یی هم د نړی د حریصو استثمارګرو د استثمارولو په مخ کی لوی خنډ اسلامی نظام وو ، کوم چه د سولی، هوساینی ، عدل او انصاف، درحم او انسانی عاطفی نظام وو ، ددی نظام د حاکمیدو په صورت کی به استثمار او غلامی له منځه تللی، د اردو ، پولیسو ، استخباراتو او سکیوریتیو اړه به هم نه وی. مګر د استثمارګرو ( نړیوال استعمار ) د پاره د ا د منو وړ نه وه . نو د اسلامی نظام د کمزوری کولو اویا له منځه وړلو د پاره یی هم د دیموکراسی شیطانی نظام رامنځته کړو او هم یی نظامی وحشی بریدونو یرغلونو او اشغالولو ته ملا وتړله . اصلا نړی کی نور نظامونه چه د اوسنی استعمار په مقابل کی د قوت او مقاومت توان او دریز ولری ، منحرف ، محوه او یا کمزوری شوی.

هو د پوښتنی دوهمه برخه چه په اسلامی نړی کی ولی افغانستان د اولین برید او یرغل لاندی ونیول شو ، ددی امل او علت هم ښکاره دی : له ټولو لمړی د افغانانو شهامت د نړی په تاریخ کی له ټولو اوچت مقام لری د نړی هر ابرقدرت چه د خبل قدرت اوج ته رسیدلی د قدرت اخری مړی یی لکه د کمونیزم په شان په دی ملک کی دفن شوی دی. بله داچه افعانانو د جنګ تازه تجربه او د هر ډول وسلو په کارولو نه یواخی وارد بلکه استاذان دی د ټیټی کچی او سخت ژوند سره روږد ، د ویری او تیښتی خلک نه دی افغانان د اسلامی نظام سره بی کچی مینه لری دوی د الله ج په لیار کی ژوند وسیله ګڼی . د دوی سره جنګ کول لکه د اوسپنو نینو چیچل دی .

د کمونیزم له ماتی وروسته افغانستان کی د اسلامی نظام پلیکیدو کی وو خواستعمار یی د مجاهدینو په ویشلو او جنګولو مخه ونیوله مګر له نیکه مرغه اسلامی امارت د الله ج په مرسته بیا وکولی شول چه د اسلامی نظام د بنسټ ډ بره کیږدی ، پلورل شوی جنګ سالاران یی د پینجشیر یوی ولسوالی ته راټول او په پنجره کی واچول ،نزدی وو چه د پنچشیر ولسوالی هم نیول شوی وی نړیوال استعمار که د اسلامی نظام مخه نیولی نو له یرغل او اشغال پرته بله لیار نه درلوده نو نو ځکه یی د نړیوال جنګ په پیله کی په افغانستان ‌ډیر وحشیانه او بی رحمانه برید او نسل کشی یی وکړه ، د اسلامی امارت اسلامی نظام یی نسکور او پرځای یی هماغه پلورل شوی ، بی کفایته ، مافیه چه اسلامی امارت په پنجشیر ولسوالی کی راټول کړی وو زمونږ په مظلوم اولس په زوره تحمیل کړل

. . الله ج د ماسونیزم یا استعماری قوتونو د زور ، کبر او وحشت په مقابل کی هغه خوارو او فقیرو طالبانو ته داسی زور او ماغزه ورکړل ، چه یرغلګرو ته د نورو مظلومو قومونو او هیوادونو ویرولو وخت هم پاتی نه شو او مظلوم قومونه نور هم زړور شول چه د استعمار لوی قوماندان ( بوش ) یی عراق کی په بوتانو وویشت ، دا د هغه سړی ساده بوټ نه وو د ا د نړی د( مظلوم بشریت دمقاومت بوټ) وو . او دا الهام یی د افغانستان د اسلامی مقاومت څخه تر لاسه کړی وو .

د افغانستان اسلامی مقاومت داستعمارګرو ټولی هیلی شنډی او د دوی ټول اهداف بی ثمره کړل د دی د پاره چه اسلامی امارت مهار کړی پوره یوولس کلونه یی د هر ډول وحشت څخه کار واخست خو د الله ج په مرسته دوی خپله مهار او د هر اړخیزه ماتو سره مخ شول ، نړیوال جنګ له افغانستانه خارج نه شو ، په افغانستان کی د ماتی سره مخ شو ، پشتو کی یو متل دی وایی ( سیند چه څوک راواخلی هر څه ته لاس اچوی ) حیران پاتی وو چه د روسانو له ماتو مو د عبرت درس باید اخستی وی ، د ډیرو فکرونو ، تدبیرونو او مشورو وروسته دی نتیجی ته ورسیدل چه تور پوستی او باما ( چه موریی عیسوی ، نیایی یهودی او پلار یی مسلمان وو ) یی رامخی ته کړو ، په امریکا او اروپا کی هر څه د ټاکنو له مخی دی ، خو ټاکنو کی دا مهمه نه ده چه څوک ووتونه ورکوی مهمه دا ده چه څوک ووټونه شماری ( دا د دیموکراسی اصلی مخ دی ) به هر صورت اوباما چه د( دیموکرات ګوند غړیتوب هم لری ) ریس جمهور شو.

د اوباما د ټاکلو سره ماته د ( بی بی ترور قیصه ) راپه یاد شوه ، پخوا زمانه د اوس وخت پرتله صادقه او ساده وه د پشتنو په یوه چم ګاوند کی د یو چا غوا سر په کټی کی نښتلی او بند پاتی شو ډيرو وسه وکړه چه په کوم چم سره د کټی څخه د غوا سر راوباسی مګر وسو یی ګته ونه کړه ، اخر کوم یو ته بی بی ترور ورپه یاد شوه ( له نورو هوښیاره وه ) د دی مشکل د پاره یی هغه له برکلی څخه راوستله ، بی بی ترور ورته وویل چه دا خو اسانه خبره ده غوا حلاله کړی ، خلکو هم داچه په بی بی ترور یی ډير باور وو بی له دی چه ژور فکر پکی وکړی غوایی حلاله کړه مګر سر اوس هم په کټی کی بند پاتی دی ، نو خلکو تری پوښتنه وکړه چه بی بی ترورو اوس څه چاره په کار ده ، بی بی ترور ورته وویل اوس کټی ماته کړی . د بی بی ترور په هوښیارتیا هم غوا او هم کټی دواړه له منځه ولاړی نو اوباما چه د دوی د هیلو د پوره کولو شخص وو چه د بوش ګندګی به جبران کړی شی ، اوباما د ( بی بی ترور په شان ) تدبیر او تصمیم دا شو چه که مونږ وخت په ګوته کړو دا به زمونږ د پاره په ښکاره د وړو پوزه وی چه مونږ د خپل تقسیم اوقات له مخی راووتلو ، دا کار به زمونږ د عسکرو د مورال د لا نور ښکته لویدو مخه هم ونیسی نو ۲۰۱۴ کال یی د ټولو نظامی قطعاتو دافغانستان څځه د وتلو کال اعلان کړو .

دی ابلهانه او عاجلانه پریکړی دوی د ګټی پرځای له ډیرو تباهیو سره مخ کړل که دا وخت یی نزدی څو میاشتی ښودلی وی دوی ته په څه ناڅه ګټوره وی ، نه داچه دخپلو وتلو د پاره یی دوه یا دری کلونه وروسته وښودل بی بی ترور د ۲۰۱۴ کال ټاکل د دوی د هیلو او غوښتنو په خلااف د دوی د ماتی معنی ولرله او دوی ته یی بی شمیره تاوانونه واړول چه څینی تاوانونه یی ز مونږ ګران هیواد ته هم مخه کړله ، ځینی تاوانونه په لاندی ډول دی:

اول ــــ د جنګ د وخت اوږدیدل به د دوی مات شوی اقتصاد نور هم ورمات کړی .

دوهم ــــ په جنګ کی تل یوه خوا وړونکی یا ګټونکی وی ماته شوی ډله که د اخری نابودی پرځای تیښته غوره کړی( لکه روسانو چه وکړه) هم ورته ښه ده خو دوی د ۲۰۱۴ کال په اعلانونو هغه چانس هم له لاسه ورکړی.

دریم ــــ د وخت په اوږدیدو سره د دوی پټ رازونه( لکه د سپټمبر پیښه او داسی نوری دسیسی) به تر ډیره کچی رسوا او بربنډ شول. د ( ۹ /۱۱ ) پیښی رسوا کیدل به ( چه د امریکا خپل کار وو ) دوی ته ډيری ستونزی را مخی ته کړی کیدی شی د شوروی اتحاد له برخه لیک سره مخ شی . .

څلورم ــــ د وخت په اوږدیدو به د دوی مالی تاوانونه څو ځلی زیات شی ، د امکان له کچی به واوړی ، سرمایه او باور به دواړه له لاسه ورکړی.

د ۲۰۱۴ د دوی د وتلو کال اعلان به د دوی جانی تلفات اوچتی کچی ته ورسوی د دوی د وژنی ، معیوب کیدل ،د ځان وژنی او لیونتوب احصایه به تر پخوا څو برابره زیاته شی. پنځم ــــ

شپږم ــــ د ډیر وخت په تیریدو سره به امریکا د خپلو ټلوالو سره د ګټو او یا تاوانونو په ویش اختلافات رامنځته کړی د دی په نتیجه کی به امریکا د ( شوروی اتحاد ) او ناتو به هم د ( وارسا ) د برخه لیک سره مخ شی.

اووم ــــ د روس او چین سره به د دوی د سطرنچ د لوبی چالونه په ډاګه ، کشت او مات به وخوری او د ابرقدرتی له دریز څخه به جبرا راولویږی .

اتم ــــ د ۲۰۱۴ کال ؛په اعلانونو به ملی او بین لملللی مافیه او نور بارنی پانګهوال خپله ټوله سرمایه به له هیواده وباسی او نورو هیوادونو کی به پانګهونه وکړی.

نهم ـــ د دی کال په اعلان به د لاسپوڅی اداری باندی د لا نوری بی باوری سبب شی یعنی د حکومت نه شتون به زمونږ د ګران هیواد ټوله فضا د سر تاسری عامو بی امنیو سره مخ کړی چور او چپاول به تر پخوا څو برابره زیات شی او مونږ به د فساد کچه په اوچتو نمبرو کی اټکل کوو .

لسم ـــــ د ۲۰۱۴ کا ل او وروسته به د عامه بی امنیو سربیره ګروپی ، ګوندی ، قومی او …. جنګونه به هم لکه د روسانو له وتلو وروسته خپل اوج ته ورسیږی ، په داسی حال کی چه بین لمللیی قوی د خپل درنښت او باور په لاس ورکولو ، به بین المللی قوه منځګړتوب هم نه شی کولی .

یوولسم ــــ امریکا او ناتو به د خپلو غلطو کړنو او بی شمیره دروغو ویلو له امله د ټولی نړی د بی باوریو سره مخ شی ، دیر امکان شته چه له افغانستانه وتلو سره سمدلاسه به لکه د اتحاد جماهیر شوروی او د وارسا د کمونستی پکت په شان ټوټه ټوټه او تس و نس شی . مخکی له دی چه دوی مونږ تجزیه کوی دوی به له مونږ مخکی تجزیه شی ( د دوی جنګ د الله ج سره وو) د دوی د وتلو د پاره دهمدی ۲۰۱۴ کال ټاکل ، د د وی د لانوری ماتی او تجزیی عامل شو کوم چه د( بی بی ترور) یا اوباما صاحب ابتکار وو.

یادونه ــــ رحمان بابا وایی ( کوهی مه کنه د بل سړی په لیار کی داسی نه چه د کوهی په سردی لیار شی ) دا چه دجالی استعمار د ټولو امکانانو سره سره د یو ډیر کمزوری او بی دفاع قوم په مقابل جنګ کی د ماتی سره مخ کیږی ، خو سره ددی نه غواړی چه خپله ماته او غلطی نړیوالو ته په ډاګه کړی او غواړی چه د خپلو عسکرو د وتلو د پاره مخکی له مخکی د ۲۰۱۴ کال د نړیوالو د تیرویستلو په خاطر وټاکی چه په دی کار به له یوی خوا د دوی مات شوی مورال لږ راپورته ، او هم به نړی ته داسی وښیی چه دوی مات شوی نه بلکه د افغانستان جګړه یی کټلی او د خپل تقسیم اوقات له مخی ووځی نور د دوی شتون ته په افغانستان کی اړه نه لیدل کیږی القاعده او طالبان له مڼځه تللی ، سرتاسری امنیت برقرار دی ، با ثباته ، قوی او عادله اداره رامنځته شوی چه حق به حقدار ته رسیږی ، هر څه د د یموکراسی نظام له مخی عیار شوی او زمونږ د نورو اهدافو د پاره هم شی لالسته راوړنی لرو . مګر د الله ج کړو ته ګوره چه د بی بی ترور په شان هم کټی ماته او هم غوا حلاله شوه .( وایی د حریص کاسه چپه لاس یی تش خوله یی سپیره ) ، نه یی نړیوال حکومت جوړکړی شو ، چین او روسیه پرونی رقیبان یی لا نورپیاوړی شول او حتی هند ایران او پاکستان هم ورسره سیالی کوی چه لا نور به څه کیږی والله اعلم

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x