د ځنګل پاچا او رعيت يې «لنډه کيسه»

 

دپنداوخوند د کیسو په روانه لړۍ کي نن د یوه ځنګل کیسه در سره شریکوم:

ژباړن: حمدالله حلميار

په ځنګله کې سخته وچکالي راغله، ونو پاڼې توی کړې د خوراک لپاره خواړه او د څښاک اوبه ختمې شوې؛ د ځنګله ټول حیوانات را ټول شول تر څو له یو بله سره سلا مشوره وکړي او ددې ناورین مخه ونیسي.

ټول حیوانات د ځنګله د باچا (زمري) چاپیره ناست وو، ټول خاموش وو او د مشر وینا ته منتظر وو. ګیدړې لکۍ وښوروله او په ادب یې وویل: که د باچا سلامت اجازه وي غواړم یوه خبره در سره شریکه کړم! باچا د تائید سر ورته وښوراو ګیدړې وویل: باچا سلامت! موږ ټولو ولیدل چي دا کال پر ځنګل د وچکالۍ افت راغلی، ونې او اوبه وچې شوې او د ځنګله د ټولو اوسیدونکو ژوند له خطر سره مخ دی، نو زه عرض کول غواړم چي دا ټول اسماني افتونه زموږ د ناوړه اعمالو له کبله دي، راځئ چي ټول په دې مجلس کې پر خپلو ګناهونو اعتراف وکړو او د راتلونکي لپاره توبه وباسو! ګوندي الله جل جلاله مو وبخښي او دا عذاب رانه واخلي او بارانونه وکړی.

باچا موسکی شو د ګیدړې نظر یې ډیر خوښ شو، ویې ویل: ډیر په زړه پورې او معقول نظر دی، تر ټولو لومړی زه ستا د نظر په تائید پر خپله ګناه اعتراف او توبه کوم… کیسه داسې وه چي یوه ورځ په په ځنګله کې روان وم ومې لیدل چې یوه هوسۍ خپلو وړو بچیانو ته شېدې ورکوي، دا وخت زه په ګیډه موړ وم او چندان اشتها مې نلرله خو پر دغې هوسۍ مې حمله وکړه او د بچیانو په مخ کې مې ووژله او د هغوی له کوکارو مې خوند واخیست…

خنځیر چي د باچا سره نژدې ناست وو ژر له ځایه پورته شو او په چاپلوسۍ یې وویل: د ځنګل شهنشاه! بسمله دې وي، دا خو ګناه نه ګڼله کیږې، دا خو ډیره وړه خبره ده او ستاسو حق دی. د ځنګله نورو حیوانانو یو بل ته وکتل او وروسته یې همدا جمله بدرګه کړه: د ځنګل شهنشاه! دا ګناه نه ده دا خو ډیره وړه خبره ده!…

د پړانګ نوبت راغی، او ویې ویل: زه ګنهکار یم!!! ما یوه ورځ ډیره ستره ګناه وکړه چې تر اوسه پورې مې ضمیر ملامتوی، هغه داسي چي په یوه ورځ مې په ټوکو ټوکو تر لسو زیات حیوانات وداړل او په نه ګناه مې په خپلو تېرو داړو او پنجو ټوټه ټوټه کړل… پړانګ لا خبره نه وه پوره کړې چي تر پړانګ ښکته حیواناتو په یوه غږ ورغبرګه کړه!

ښاغلې پړانګه! دا خو عادي خبره ده، دې ته ګناه نه ویل کیږې… فیل اسویلی وکیښ او ویې ویل: زما ګناه ښایی هیڅ د بخښلو نه وي، یوه ورځ مې پر څو حیوانانو چې د ونې لاندې په خواږه خوب ویده وو، یوه ستره ونه ور چپه کړه چي ټول ویده حیوانان ووژل شول…

فیل به توبې ته خوله جوړوله چې ټولو حیوانانو ور غږ کړل: ښاغلې فیله! خدای مکړه چې دا وړه خبره دې په ګناه کې وشمېرل شي…

سوی چې یوه ګوټ ته ناست وو په دې فکر کاوو چي کومه ستره ګناه ور یاده کړي او دلته ورباندې اعتراف وکړي… ذهن ته یې څه ورغلل اوس ویې ویل:اممم را یاد شول یوه ورځ پر لاره روان وم چې پر کوم میږي وختم او کله چي ورته ځیر شوم نو میږی ختم شوی وو…!

ټولو حیوانانو په یوه غږ ورته وویل: څـــــــــه څـــــــه؟؟؟ میږی دي وژلی؟؟ یو مظلوم او بې ګناه میږی!!! تا خو رښتیا هم چي لوی جرم ترسره کړی، یو عاجز میږی دي وژلې!! ستا ددې جنایت له کبله نن الله جل جلاله پر موږ ټولو دا عذاب را نازل کړی…

ستا د جنایتونو له لاسه نژدې ده چي موږ ټول هلاک شو… ټولو دا پرېکړه وکړه چي سوی باید قصاص کړل شي تر څو ددې عدالت په پلي کېدلو سره ددې ستر ناورین مخ واوړي… دوی ټولو “سوی” بیچاره ګوله ګوله کړ…

له دې عدالت وروسته ټول حیوانات خپلو کورونو ته ستانه شول، او سبا یې د اورښت انتظار کاوو… سبا اسمان تورو ورېځو ونیوی، توند شمال را والوت، حیواناتو ټولو د امیدونو سترګې اسمان ته نیولې وې… خو ورو ورو د باد توندو څپو او د وچو ونو د ښاخونو ویرونکي غږ د دوی اټکل سرچپه ثابت کړ… راوي وړاندي وایي چي دغه د قهر باد تر دوو ورنو پورې وچلیدی او دغه ستر ځنګل یې په سپیره بیدیا بدل کړ…ټول حیوانات ووژل شول، ځکه دوی د ستر ګناهکاران بخښلي وو او د مظلوم “سوی” وړه تیروتنه یې لکه غر ستره کړه او په ظلم سره یې وواژه.

د کیسې پند: درنو لوستونکو! تاسو به د پورته کیسې د لوستلو پر مهال حتما دې نتیجې ته رسیدلي یاست چي زموږ په بشري نړۍ کې هم کټ مټ دغه راز پرېکړې او ناروا قضاوتونه تر سره کیږي. دلته هم د غټانو خلګو غټ ګناهونه د زور او زرو تر پلو لاندې پټ پاته کیږي. او کمزوری قشر بیا د وړو تېروتنو ستره بیه ادا کوي… دلته زورور مجرم ته د جرمونو مبارکباد ویل کیږي او وحشتونه یې تقدیریږي او سرچپه د کمزورو ټولې ښېګڼې د هغو د وړو تېروتنو قرباني کیږي. دلته تل کمزوري د زورور بلا ته دریدلي! دلته د کمزوري اشتباه جنایت ګڼل کیږي او د زورور جنایت د زورور میړانه…! ځکه مو بشري ټولنه په راز راز مصیبتونو او الهی آفتونو پوښلې ځکه مو ښه ورځ نه ده نصیب…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د