ادبي لیکني

پلاره! ستا سترګی به نړۍ ته لوړوم

دښار نه په لری واټن کی موپه یوه کلی کی ژوند کاوه دپلار او نیکه په راپاته پټي کی می دکارکولو په واسطه دماښام ګوله برابرول دکافي رزق اودخدای(ج)دنورو پېرزوینو سربېره موپه کلی کی مکتب هم درلود لکه څنګه چه زه دپلار یو زوی وم داسی زما هم یو زوی وو حمید

حمیداوس دژوند لسم کال مصرفاوه اوپه مکتب کی په دريم صنف کی وو

هره ورځ به دسهار ترلمانځه ورسته ملا صاحب دقرآنکریم درس ورکاوه تر هغه ورسته به یی دکورد نورو غړو سره یو ځای دیوې ټوټې ډوډۍ سره چای خوړلې بیا به یی بسته شاته ګړه او دخدای ج پامانی ورسته به دهغو ملګرو سره چه ورته انتظار وه مکتب ته روان سوپه مرور دزمان حمید تر شپږم ټولګی پری مکتب ووایه چه خدای(ج)دالوریینه بیرته ترې واخسته او کلی کی دجنګ لمبو اڅپو موږ ښارته راوړو موږ تش لاسونه د کلی نه راووتو اوس موهغه دروزۍ دلاس ته را وړلواسباب هم نه لرل حمید به می دلاس دکراچۍ سره بازار ته ولیږه اومابه مزدوری کول دکلی نه به مو هره ورځ دشهیدانو خبرونه پر تلویزون لیدل او کلی ته دتګ میل به مو ورځ په ورځ ضعیفه کیده زما ډیر تشویش دحمید سبق ته وو حمید به هره ورځ ویل چه نوربه کلی ته ولاړ سو اوزه به خپل مکتب شروع کړم خوما به ورته ویل چه صبر وکړه چه دا جنګونه لږ ساړه سی بیابه حتماځو

یوه ورځ دتلوېزون پرصفحه داسی یوه سحنه راغله چه یوه خارجی ډاکترپه ډیره لویه سویه دسرطان عملیات کړی وی نودی ډاکتر ته په یوه لوی محضر کی غټه جایزه ورګړه سی او دی د ټولو مینه والو دچکچکو په بدرګه راسی اوپلاریی پرسرلاس تیر کړی اوهغه پښتون خبریال یی ژباړي چه دی وایی

نن زه ډیر خوشحاله یم اوزه پخپل زوی فخر کوم چه دی اوس دانسانیت خدمت کوی اونن یی ټولی دنیاته زما سترګی لوړی ګړې حمید چه دا سحنه ولیدل نو دیوې نرۍ مسکا په بدرکه یی وویل

پلاره چه کلی ته ولاړسو نو زه به مکتب ووایم او یوه ورځ به زه هم داسی ډاکتر یم اود انسانانو ژوند به ژغورم اوستا سترګی به دنیاته لوړوم

ما دیوه خاموش اسوېلي ورسته ورته وویل چه هوبچیه خدای)ج(دی داسی ورځ راولی څوکلونه ورسته چه حمید اوس دځوانۍ موسم ته ورسېدۍ او په ښارکی یی بعضی ملګری هم پیداکړی وه یوه ورځ یی ماته ویل چه پلاره زما ملګری وای چه نن ته زموږ سره ولاړ سه میلې ته او ماښام ته بیرته راځو دحمید په ژوند کی دالومړی ورځ وه زماڅخه یې داسی یوه غوښتنه کول خو زما که څه هم زړه نه غوښته نوورته ومی ویل چه ولاړسه خوبیا ماځیګرلږ وختی راسه حمیدولاړئ اوزه هم په خپل کارپسی ولاړم ماښام کورته راغلم دډوډی وخت سو حمید رانغئ ورسته ترډوډئ مو هم ډېر انتظارورته وکړ خوهیڅ درک ېې معلوم نسوموږ همداسی ناهیلی پربستر څوک ناست او څوک پرېوتو خودحمید جدایی خوب ته پرینښودو څوک نیم ویده او چا شپه تر سهاره روڼه کړه سهار ولاړم ټول هغه ځا یونه می ولټول چه ما دی دخپلو ملګرو سره لیدلئ ووخو پېدامی نکړ ماښام سو داشپه هم دتېري شپې خوروه همهغسي تیره سوه داسی څو شپی ولاړې راغلې چه حمید پکي نه وو اوس نو دحمید په نه شتون زړه ته ډول ډول وسوسې رالوېدې ډول ډول تصورات موکول لس ورځی پدې منځ کي تیری سوي چه یوه ورځ یو چا راته وویل چه حمید خوماپه ولایت بازار کی ولید چه نور ډېر ملګری هم ورسره وه ما ستړی مسې ورته وکړه خو هغه جواب رانکړ او همداسی تیر سواوهلته یوهوټل ته ننوت ما دهغه هوټل ادرس ځني واخست او ورپسي روان سوم دادئ دولایت بارار ته راورسېدم اوسیده هغه هوټل ته راغلم چه هرڅه می شاوخوا وکتل خوترسترګومی نسو اخر دغرمې دډوډۍ وخت ته انتظار سوم چه کتل می حمید اوڅو نورملګری ورسره دی هوټل ته را دننه سوه په دوئ کی يو چه ببرسر اودلویو بریتو خاوند ووتر کښیناستو دمخه یی وار دواره هوټلي ته دډوډۍ رنګارنګ فرمایشات ورکړه او کښېناستل

زماپښې ورتلې خو زړه می راته ویل چه مه یی کوه چه دا ډوډي وخوری بیابه ګورو

زه هم هلته یو کنارته کښېناستم او هوټلی ته می اشاره وکړه هغه راغی اودمعمولي ډوډۍ فرمایش می ورکړد ډوډی تر خوراک ورسته یوه ږغ کړه پلانیه هغه سګریت راکړه دلته می لږ وهم زړه ته ولوید چه هسی نه حمید یی هم په روږد کړئ وی هغه نفر سګريټ ورکړه زه په همدی سوچ کی وم چه همدې ځوان دبغل جیب ته لاس کړ او دچرسو بشپړ تلی یی را وکیښ داځل می د زړه تکان ټول بدن ولړزاوه دوی یو بل سره خاندی زه اوس ښه په ځیر ځير حمید ته ګورم اوګورم چه په څیره کښی یی پښېمانتیا احساس کړم خو حمیدهغسی غوړېدلۍ ناست دی خبری چندان نکوی بس ددوی دخنداسره خاندی اوله چوپتیا سره یی چوپ وی پدې وخت کی هغه ځوان چرس میده کړه او دپاسه یی دورغوي نه پر سګرېټ را توې کړه اودسګرېټ سریی لکه چاکلېټ ورپسی وپېچۍ او د اورلګیت ږغ یی وکړ چه دحلقې دیوه کونجه ورته را ګذار سو ځوان داورلګیت خاشه ووهل اودسګریټی له سره یی لوخړي پورته کړې هر دود چه به یی کش کړ درې ځله به یی ورسره ټوخل څو غبرګ دوده یی کش کړه ورسته یی بل ته ورکړ هغه هم څو دوده کش کړه وار حمید ته را ورسیدهغه ته یی لاس اوږد کړ حمید یو ځل شاوخوا راټولو ملګرو ته وګوری بیا ده ته اوبیا دده لاس کی سګرېټي ته وګوری سګريټ په لاس کی ځوان ورته وایی واخله نن یی هم وڅکه امخته به سې ورسره بل پر راږغ کړی وڅکه ځوان یی داپنځه ورځی ژوند دی ښه په خوشحالۍ ېې تېر کړه دچپ طرفه ږغ پر وسو وڅکه بیرېږه مه دچرسو مړۍ ماندی لیدلۍ بل پر راږغ کړی اوهو یاره هندو دیار لپاره دغوایی غوښي خوری ته زموږ لپاره یو دود سګریټی نه وهی ووهه دیارانو لپاره حمید زړه نا زړه لاس سګریټی ته اوږد کړ خوددی دمخه چه خولې ته یی یوسی نوزمازړه دیو پلار دزړه په حیث نور صبر ونه کړای سو او بې اختیاره می ترخولې ورته ووته حمیده!

زما ریږدیدلی ږغ ټول زما وخواته راجلب کړه زه ورغلم اوحمید می دهغه لاس پر خپړی په لاس وواهه داڅه کوی زهر څکې هلته هغه داور سګریټ دیوه په لمن کی ونښت او په تېزه لهجه یی را ږغ کړه هی!

داڅه کوې ته څوک ېې ماحمید ته اشاره وکړه زه دده پلار یم هغه راډیره کړه نوماپلار خونه یې پرما دی ولی دا اور را وغورځاوه ما حمید له لاسه ونیواوراروان می کړ دوه درې ګامه چه مخکي ولاړو دشانه ږغ راباندي وسو

ورېږه کاکا!

چه یوګام بل وانه خلې ماورته ویل چه دازما زوي داڅو ورځي کېږی چه دکوره راوتلئ اوس یی بیا یم کورته ولي ته څه وایی؟ پدې وخت کی هغه بریتورحمید ته راږغ کړه حمیده ته راسه یوه خبره درته کوم بیرته به ولاړسې حمید ورغئ هغه يوڅه ورته وویل حمید سر ورته وښوراوه اوبیرته ترې راروان سو پرلای می حمید ته هرڅه خبری کولی هلک هیڅ نه ویل کورته راغلو پرله پسې څو ورځي تېري سوې حمید هغسی چوپتیا غوره کړې اخرمي فیصله وکړه چه کلي ته ځو ددی لپاره چه دهلک به دخپلو همزولو سره پام په بله سی اومکتب به ووایی دادئ کلي ته په کډه راغلو بس په اوله ورځ می بیله ځنډه هلک مکتب کی داخل کړ هلک مکتب ته ځی اوراځي خو دلته یی هم طبیعت هغسی خټه دی شپې او ورځي دی تېرېږي یوه ورځ زه کورته راغلم دډوډۍ ږغ مي وکړ ډوډئ راوړه سوه وخوړه سوه خو هلک رانغۍ دباندي ورپسي ووتم هغه همزولو ته می یی وویل هلکانو حمید تاسی سره له مکتبه رانغۍ هغو په یوه خوله وویل نه کاکا هغه خو دادوې ورځی غیرحاضر دې

سخت وارخطا سوم اوراروان سوم دهډې وخواته دښارموټر می دربس کړ هله هله همغه هوټل ته راغلم ناست ناست ډېر انتظار می وکړ خو څرک یی نه وو په همدې هوټل کی می شپه ورته تیره کړه سهار سو غرمه سوه خو هلک معلوم نسو زه دنیم زړه سره بیرته دکور په لور روان سوم وطن کی می هم شا وخواډېر ولټول خوهیڅ درک یی معلوم نسو شپې او ورځي وې همداسی بينمکه تیریدې موږته بیله ژړا د ډاډ بل څه چندان نه وه راپاته یوه ورځ یو کلیوال راته وایی آښه خبریی چه په ښار کې دماشومانو غلاوی شروع سوی ما ویل نه ویل هلک وتښتوی او بیا یی دپېسو په بدل کی ایله کوي ترڅوخبرو ورسته ماخبره معمولی ونیول او همداسی ترې روان سوم دا بله ورځ ګورم چه داخبره دمسجد مخ ته ډېره ګرمه وه یوه ویل چه یوه سړی دزوی په بدل کی دورکړی لپاره پیسی نلرلی نو داخطار لپاره یی دزوی دلاس ګوتی چه ورنه پری کړی یی وی ورته را ولیږلی بل ویل چه پرون یی په ښار کی دپلانی خان زوی تښتولۍ وونن يې مړ ورته را واستاوه داخان معمولي غوندی جایداد خاوند وو په ښار کی زموږ ددریم کور همسایه وو دیر ښه سړی وو زه هم ورغلم پوښتنی ته ومی کته چه هلک داوو کالو عمر لرونکۍ دی اوپه تنکی بدن یی په مرمیو سوری سوری کړی دی ددې وحشت په کتلو می سر وڅرخیده پلارته یی ورنیږدې سوم ماویل تا خو پیسی لرلی ولی دی نه ورکولې هغه ویل چه دروپو تعداد دومره وو چه زه مجبور وم چه جایداد به هم ورته خرڅوم نو ما ددې لپاره یوځل انکا ورته وکړ چه لږ به راټیټ سی خو هغو ظالمانو هم هیڅ ځنډ ونکړ او دستی یی زنګ راته وواهه چه دپلانی ځایه مو خپل دمړی جسد یوسئ زما زړه ته نه لوېده ما وبل نه نه زه حاضریم هر څه چه تاسی غواړي درکوم یی هغه په یوه وحشتناکه لهجه راته وویل اوس وخت تېردی اوتلفون یی قطع کړ
زه راغلم هغه ځای ته چه ومی کتل بچی می شهید پروت وو دځان په وینو داسی سور وو لکه ګلاب

مایی دپلارپه ریږدیدلی اواز دقیصې داورېدلو توان نه درلودۍ لږ نږدی ورغلم اوهلک می له نږې وکاته یو تریخ تصور ته یی بوتلم لکه حمید چه می مخی ته پروت وی ژرمی دهلک له زخمی وجوده سترګی وکښې او یو سوړاسوېلی می له خولې و ووت فکر می وکړ چه دا څومره وحشی انسانان دی چه دابه چرته لویان سوی وی ورځی تیرېدې او داپېښي همداسی جاری وی اخر دولت جدی عملیات پیل کړل یوه ورځ ورسته چا راته وویل چه په ښار اعلان وسو چه هغه دماشومانو غله دری نفره دلږمقاوت ورسته ووژل سوه اوجسدونه یی زموږ پلاس راغله اوس په ایمرجنجسي کی پراته دی ما دډېري خوشحالیه وویل الحمدلله

اوراروان سوم چه دا وحشیان ووینم چه داڅنګه انسانان دی روغتون ته چه راورسیدم دخلګو زیاته ګڼه ګوڼه وه زه ورروان یم

د تماشه چیانو نه چه کوم څوک ما پېژنی چه سترګی یی راباندی برابری شی لکه وارخطا چه سی بیرته سترګی واړوی زه په خلګو کی داسی څنګ وهم او لار پکی باسم ترخلګو چه راووتم اول ځل می پر یوه توربخن ژړ ځوان سترګی ولګیدی چه لوی لوی برېتونه یی لرل ماته داسی معلوم سو لکه لیدلی چه می وی خودهغو نورو دوو مخونه پټ وه ما ویل داخو داسی معلومیږی لکه ماچه لیدلی وی او زما په فکر دهمدی ځاي دی ښه خیر دهر ځای چه دی داښه سوه چه ددې وحشیانونه دا دنیا پاکه سوه دافسوس ځای دادی چه زموږ خلګ بچیان صرف دروزۍ دلاسته راوړلو وسیله ګڼي او او نورهیڅ انسانی تدریس نه ورته کوی آخر يی دداسی ورځی سره مخ کړی چه هم خدای(ج) ته شرمنده وی هم انسانانو ته زه جذباتو لاس کی واخستم اخریوه چاراته پر اوږه لاس کیښود ماچه مخ ور واړاوه نوهغه دوژل سوی ماشوم پلا وو اوسترګی یی تکي سرې اود اوښکو ډکی وی ماورته ویل راسه وګوره دادي ستا دبچی قاتلان ژاړه مه زړه په يخ کړه

هغه راته ویل حوصله وکړه حوصله وکړه پدې وخت کی دیوه کونج نه ږغ راباندی وسو

کاکا! هغه پای ته پروت نفر دهمدې ځای دی داچه تا ویل دا بل نفر څوک دلته نه پېژنی ما ګام ور اوږد کړ او له مخه می یی په وینو سور څادر لیری کړ

عجب څه می ولیدل پر صورت می لکه یخي اوبه چه توی سی یو اوږد ساه می واخست هوهغه زما نازولۍ زوی حمید وو دا زما لپاره په ټول ژوند کی یوه عجبه او ترخه سحنه وه فضا می تر سترګو بل ډول سوه

ما په پرې پرې اواز وویل

دا دا چا؟

همغه ځوان راډیره کړه کا کا داهم ددې غلو سره وو خو پولیسو ویل چه دده سره سلا نه وه

ما تر وسه وژړل

یوخوا می دده سوري سوري اوپه وینو سور وجودسترګی له ځانه لیری نه پریښودې بل خوا می دده کارنامو سترګی لوړوکتوته پرې نه ښودی او ترډیره می په ده ښخي کړی وې

ناڅاپه می په غوږ کی دده هاغه خبره زمزمه سوه

پلارجانه!!!

یو وخت به زه هم مکتب پاس کړم بیابه ډاکتر سم او دخلګو ژوند به ژغورم
پلاره! ستا سترګی به نړۍ ته لوړوم

رفیع الله فریاد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x