ټولنیزه برخه

د قرآني أخـــــلاقو فهرست

 قاري حکيم اللّه صابري

د اخلاقو څخه مقصود د بندګانو په منځ کښي د حقوقو او فرائضو هغه تعلقات دي چه دوی يې په خپلو منځو کښي په يو بل باندي لري او د هغو د ادا او پر ځاي کول د هر انسان د پاره يوازي مناسب نه بلکي ډېر ضروري کار دی ، هر کله چه انسان دې دنيا ته راځي ، نو هغه ارو مرو د دې دنيا د هر يو شي سره لږ و ډېر تعلق پيدا کيږي او د همدې تعلق د فرض او وظيفې يعني په ډېر ښه شان سره د دغه تعلق د حق ادا کولوته په اصطلاح اخلاق وايي.

يا په بل عبارت په ډير ښه شان سره د دغې فريضې ادا او پر ځای کول اخلاق دي ، دغه بنده د خپل پلار او مور او اهل او عيال او خپلو او خپلوانو دوستانو ، اشنايانو او نور د ټولو سره تعلقات لري ;بلکي د هر هغه انسان سره تعلق لري چه هغه دده سره په يوه کوڅه ، يو کلي ،يو وطن ، يو قوميت او جنسيت او يا په نورو شيانو کښي ورسره علاقه لري، د دنیا ټولي خوښۍ او خوشحالۍ ، امن او امان او هوسایی د همدې اخلاقو مېوه او محصول دی .

د قرآني اخلاقو فهرست:

رشتیا ویل، د دروغو غندنه، دبې عمله علم ندمت، عمومي عفو او بښنه ، توکل ، صبر ، شکر ، په حـــق ټنګتیا ، د خدای په لار کښي سر ورکول ، د سخاوت او خیرات حکم ، د بخل بد والی د بد خرڅۍ او بې ځایه مصرف ممانعت ، د میانه روۍ تاکید ، د عزیزانو ، خپلوانو ، یتیمانو ، مسکینانو او گاونډیانو سره نېکي ، مسافرو سوالګرو او غریبانو سره مرسته ، د مریانو او قیدیانو سره احسـان د فخر او غرور غندنه ، امانت داري ، د وعدې پرځای کول ، د عهد او قول تر سره کول ؛ د معاهدو احاظ ساتل ، صدقه او خیرات ، نېکي او ښې خبري کول ، په خلکو کښي د یو بل سره مینه پیدا کول ، چاته بد رد نه ویل چاته تکلیف نه رَسَوَلْ ، په بد نوم د چا نه یادول ، د والیدینو خدمت ، په ملاقاتونو او لیدنو کتنو کښي په خپلو کښي یو بل ته د خیر او سلامتۍ دعاګاني کول ، حق ویل ، انصاف خوښول ، په حقه شاهدي ورکول حق او شاهدي نه پټول. د دروغو د شاهدۍ په زړه د ګنهکارۍ اثر پیدا کوی ؛ په نرمۍ سره خبـري کول په مځکه نیغ نیغ نه ګرځېدل ، سـوله غوښـتل ، اتفاق او اتحاد ، ایماني ورور ولي ، حـلال خوړل په خپل زیار گټه کول ، تجارت کول ، د ګداګرۍ څخه ممانعت کول ، خلکو نه د ښو خبرو تعلیم ورکول ، د بدو خبرو څخه منع کول ، د اولاد د وژلو ، پــخپله دخــپل ځــان د وژلــــو او د بل چا په ناحقه د وژلو څخه ممانعت ، د یتیم کفالت او د هغه د مال او جایداد په پاک نیت حفاظت کول او ساتل ، په کچ او تول کښي بې ایماني نه کول ، په ملک کښي د فساد نه خپرول ، دبې شرمۍ د خبرو څخه د خلګو منع کول، د زنا حرمت ، سترګي کښته ساتل ، د چا کورته بې اجازې نه ورننوتل. د ستر اوحجاب دخیـانت غندنه ، د سترګو او زړه څخه پوښتنه ، د ښو کارونو کول ، د عبثو کارونو او خبرو څخه ډډه کول ، د امانت او عهد رعایت ، ایثار ، تحمل ،د نورو معاف کول ، له دښمنانو څخه تېرېده ، د بد په مقابل کښي ښه کول ، د قهر او غضب ندمت ، مناظره کوونکو او مخـالفینو سره په خبرو او بحث کښي د آدابو لحاظ ساتل. په فیصله کښي عدل او انصاف ، د دښمنانو سره عدل او انصاف ، د صدقې او خیرات نه ورسته په خلکو د احسان بارولو بدي ، د فسق او فجور څخه کرکه ، د زړه تقویٰ او پاکي ، پاک لمني ، د احسان دياد ولو او بارولو ندمت ، په تګ او ګرځېدو کښي د خپل وقار او متانت ساتل ، په مجلسونو کښي د ښو اخلاقو مراعـات. د ضعیفانو ، کمزورو ، او ښځو سره نېکي ، د خاوند اطاعت ، د ماینې د حق پر ځای کول ، د ناحقو قسمونو ندمت ، د چـغلۍ ،پېغور او د تـور پوری کولو ممانعت ، د ځان او کالیو پاکي او طهارت ، د شرمگا پټ ساتل ، سوالگر نه ترټل ، یتیمان نه ځورول ، غیبت نه کـول، بد گماني نه کول ، په ټولو رحم کـول ، د ریا او نمایش څخه ډډه کول ، پـــــــور ورکول ، پــــور بخښل ، د سود او رشوت ممانعت ، ثابت قدم اوسېدل ، د استقلال او شجاعت ستاینه او د جنګ څخه د تېښتي او نامردۍ ندمت ، د شراب او قمار څخه ممانعت ، د وږو مړول.

د ظاهري او باطني هر ډول بې شرمۍ د خبرو څخه پرهیز کول ، بې غرضه نېکي کول ،د مال او دولت سره مینه نه کول ، د ظلم څخه منع کول ، د خلګو سره بد مخي نه کول ، د گناه څخه ډډه کول ، یو بل ته په حق د قایم اوسېدلو توصیه ، په معاملو کښي صداقت او دیانت کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x