نړۍ

اوباما: پر اسلام برید پر ټولو ادیانو برید دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وویل چې پر اسلام برید پر ټولو ادیانو برید دی او په امریکا کې د سیاسي ګټو لپاره پر اسلام نیوکي د زغملو وړ نه دي.

بارک اوباما د خپل مشرتوب په ۷ کلنه دوره کې په لومړي ځل د میري لینډ ایالت په بالټي مور ښار کې مسجد ولاړ او هلته یې د مسلمانانو کمیټې ته وینا وکړه، اوباما د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې په امریکا کې دسیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره د مسلمانانو پر خلاف د پروپاګند لپاره هیڅ ځای نشته.

دیادوني وړده چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ امریکا ته د مسلمانانو پر داخلېدو د بندیز غوښتنه کړي وه چې وروسته یې په نړۍ کې د ګڼو کسانو سختي غوسې راوپارولي.

بارک اوباما پخپلو خبرو کې وویل چې د یوولسم سپټمبر تر حملو وروسته د اسلام غلط انځور وړاندي کړل شوی، د څو کسانو له امله ټول مسلمانان پړ نه شي بلل کیدای او د مسلمانانو سره یوځای دده په وینا د تروریزم ضد جګړه پر مخ بیایو.

اوباما ومنل چې په کالیفورنیا کې تر برید وروسته پر مساجدو او مسلمانانو بریدونه ډیر شوي او مسلمانان ځانونه خوندي نه ګڼي، هغه په اوهایو ایالت کې د ۱۳ کلني ماشومي لیک ته هم اشاره وکړه چې پکې ویل شوي نوموړې خپل ځان خوندي نه ګڼي.

بارک اوباما وویل چې هغه ماته زما د لور په څېر ده او دهغې وېري زه اندیښمن کړی یم.

اوباما د مسلمانانو د کمیټې څخه مننه وکړه او ویې ویل چې مسلمانان د امریکا د کورنۍ یوه برخه دي، نوموړي زیاته کړه چې د امریکا په پرمختګ کې مسلمانانو مهم رول لوبولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x