شعـــــرونه

عشق (مينه )(محبت)

عشق سپېڅيلې عقيده ده عشق سپېڅلى پاک ايمان دئ
عشق جهان دئ عشق غيرت دئ عشق دعوت دپاک قرآن دئ

عشق دپاک خداى بندګي ده عشق له دينه سره مينه
زه له عشقه منکرنه يم عشق مي روح دئ عشق مي ځان دئ

عشق رسول دئ ، شريعت دئ ، شهادت دئ ، امنيت دئ
عشق سپېڅلې مدينه ده عشق سپېڅلى پاک جانان دئ

عشق فرضي عبادتونه ، عشق نفلي عبادتونه
عشق حلاله نفقه ده عشق روزګار، عشق ښه انسان دئ

زه دعشق بل تعبير نکړم عاشقان مؤمنان بولم
عشق تقوىْ ده ،عشق پرهېرزدئ ،عشق لمونځونه عشق آذان دئ

پرې نامه دعاشق مه ږ دئ چي دنفس پيروان وي
له عاشق نه شيطان بد وړي عاشق پاک دئ مسلمان دئ

نشته -نشته بې له عشقه هيڅ آرام دزړه په کورکي
عشق دپاک رب کلمه ده عشق دزړنو اطمينان دئ

زه په خداى باندي عاشق يم چي اسلام باندي عاشق يم
راته کيږي پاک الهام دغه انعام دپاک سبحان دئ

2013/04/015

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x