
هلمند: په ګرشک کې جګړو ۱۹ پولیسو او ۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): طالبانو دهلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې له امله یې ۱۱ تنه پولیس او اربکیان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
د ګرشک ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې طالبانو پر څلورو امنیتي پوستو بریدونه کړي، بریدونه چې تېره شپه ناوخته پيل شوي څو ساعته یې دوام کړی او په ترڅ کې یې د پولیسو او اربکیانو په ګډون طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي.
په جګړه کې د اربکیانو د قومندان «سفر» د دوو زامنو په ګډون ۱۱ اربکیان او پولیس وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي، همدارنګه په جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
ګرشک د هلمند ولایت یوه له نا امنه ولسوالیو څخه ده چې د جګړو راپورونه ډیر ځیني ترلاسه کیږي، ځایې خلک وایې چې د ګرشک شاوخوا ټولي سیمي طالبانو نیولي او اوس یوازي مرکز د حکومتي ځواکونو په لاس کې دی.
الحمد لله د اول ځل لپاره می دافغانستان اسلامی امارت سرتیری د ملی خیانت ( ملی امنیت ) په موټر کی ولید.