نظــر

د کفارو پلانونه – امریکاي اسلام ۳- برخه

د Rand Corporation تحقیقاتي اداره د امریکایې اسلام د خپرولو په کار کې یوه ډله نور خلک هم تشخیصوي چې اصلا” د دوئ ملګري نه دی، خو له هغوئ څخه استفاده ممکنه ده.

دغه ډله خلک هغه رواجي ملایان دي چې د شرعي علم پانګه ئې لږده،

د اسلام له روح او عمومي رسالت سره آشنائي نه لري. بلکه په Professional (حرفوي) ډول په ټولنه کې د دیني چارو په سمبالولو کې اخته دي.

او د هر حرکت او نوښت مخالفت کوي چې غواړي اسلام له رواجي شکل ته ستون کړی چې یو وخت ئې په ټوله نړۍ کې هم دین او هم دنیا سمبالوله.

دغه ډول رواجی ملایان فکر کوی چې پدغه ډول یو بدلون دوئ خپل هغه ټول مادي او معنوی مصالح او لاسه ورکوی چې په Professional (حرفوی) مالۍ کې لری.

نو له همدې امله نه غواړی تحریکی اوسیاسی علماء دې په ټولنه کې د دوئ ځای ونیسی.

Cheryal Benard دخپل دغه کتاب Civil democratic Isam په دوه اویامه صفحه کې هغه لارې چارې په ګوته کوی چې څنګه رواجی ملایان د جهادی فکر د تحریکی علماو او ځوانانو په خلاف استعمال کړی شی، هغه لیکی:

۱. ( د رواجي ملایانو هغه نیکې او انتقادونه چې د جهادي تحریکی فکر د لرونکو په کړو وړر ئی لری باید په ښه زور او شور سره نشر شی ، او د دې دواړو ډلو ترمنځ دې د اختلاف او نور هم تازه کړای شي.

۲. د بنسټګرو او رواجی ملایانو د یوځای کیدو په لاره کې باید ځندونه ایجاد کړای شی.

۳. د رواجی ملایانو او غرب پلو ډیموکراټو علماو ترمنځ دې د نږدې کولو کوښښونه تشویق کړای شی.

۴. رواجی ملایانو ته باید له بنسټګرو سره د مناقشو او مناظرو ښونه وکړای شی، تر څو وکولای شی د استدلال په ډګر کې د بنسټګرو مقابله وکړای شی. او دا ځکه چې په عمومی ډول بنسټګر د بلاغ او استدلال په دګر کې تر رواجی ملایانو دیر قوي دي.

۵. په ځینې هیوادونو کې باید رواجې ملایانو ته (دیموکراټ اسلام) تعلیم او تربیت ورکړای شی، تر څو په قوت سره دبنسټګرو په مخکې ودریدلی شي.

۶. د رواجی ملایانو په مدرسو او مراکزو کې دې (ماډرن) علماء ځای پر ځای کړای شی.

۷. د هغو حنفی رواجی ملایانو ملا تړ دې وشی، او نظریات دې ئی خپاره شی، چې د ماډرن علماو له نظریاتو سره توافق لری، تر څو د سخت دریزه وهابی نظریاتو مخنیوی ورباندې وشی، چې دغه کار پیسو او علم ته ضرورت لری، ځکه چې س سخت دریزه وهابی نظریاتو د خپرولو لپاره هغوئ هم ډیر مال مصرفوی، او هم ئې په علمی لحاظ ډیر پرمختګ کړی دی).

Civi democratic Islam Partners Resource and strategies. Book

د پورتنیو یادو شویو توصیو د عملی کولو پخاطر ولید شول چې امریکا تر خپل یرغل وروسته په افغانستان او پاکستان کې له رواجی ملایانو او د هغوئ له مدارسو په لاندی ډول استفاده وګره:

په افغانستا کې د امریکا حکومت په مرکز او ولایاتو کې د علماو شوری ګانې جوړې کړې، هغوئ ته ئې معاشونه مقړ کړی، او د مجاهدینو د بد معرفی کولو لپاره ئې مستامنین، او مجاهدنیو ته ئې باغیان وویل. هر کال ئې د دغو اجیرو ملایانو په زیات شمیر په دولتی پیسو حج ته هم ولیږل.

همدا ډول په پاکستان کې امریکا پلوی حکومت د پاکستان د رواجی او جمهوری ملایانو ټول تنظیمونه، مدارس، او دارالافتاء، ګانې د(لا.ل مسجد) له حرکت، د نفاز شریعت محمدی له حرکت، او د طالبانو له حرکت څخه نه یوازې دا چې لیرې وساتلی، لکه په ښکاره ئې له هغوئ سره د همکارۍ د نه کولو فتواګانې صادرې کړی چې دې کا په پاکستانې ټولنه کې د رواجی او جمهوری ملایانو موقف ته ډیر سخت تاوان هم ور واړاوه، او د عامو مسلمانانو اعتماد ئې له هغئ څخه سلب کړ.

د بنسټګرو په خلاف هجومي کړنلاره

د Civil democratic Islam کتاب په پای کې د مسلمانانو په خلاف غرب او د هغه سیکولرو ملګروته یوه هجومی کړنلاره ټاکی، تر څو اسلام او مسلمانانو په خپل کور کې تر حجوم لاندې ونیول شی، او دا توانائې له لاسه ورکړي چې خپل دعوت او جهاد غرب ته ورسوی.
په دغې هجومی کړنلارې کې استعمالیدونکی وسایل بیا هم له اسلامی نړی څخه غوره شوي دي، تر څو د مسلمانانو په خپله وسله بیرته همدوئ له منځه یوړل شی.
دغه کړنلاره به دریو مهمو بنسټونو درول شوی ده چې په لاندې ډول دې:

۱. مسلمانانو له هجومی استعداد او صلاحیت څخه محرومول.
۲. له صوفیانو او تصوف څخه د غرب د اهدافو د ترسره کولو لپاره استفاده کول.
۳. د نوی نسل غربی ډوله روزل.

چیریل بینارډ دغه هجومی تګلاره پدې ډول تشریح کوی او لیکی:

(…… په بنسټګرو اسلام پورې له مربوطو اشخاصو او منصبونو څخه باید د قانونیت او صلاحیت حیثیت سلب کړای شی، او هم ورباندې اخلاقی بریدونه تر سره شی، تر څو هغوئ له خپل ځان څخه په دفاع مصروف وساتل شی، او د غرب اخلاقی فساد ئې له یاده ووځی)).

همدارنګه له تصوف څخه د استفادی په هکله لیکی:

(( صوفی مذهب ته باید دیر اهمیت ورکړل شی هغه هیوادونه چې صوفیانه توجهات لری دهغوی اوسیدونکی باید دې ته وهڅول شی چې پر خپل صوفیانه تاریخ او فرهنګ تینګار او ترکیز وکری، او د اسلام صوفیانه فهم ته دی په تعلیمی نصابونو کې ځای وکړی، تر څو خلک صوفیانه اسلام ته روابولی)).

چیریل د تصوف او صوفیانو په هکله لیکی:

((….. صوفیان په ماډرنستانو کې شمرل کیدی شي. هغوئ د اسلام په اړه یو آزاد فکر او تعبیر لری. په کار ده چې په افغانستان او عراق کې چې خلک ئې صوفیانه عنعنات لری صوفیانه تاثیرات په تعلیمی نصابونو او دخلکو په کلتوری معیارونو کې تشویق او تائید کړای شی… صوفی حرکت د خپلې فلسفې، خپلو صوفیانه اشعارو، اوخپلې موسیقی له لارې دبیلا بیلو دینونو ترمنځ دوصل کیدو قوی پلونه غزوی)).
Civil democratic Islam
له صفیانو او تصوف څخه د استفادې توصیې په افغانستان کې په لاندې ډول عملی شوې:
د امریکایانو له راتګ سره سم د افغانستان او سیمې په لویو او وړو ښارونه کې د خرافی زیارتونو بازار ډیر ګرم شو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې د امریکایې تابعیت لرونکی (مخدوم رهین) ئې په راس کې وو په ښارونو کې د صوفیانه دربارونو او خانقا وو جوړولو ته پوته توجه وکړه. بیلابیلو منحرفو
صوفیانه ډلو په کابل او ولاهیتو کې د عوتی پروګرامونه پیل کړل.
حکومت د بلخ ولایت، او د کابل د آسمائې غره په لمن (کاته سخی) کې په خرافی زیارتونو، او هلته په تر سره کیدنکو مشرکانه مراسمو په لکونو ډالره ولګول.
د سیمې د هیوادونو په مزارونو کې د ملنګی، چرسیتوب، موسیقی او ګډا د محفلونو برابرولو لپاره ډیرې آسانتیاوې رامنځ ته شوې. او دا هر څه د صوفیانه اسلام د مظهر، او روحانیت ته د توجه تر عنوان لاندې تر سره کیږی.
مساجد او مدارس بمباریدږی، مدرسین او طالیبان وژل کیږی، خو په مقابل کې ئی خانقاوې او صوفیانه دربارونه ودانیږی.
همدغه صوفیانه اسلام ته درواج ورکولو په نیت ۲۰۰۷ م کال د یونسکو لخوا د مشهور صوفی شخصیت، کلا الدین رومی په نامه ونومول شول.
او د هغه د صوفیانه شخصیت، فلسفې او افکارو په اړه د اروپا په بیلا بیلو ښارونو او استشراقی مراکزو کې سیمنارونه او غونډې جوړې شوې، تر څو دغه صوفیانه افکار خلکو ته د اسلام په حیث معفی کړای شي.

لیکوال: مولوي عبد الهادي مجاهد.

اختیار او ټایپنګ: ابراهیم ال-افغانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x