افغانستان

د ارګ د تشريفاتو رییس له دندې ګوښه کړل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): کندهار ته د ولسمشر سفر د ارګ د تشريفاتو د رییس د دندې د له لاسه ورکولو علت شو.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر غني د ارګ د تشريفاتو رییس محمد نسيم شريفي وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ، چې په کندهار کې د ولايتي شوار له رییس سره شخړه وکړه.

کندهار کې د ولسمشر لپاره په تیاره شوې غونډه کې د ارګ د تشريفاتو رییس او د کندهار د ولايتي شورا رییس سید جان خاکريزوال تر منځ له ښکنځلو وروسته فزيکي شخړه وشوه او غونډه يې ګډوډه کړه.

د غونډې ګډونوال وايي، چې خاکرېزوال ولسمشر او نوموړي سره راغلي پلاوي ته سپکې سپورې او د ناموس ښکنځلې وکړې او ګواښ يې وکړ، چې دلته يوازې دده « فرماېش چليږي» چې په مقابل کې يې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو رييس محمد نسيم شريفي د خاکرېزوال خبرې ورشنډې کړې او د دواړو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته فزيکي شخړه وشوه او خاکرېزوال يې په وهلو ډبولو ټپي کړ.

ارګ وايي د محمد نسیم شريفي او سید جان خاکريزوال تر منځ شخړې ولسمشر سخت متاثر کړی.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني د تشريفاتو رییس د کندهار د مشرانو د عزت په خاطر له دندې لرې کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغانی

پکه دا دی لا پله سپکه

البلاغ

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ =========== الله عزوجل فرمایی : تاسو ظالمانو ته مه مائل کیږي کنه نو اور به مو وسځوی —— نسیم شریفی د غنی ظالم ملا تړ کوی او پر ده بیا هغه نور خونخواران راغورزی او آخر غنی یی نور هم سپکوی او د خپلی غلامی څخه یی شړی ========= دا دنیا د شرم دی آخرت دوی نه منی = الله تعالی دی زموږ پاک وطن ددی کرغیړنو او ناولو څخه را خلاص کی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x