مسعود اندرابي

انداربي په اسلام اباد کې د پاکستاني اړخ سره پر ډېورنډ خبرې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): ټاکل شوې چې نن د افغانستان د ملي امنیت مشر مسعود انداربي اسلام اباد ته ورسیږي، تر څو د پاکستان د آی ایس آی استخباراتي ادارې د مشر جنرال رضوان اختر سره وویني.

دغه غونډه چې له مخکې نه ټاکل شوی وه، په اړه یې ویل کیږي چې دواړه اړخونو به پر خپل منځي موضوعاتو خبري وکړي، همدا رنګه د ډېورنډ کرښې دواړو اړخونو ته د امنیت او یو د بل د مخالفینو نیولو او د هغوی پر ضد د عملیاتو په اړه به هم یو د بل نظر واوري.

مسعود اندرابي وروسته تر هغه د ملي امنیت مشر وټاکل شو، کله چې د دې ادارې پخوانی ريیس رحمت الله نبیل له خپلې دندې احتجاجا استعفا ورکړه.

رحمت الله نبيل ولسمشر اشرف غني پاکستان ته په ډېر نژدې کېدو او د هغوی تر تاثیر لاندي په راتلو متهم کړ.

سرچینې ویلي چې اشرف غني په اسلام اباد کې د اسیا زړه کانفرانس کې ژمنه کړې وه چې د پاکستان سره به استخباراتي، پوځي او دیپلوماتیکي اړیکي زیاتوي، چې په ترڅ کې د پاکستان د پوځ مشر کابل ته سفر وکړ، د افغانستان د ملي اردو یوه جګ پوړي پلاوي پاکستان ته سفر وکړ او تمه کیږي چې نن مسعود اندرابي د رضوان اختر سره د لیدو لپاره اسلام اباد ته ورسیږي.

د یادوني وړ ده چې دوه ورځې وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان د سولي پروسې پر موضوع یو ځل بیا څلور اړخیزه غونډه جوړیږي، په دغه غونډه کې پاکستان، امریکا، چین او افغانستان حکومت ګډون لري.

تر دې وړاندې هم دوه غونډي په اسلام اباد او کابل کې شوې.

تر اوسه د دې غونډو کومه پایله نه ده څرګنده شوې خو حکومت ته نژدې سرچینې وايي چې پاکستان د افغانستان په سوله کې د رول لوبولو په موخه ځیني شرطونه ايښي چې په هغه کې د ډیورنډ کرښه منل، د کونړ سيند د اوبو په برخه کې پاکستان ته امتياز ورکول، او په کندهار او ننګرهار کې د هندوستان کونسلګرۍ بندول شامل دي.

پاکستان او افغانستان دواړه یو پر بل تور لګوي چې د یو بل مخالفینو سره مرسته کوي تر څو په سیمه کې امنیت ګډوډ کړي، چې په همدې ترڅ کې د پاکستان رسنۍ او دولتي چارواکي د افغانستان پر ملی امنیت تور لګوي چې د هندوستان د استخباراتو (را) تر تاثیر لاندي دی، دواړه په ګډه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.

څو ورځي وړاندي پاکستان په افغانستان کې د نیول شوي لطیف الله محسود ویډیو خپره کړه، نوموړی د تحقیقاتو پر وخت وايي، د هندوستان او افغانستان استخباراتي ادارې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي تر څو په پاکستان کې پر ملکي او پوځي اهدافو بریدونه وکړي.

تېره ورځ د افغانستان یوه جګپوړي پوځي مشر وویل چې که پاکستان که د افغانستان اړخ ته د جنګیالیو ورتګ بند نه کړي، دوی به د هندوستان سره خپل پوځي اړیکي نوري هم پراخي کړي.

تیره میاشت (جنوري) پر شلمه نیټه په چارسده کې د باچاخان پر پوهنتون ډله ایز وسلوال برید وشو، چې له امله یې تر ۲۰ زیات زده کوونکي او په پوهنتون کې کارکوونکې ووژل شول، پاکستان تور ولګوی چې دغه بریدګر د افغانستان له اړخه راغلي وه او له هغه ځایه ورسره اړیکه نیول کېدل.

د پاکستان دغه تور د افغانستان اړخ په کلکه رد کړی خو د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په شمول جګپوړي چارواکي مني چي د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په افغانستان کې دی او دوی یې د نیولو لپاره ګڼ عملیات کړي، خو تر اوسه یې په نيولو نه دي توانېدلي.

د دې ترمخه راپورونو ویل چې د پاکستان او افغانستان د استخباراتي ادارو مشران هم د امریکا په غوښتنه سره یو ځای کښيني او دا غونډه به په داسي ترتیب کې تر سره کیږي چې د امریکا او چین د استخباراتي ادارو مشران به هم د ناظر په حیث موجود وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د