
جلال اباد: دويمه ناحيه کې چاودنې ۱۶ تنه ټپيان کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله ۱۶تنه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي چې چاودنه نن غرمه مهال د دویمي ناحيې اړوند د علي بابا خصوصي شرکت په موټر کې وشوه.
عطاالله خوږياڼي وايي چې د دې شرکت په موټر کې یو لاسي بم موندل شوی و، چې د شنډېدو په هڅه کې وچاودېد او ۱۶ تنه يې ټپیان کړل.
د هغه په خبره په ټپیانو کې درې تنه ماشومان هم شته، چې ټول د درملنې په موخه روغتيايي مرکز ته لېږل شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا مسوولین وايي چې د ځينو ټپيانو ټپونه ډېر سرسري و، چې له درملنې وروسته رخصت کړل شوي دي.
ياده دې وي د ننګرهار په ځينو سیمو کې د داعش ډلګۍ له فعالېدو سره ورته پېښې ډېرې شوې دي.