
میوند کې د ترافیکي پېښي له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې نن سهار د یوې ترافیکي پېښي له امله دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځي، یو ماشوم او څلور نارینه ټپيان شوي دي.
پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې دمیوند ولسوالۍ د میراخور سیمي د توري پوستې سره هغه وخت رامنځته شوي کله چې یوه سراچه موټر د تېز رفتاری له امله چپه شوه او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړل.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني رسنیو ته وویل چې په پېښه کې دوې ښځي او څلور نارینه ټپيان شوي او دوه نارینه وژل شوي دي.
نوموړي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله وبلل.