rozgan.balst

روزګان: د دهراود ولسوالۍ یوازې پنځه سلنه خاوره د دولت په لاس کې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په روزګان کې د دهرادو ولسوالۍ اوسېدونکي او د دې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې حکومت یوازې پر خپلو ودانيو واک لري.

د دهراود ولسوالۍ قومي مخور وايي چې په دې ولسوالۍ کې دولت د خپلو ودانیو په محدوده کې پاتې دی او نوره ټوله ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده.

د دهراود ولسوالۍ پخوانی ولسوال د قومي مخورو د څرګندونو پخلی کوي او نوموړی يې د دولت بې وسي علت بولي.

خلیفه سادات وايي چې په دې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه هیڅ ډول همغږي سره نه لري.

د دهراود ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه په جوړه شوې ناسته کې چارواکو ومنله چې ولس د طالبانو په محاکمو کې خپلې پرېکړې کوي.

د دهراود ولسوالۍ نوي امنیه قومندان محمد نبي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د پخوانیو چارواکو بد چلند د دې وړ شو چې ولس دولته زړه توری او د طالب ملاتړی شي.

ياده دې وي د روانې میاشتې سلواغې په ۱۰مه هم ځايي چارواکو په دې ولسوالۍ کې د مېشتو عسکرو له ډلې شاوخوا د ۶۰ تنو د تېښتې خبر ورکړ، چې د طالبانو په قول په څلورو امنیتي پوستو کې مېشت و او د دوی د پرلپسې بريدونو له امله تېښتې ته اړ شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د