ټولنیزه برخه

د غره سړی

حامد افغان

په دې انځور کې تاسو یو د پوخ عمر سړی وینئ، دا یو هندی دی او ډاشرت منجي Dashrath Manjhi نومیږي، دی په هند کې د یوې لرې پرتې سیمي اوسیدونکی دی، یو وخت یې په یو ه پېښه کې ښځه سخته ټپي شوه د ده د کلي او ښار ترمنځ اویا کیلومیټره کږه وږه لار غځیدلې وه په مناسب وخت امبولانس راونه رسید او میرمن یې د بې وسې په حالت کې د ده په مخکي مړه شوه.

دې پېښې منجي ډېر ودرداوه او له حکومت نه یې وغوښتل چې د دوی د کلي او ښار ترمنځ په پراته غره کې سورنګ جوړ کړي، څو په اینده د داسې پېښو مخه ونیول شي ، خو حکومت یې غوښتنه بابیزه واچوله ، اخیر دې هندي بېچاره بزګر له ځانه سره پریکړه وکړه چې دا کار به پخپله کوي څو خپل کلی اوسیمه په راتلونکي کې له داسې پېښو وژغوري، کولنګ بېل او نور ضروري سمان الات یې برابر کړل او په غره کې د سورنګ جوړولو ته یې ملاوتړله، کلیوالو او د سیمي ټولو خلکو به ورته خندل او پوزخند به یې پرې کاوه ، او ویل به یې چې د ښځي له مرګ وروسته لیونی شوی دی ، او عقل یې له سره کډه کړې ده.

ډاشرټ منجي په دې غره کې 22 کاله په پرلپسې توګه کار وکړ یعني ( له 1960 تر 1982) پوري. دوه ویشت کاله یې د غره له تورو پرښو او کمرونو سره ډغرې ووهلې، له سهاره ترماښامه یې یواځې په خپل کولنګ او بېل نه ستړی کیدونکی کار وکړ، نور یې هیڅ وسایل او هیڅ مرستندوی نه لاره یو ټینګ هوډ او په ذهن کې یې د خپلې ګراني میرمني هغه حالت انځور و چې په ډېره بې وسي سره یې د ده په مخ کې سا ورکړه.

منجی د بهار ایالت اعلی وزیر نتیش کمار سره
منجی د بهار ایالت اعلی وزیر نتیش کمار سره

اخر په دي بریالی شو چې په غره کې یې 110متره اوږد سورنګ جوړکړ چې 9 متره یې سور او 7 متره لوړ و، په دې توګه د ده د کلي او ښار ترمنځ لاره اووه کیلومتره شوه او مخکي 70 کیلومتره وه، اوس نو د ده د سیمي ماشومان هم د ښار مکتبونو ته تللی شوی او د کومي پېښي په مهال امبولانس هم په مناسب وخت کې ورته رارسیدلی شوی.

ډاشرټ منجي اوس په سیمه کې د غره په سړي سره شهرت لرې، او خلک او سیمه یې ټول اوسپنیز هوډ او پخې ارادې ته سلام کوي، زموږ د هیواد کنډ کپرې لار‌ې او کنډواله حالت د منجي په څېر د اوسپنیز عزم او نارینه ارادو خاوندان رغولی او ودانولی شي د پردیو ډالر د ځانګړو موخو له پاره ځانګړو جیبونو ته روان وي، او نه مو په پردیو خیراتونو ښمر شوی او نه به وشي.

یواځي د منجي فارمول کارګر ثابتیدلی شي. هسي خو موږ ټول د غرونو سړي یو، خو د منجي په څېر د غرونو څيرلو ارادې مو کمي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

افغان صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ، ښکلی او له پند او عبرته ډکه قیصه ده ، (فکر کوم تاسی او که بل چا یو څه وخت مخکی لیکلی وه ، مګر د ښځی او میړه دغه تصویر پکی نوی وو ) کشکی زمونږ کشران څه چه مشران هم د داسی لوی عزم او ارادی خاوندان شی ، ددی په ځای چه نور ووژنی او یا د نورو لاسته راوړنی په زور او ناروا خپلی کړی ، ځانونه د همدغه هندو په شان د نورو د هوساینی او لاس اړونی د پاره خپل ټول عمر وقف کړی تر دی… نور لوستل »

غوربندی

حامد افغان صيب

تاسو ته السلام علیکم و رحمة الله و بركاته

الله تعالى مو عزتمند صحتمند أو په دارينو کی سرافراز لره

ديره له پنده دکه کیسه مو ليکلي ده، زما هيله داده چی د سورنگ پر زاي یا ورسره مو تونل ليکلي وای.

سورنگ په اصل کی siren ده چی د غره د الوزولو نه مخکي یو وروکي انفجار یا هم آواز ده تر سو شاوخوا خلکو ته تنبیه کری چی د انفجار یا په اصطلاح د سورنگ پراني موقعیت سخه ليري واوسي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x