داد او ډاډ

ذبیح الله انوري

وایي ساینس پوه تهامس ایډیشن په وړوکوالی کی له ښوونځی نه ویستل شو او ورته یی یو خط ورکړ چی کور ته راغی هغه خط یی مور ته ورکړ مور یي چی خط ولوسته نو له سترګو یی اوښکی راغلی بچي یي وپوښتل چی په خط کی یي سه لیکلي مور یی جواب ورکړ چی لیکلي یی دی چی ستا بچی دومره لایق دی چی دده د سوی استاد نه لرو ده ته باید خپله مور ذده کړه ورکړي مور یي خپل زوی څخه هیڅ قسمه خواری ونسپموله تهامس ایډیشن د وخت په تیریدو سره یو لوی مخترع جوړ شو د برق ایجادونکی هم دي دی او څه باندی سل اختراعګانی یی وکړی کلونه وروسته هغه خط په لاس ورغی او په خط کی لیکلي وو چی ستا زوی د نه پوهیدوله کبله د ښوونځی لایق نده خو مور یی دا نه وو ورته وویلی بلکه د داد او ډاډ د ورکولو لپاره هغی خپل ځوی ته هغه خط سرچپه ژباړلی وو که هغی داسی نه واي کړي شاید تهامس ایډشن دومره اختراعګانی نه وای کړای او نه یی دومره نوم حاصل کړای وای.

لیکوال: ذبیح الله انوري

لیکوال: ذبیح الله انوري

په تاریخ کی داسی نور په زرګونو مثالونو موندلاې شو چی د داد او ډاډ له امله لوی لوی خلک ورنه جوړ شوی لویی لویی کارنامی یی ترسره کړی که خپلی افغاني ټولنې ته یو سرسری نظر وکړو د هغوي چلند او رویه له ماشومانو سره وګورو د وهلو ټکلو او رټلو نه بغیر به هیڅ پیدانکړی دا رویه د پلار نه واخله تر مشره ورور او بیا د مشر ورور نه واخله تر تره پوری د تره نه واخله تر ښوونځی اوستاذه پوری او د جمات قاری صیب خو ټولو ته معلوم دی چی ماشومانو سره کوم چلند کوی .

پرمختللي قومونه او ملتونه نن دی نتیجې ته رسیدلي چی ماشوم په وهلو، ټکلو او رټلو سره جوړیږی نه بلکی خرابیږی دوی سره باید په نرمه لهجه خبری وکړای شی غلطی یی اصلاح کړای شی او ښه کار باندی داد ورکړای شی او نورو ښو کارو لپاره تشویق او وهڅولای شی ،خبرو ته یې پام وکړئ په دقت یی وواری چی څه وویل غواړی ، په غلطو او ناوړه القابو سره یی مه رابلۍ دغو القابو باندی مشهوریږی او دا په دوی کی د کمتری احساس پیداکوی، که ازموینه کی ښی نومری واخلی نو وی ستایی تر څو لا زیات زیار وباسي او که کمی نومری واخلی وی هڅوی ترڅو وکولای شی خپل کمزوریانی له مینځه یوسی ستاسو لږه همکاری د ماشومانو لویه زندګی بدلولای شی. زمونږ او ستاسی وروڼه او زامن هر یو تهامس ایډیشن ده خو هغه سره زمونږه او ستاسو لږه غوندی مینه او لږی مرستی ته ضرورت لري.

د یوی احصایی له مخی افغانستان د نړی د هیوادنو په قطار کی د ماشومانو د زده کړی د نشتوالی په برخه کی څلورم نمبر هیواد دی یعنی د 18 کالو نه کم څه باندی 14 میلونه نفوس جوړوی چی پدی کی 40 سلنه د زدکړی له لوی نعمت څخه محروم دی د یو داسی هیواد راتلونکی به څنګه وسنجووی بل طرف ته زمونږ ناسم چلند له دوی سره په داسی حالاتو کی د دوي راتلونکی له تیارو څخه ډک ښکاری .

او داد او ډاډ ورکول نه یواځی تر ماشومانو محدودول دی بلکی زمونږ لویان هم دی ته ضرورت لری تر څو خپل کارونه رغنده، پوره شوق او ذوق سره سر ته ورسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د