شعـــــرونه

ﺷﭙﻮﻧﮑﯽ ﺍﻭﺷﭙېلۍ‏ – ﻏﺰﻝ

ﻋﺰﯾﺰﺍﻟﻠﻪ ﺣﺴﯿﻨﯥ

ﺩﻏﺮﻩ ﻟﻤﻨﻪ ﮐﯽ ﺷﭙﻮﻧﮑﯽ ﺍﻭﺷﭙﯿﻠۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږي

ﺩکلي څنډه ﮐې ﻫﺎ ﭘﻠﻨې ﮐېږﺩۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږي

ﺩﻏﺮﻭﻧﻮﻣﻨځ ﻧﻪ ﺩ ﺗﻮﻟﯿﻮ ﺍﻧګﺎﺯﻱ ﻧﻪ ﺧﯿږﯼ

ﺍﻭﺱ ﺩﮐﻮﭼي ﺩﺧﻮﻟې ټﭙﻪ ﺍﻭډﺍﻟۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږي

ﺗﺮﮐﻠي ﻧﻪ ﺭﺍﻭړي ﺷﻤﺎﻝ ﺍﻭﺱ ﺩ ﻣﭽﻠﻮ ﻏﺰﻭټﮑﺎ

ﺍﻭﺱ ﻫﺎ ﺩ ﺯﻳړ ﻣﺎﺯﺩﯾګﺮ ښﮑﻠﯽ ﺳﯿﻠۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږي

ﺭﻣﻪ ﻫﻢ ﻭﺧﻮړﻩ ﻟﯿﻮﺍﻧﻮ ﺗﮑﻪ ﺳﻔﯿﻨﻪ ﻭﺭځ ﮐې

ﺍﻭﺱ ﭘﻪ ﭼﯿﻐﺎﺭ ﺩ ﻟږﻥ ﺧﻮﺍﮐې ﻭﺭۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږي

ﺩﺯﺍڼﻮ ﺳېﻞ ﻫﻢ ﭘﻪ ﻃﺮﻑ ﺩﺩښﺘﻮ ﻧﻪ ﺭﺍﺩﺭﻭﻣي

ﺍﻭﺱ ﭘﻪ ﻫﻮﺍ ﺩ توتکﯿﻮ ﺟﻮﻟۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږﯼ

ﺍﻭﺱ ﺩﻣﻈﺮﻭﺳﺨﻪ ﺑﻮڼ ﭘﻪ ګﻮﺗﻮ ﻧﻪ ﺟﻮړﻭي

ﻧﺎﺳﺖ ﭘﻪ ﮐﻤﺮﻩ ﺍﻭﺱ ﺩ ﻣﺮﻏﯿﻮ ګﻠۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږي

( ﺣﺴﯿﻨي) ﺍﻭﺱ ﺩې ښﺎﭘﯿﺮۍ ﺩ ﻏﺰﻝ ﺗﻮﺍﻥ ﻧﻪ ﻟﺮي

ﻧﻮﺭ ﺩې ﻗﻠﻢ ﮐې ﺩ ﺧﯿﺎﻟﻮﻧﻮ ﺳﻠګۍ ﻧﻪ ښﮑﺎﺭﯾږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x