دیني، سیرت او تاریخ

بایبل پیژنده (۱۴)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر

ولی وبايبل ته اجازه نشته چي په اسلامي نړۍ کي تبليغ شی؟

د لبنان یو عیسایی راهب را څخه پوښتنه وکړه چي د افغانستان او سعودي په شان اسلامي هیوادونو کي ولی و عیسایانو ته اجازه نشته چي بایبل تبلیغ کړی؟،سعودي عربستان ډېر سخت بندیز ورباندی لګولی دی او د طالبانو پر مهال هم پوره بندیز ورباندی لګېدلی ؤ او حال داچي تاسی مسلمانان په هر عیسایی هیواد کي حق لرئ چي خپل مقدس کتاب قرآن کریم تبلیغ کړی؟

ځواب:

قرآن کریم خو د ژوند یوه بشپړه ضابطه او مکلمه تګلاره ده،د انسان و هری غوښتنې ته ئې ځواب ویلی دی،قرآن کریم د انساني ژوند د مثبت ژوندون ضامن دی،انسان د بدبختۍ او بربادۍ څخه و سوکالۍ او خوشحالۍ ته رهبري کوي،د لېونتوب څخه و سړیتوب ته رهنمایی کوي، د جهالت د تورتم څخه یې د خوښۍ و ساحل ته رهبري کوي ؛ و بل لور ته و بایبل ته په دې اجازه نشته چي:

۱- بايبل د فحش څخه ډک دی.

که موږ و بایبل ته راشو نو بایبل د خرافاتو، پوچو خبرو او فحاشاتو یو خورجین دي، اسلامي ټولنه خو لاپرېږده هیڅ د سالم عقل څښتن نه غواړی چي داسی فحاشات پخپله ټولنه او کورنۍ کي خپاره کړي، اسلامي ټولنه یوه صفا او شفافه ټولنه ده ، او اسلام و هیچاته اجازه نه ورکوي چي په دې پاکه ټولنه کي ګند او فحش خپور کړي نو ځکه په اسلامي نړۍ کي د بایبل تبلیغ بند او منع دی. په اسلام کي د فحشاء، بربنډ توب او که یې منع ده داټول منع دي اوپه اسلام کي داسی څوک چي دا کار کوي ورته سزا ورکول کيږی قرآن کریم ددې په هکله وایی:

إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَ‌ةِ ۚ وَاللَّـهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿١٩﴾سورت النور:۱۹

ژباړه:

بیشکه هغه کسان چي خوښوی دغه (خبره) چي خپره شي فاحشه بدنامې په حق د هغو کسانو کښې چي ایمان ئې راوړی دی شته دغو(کسانو)ته عذاب دردناکه په دنیا کښې او آخرت کښې او الله ښه عالم دی او تاسی نه پوهیږی.
بل ځای په قرآنکریم کي راځي:

قُلْ إِنَّمَا حَرَّ‌مَ رَ‌بِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ‌ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ (سورت اعراف: ۳۳)

ژباړه:

ووایه (ای محمده ! دوی ته) بیشکه همدا خبره ده چي حرام کړیدی رب زما فواحش (کبیره ګناهونه چي موجب د لوی عذاب ګرځي) هغه چي ظاهر وي له هغو څخه او هغه چي باطن وي.

داچي په بایبل کي د جیمی سویګاټ په آند لس ځایه د محرماتو سره زنا پکښې ده نو ځکه د بایبل تبلیغ په اسلامي نړۍ کي منع دی.

۲- د الله جل جلاله په نزد يواځی او يواځی اسلام يواځنی دين دی او بس، لکه الله جل جلاله چي فرمايی:

إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ (سورت آل عمران: ۱۹)

ژباړه: بیشکه دین (چي په ټولو دینونو کي غوره دی) په نزد د الله دین اسلام (محمدی شریعت) دی.

داچي د الله جل جلاله په نزد سره یواځی او یواځی د اسلام مبارک دی چي غوره دی نو ځکه و عیسائیت، یهودیت، هندو مذهب، بودایی مذهب، شنتو مذهب، کنفیوشیس مذهب او داسی نورو مذهبونو ته اجازه نشته چي په اسلامي نړۍ کي خپاره شي.

۳- دا چي اسلام او سياست سره نښتي دي نو ځکه په هر اسلامي حکومت او ټولنه کي د بایبل تبلیغ منع دی، دا ځکه چي د اسلام قانون و منسوخو دینونو ته اجازه نه ورکوي چي تبلیغ شي په اسلامي ټولنه کي، اسلام د عیسائیت په شان د سیاست څخه بیل نه دی، په اروپا، امریکا او نوره نړۍ کي عیسائیت یواځی او یواځی تر مذهبي مراسمو او تشریفاتو پوری منحصر دی او بس.

۴- په حدیث شریف کي راځي:

الاسلام يعلوا ولايعلی عليه

ژباړه: اسلام به لوړوي او پرده هیڅ دین نشی لوړیدلای.

داچي اسلام تر ټولو دینونو لوړ دی په حقیقت، ماهیت، افکارو ،جوړښت، اصولو،د انسانیت په تعمیر کي، د ټولنې په جوړښت کي، د بشریت د سوکالۍ او خوښۍ لپاره نو ځکه و بل دین ته اجازه نشته چي ددې لوړ دین (اسلام) لپاره خنډ شي، نو ځکه و بایبل ته اجازه نشته چي په اسلامي نړۍ کي تبلیغ شي.

۵- داچي بایبل د ساینس په رڼا کي ټول غلط دی، او په بایبل کي داسی څه نشته چي یادی اُخروي ګټه پکښې وی او یا دی دُنیوي ګټه پکښې وي دا په لغو کي راځي نو په اسلام کي هر لغوه حرام دي، نو ځکه په اسلامي نړۍ کي و بایبل ته اجازه نشته چي په اسلامي ټولنه کي تبلیغ شي.

دداسی سوالونو پوره ځوابونه تاسی زماپه چاپ شوی کتاب (سوال ځواب) کي لوستلای شي.

۴:په بايبل کي بی معنا، غير معقولی،د عقله ليری او پوچي خبری بی شماره دي.

د بیلګې په ډول سره:

خر او بهاڼ ئې راوستل هغوی خپلی قباګانی پر واچولی او عیسی پری سپور شو.(متی ۲۱: ۵)
اوس که یو څوک ورته و ګوری نو دا به ورته جوته شی چي څنګه امکان لری چي یو سړی دی پر دوو حیواناتو باندی سپور شی، دا له عقله څخه لیری خبره ده.

او په هغه ورځ خدای د خریلو په ماشین چي د فرات د سند د هغه خوا څخه ئې په کرا یه راوړی ؤد اسُور د پاچا د سر او پښو ویښتیان ئې و خریل او حتی ږره ئې هم ورکوچنۍ کړه. (یسعیا۷: ۲۰)

اوس تاسی د څه وخت لپاره پکښی فکر وکي، لومړی خدای داسی کمزوری دی (نعوذبالله)چي د سر تراشۍ ماشین ئې د سیند د بلی غاړی څخه په کرایه راوړ، او بیا یی د پاچا سر او پښې وروخریلې او ږره ئې هم ور کوچنۍ کړه یعنی که په لنډو کي دا سره راټول کړو نو بایبل د خدای څخه سرتراش جوړکړ(نعوذبالله)او هغه هم کمزوری چي هر څه نلری او په کرایه یی راوړی په دې ایاتونو کي حضرت عیسی علیه السلام نه ښئ بلکې لوی لایزال واحد او لاشریک خدای جل جلاله ښئ. (نعوذبالله من ذالک)

دده د خدای د سږمو څخه دود راووتی او د خولې څخه اور چي د ډبرو سکاره ور باندی بلیدل (۲ سموئیل ۲۲: ۹)
اوس که ودې ته ځیر شو نو د خدای پاک څخه ئې څه شی جوړ کړیدی، نعوذ باالله من ذالک، څومری پوچه، مالایعنی او بې هوده خبره ده.

او هغه (شمشون) د خره د زامې تازه هډوکي پیدا کي او پخپل لاس کي ئې واخیستی او زر کسان ئې په وواهل او شمشون وویل چي ما د خره د زامی په هډوکي سره ۱۰۰۰ کسان فناه کړل .(قضات، ۱۵: ۱۵)

له دې وروسته شمجر زوی د عنایت (۶۰۰) فلسطینان ئې د چوکه (هغه لښته چي حیوانات په هی کيږی) ووژل او ده هم اسرائیل خلاص کړل.(قاضیان ۳: ۳۱)

نو اوس به قضاوت کوو چي یو سړی راولاړیږی او د خره د زامی په هډوکي سره زر کسان وهی او ټوله وژنی دا څنګه عقل منی؟؟؟ که دا زر کسان یواځی پر ده باندی ناړې تف کړی نو دی به له منځه ولاړشی خو دا زر کسان وده ته ولاړ وه او ده ټول په هډوکي وواهل او ده مړه کړل، څومره بی اساسه او پوچه خبره؟؟!!

شمشون ۳۰۰ ګیدړی ونیولې، او شمعې ئې راوړلی او ددوی لکۍ ئې سره وتړلې او ددو لکيو په منځ کي ئې یوه شمعه ورکښیښودل او دوی ئې د فلسطینیانو په کښتونو کي خوشی کړې او د فلسطینیانو کښت کروندې باغونه او د زیتون وني ئې ټوله ور وسوځلې. (قضاة ۱۵: ۴- ۵)

اوس که یو څوک د عقل په سترګو ورته وګوری نو پریکړه به عقل وکړی، چي یوځل ۳۰۰ ګيدړی پیدا کول، او د ټولو لکيانې سره تړل او بیا شمعه پکښی ایښودل دا څنګه امکان لری؟؟؟

 خرې خبرې وکړی.(اعداد۲۲: ۲۷- ۲۹)

مرغان پر څلورو ځي.(لاویان ۱۱: ۲۰)

پړانګ ۷ سرونه او لس ښکرونه لري (مکاشفه ۱۳: ۱- ۳)

 ګندګي (غول) خوري او بولې څښی. (دوهم پاچایان ۱۸: ۲۷)

زه ستا پر مخ ګندګي (غول) پاشم.(ملاکي ۲: ۳)

یو حیوان د مرغه په شان څلور وزرونه او څلور سرونه درلودل.( دانیال۷: ۶)

زه به انګولم کالي به کاږم او لوڅ به یم.(میکا۱:۸)

مار الوځي.(اشعیا/یسعیاه۳۰: ۶، ۱۴: ۲۹، ۳۴: ۱۵)

خلک د قبرو نه راووتلل او بیت المقدس ته ولاړل.(متی ۲۷: ۵۱،۵۲)

خلک د قبرونو څخه راپورته شول او لوڅ روان وو، و بیت المقدس ته دا د تعجب خبره ده چي یواځی متی ولیدل او هغه ولیکل او بل هیچا ونه لیدل او نه بل انجیل پکښې خبره کړې ده، حال داچي که چیری داسی کار وشی نو ټوله نړۍ ورباندی خبریږی دا ځکه چي دا یوه حیرانونکې خبره ده، په بایبل کي ددې تفصیل نور نشته چي دا خلک چي راپورته شول دا خالص هډوکي (اسکلیټ) ؤ،غوښې ورباندی پرتې وې، کفنونه ئې په تن وو که یا؟ د بایبل په څلویښتو لیکوا لانو کي یواځی متی ولیدل او بس،او بله خبره داده چي دا د حضرت عیسی علیه السلام معجزه هم نه ده،او بیا کله چي یو څوک له قبره ژوندی شی هغه بیا دا غواړی چي و قبرته ولاړشي؟ نه هیڅکله نه! .دا خلک بیا څه شول؟ څه ئې وکړل؟ او چیری ولاړل؟

داؤد پورته شو دی او دده خلک و لاړل او د فلسطینیانو دوه سوه (۲۰۰) سړي ئې وواهل او داؤد ئې پوستکي راوړل او وپاچا ته ئې و شمېرل تر څو د پاچا زوم شی او شاول خپله لور میکل په نکاح ورکړه.. (۱سموئېل ۱۸: ۲۷)

له (۲۰۰) کسانو څخه پوست کښل او بیا د یوه حیوان د پوستکي په شان هغه راوړل او بیا شمارل چي دا د یوې ښځې مهر شو.

دا خو ئې یو څو بیلګې وې او همداسی په زرهاوو پوچي، بیهوده او بې ثمره ویناوي ډیري پکښې شته.

یوه ورځ مي دا پوچي او له عقله لیری فقرې د بایبل د یوه عیسایی راهب سره شریکې کړې، هغه هم حیران شو دا ځکه چي و هغه ته هم ټولی معلومی نه وې،ددوی د بایبل هغه فقرې ښه یاد وي چي ددوی په ګټه وي،بیا منکر شو او کله چي ما د هر ایات او باب شماره ورکړه بیا یی راته وویل دامه خپره دا ګوره چا لیکلی او ګوره په څه وخت کي د خدای د کلام سره یو ځای شوې وي،او دائې هم راته وویل چي دا چټیات د خدای کلام نه دا د یوه سپک کس یا کسانو څرګندونې دي. ما ورته وویل چي ته خطا وتلی ئې دا د خدی کلام دی، چي خدای نه په شرمیږی نو ته ولی په شرمیږې؟ ده راته وویل چي دا زه په پوره یقین سره درته ویلای شم چي دا د خدای کلام نه دی دا د حواریینو کلام نه دی او نه هم دا د یوه عیسایی عالم ویناده.
نو په بایبل کي داسی خرافات شته چي خپله عیسایان ورباندی شرمیږی.

لکه څرنګه چي دا کتاب یواځي پر بایبل باندی رڼا اچوي نو ځکه دلته د بایبل نوم ذکر کوو، الله جل جلاله دبایبل په هکله یوه بله ښکلې خبره کوي او فرمایی:

يُحَرِّ‌فُونَ الْكَلِمَ مِن بَعْدِ مَوَاضِعِهِ (سورت المآئدة:۴۱)

ژباړه:دوی اړوي کلمې وروسته له هغو ځایونو خپلو څخه.

دا د یهودو او عیسایانو د پیړیو راهیسی دا ناروغې ده چي یوځل بایبل یو شانته کي او کله ئې بیا بل شانته،کله ئې یوه کلمه یو ځای کښېږدی او کله ئې بیا بل ځای کښېږدي یعنی پخپلو مقدسو کتابونو کي تحریف ددوی د زرګونو کلونو راهیسی ناوړه ناروغې ده،کله یوه فقره یو ځای وصل کړی او کله بل ځای دا د همدې تحریف وجه ده چي د بایبل (۲۴۰۰۰) زره نسخې لیکل شوي دي او دوې نسخې ئې یو شانته نه دي او هم هغه بایبلونه چي په مختلفو ژبو کي لیکل شوي دي هم یو ډول نه دی، نو الله جل جلاله و موږ ته وایی چي تاسی و دوی ته و ګوری لومړی ئې پخپلو لاسونو باندی لیکلی دي،دوهم داچي هغه د ټکرونو او غلطیانو څخه ډک دي او دریم دا چي دا به تر قیامته پوری درست نه شی دا ځکه چي تحریف به پکښې شروع وي، چي همدا تحریف هر انسان پخپلو سترګو لیدلای شي.

هر بايبل چي چاپیږی پر هغه باندی لیکل شوي وی اصلاح شوی (Revised) نو د بایبل دا اصلاح به تر قیامته پوری وي او دا بایبل به اصلاح نشي.

په بايبل کي تحريف

کتاب آستر/استیر:

هورن صاحب د انجیل په تفسیر کي لیکي:

زموږ سره چي کوم د استر کتاب موجود دی هغه استر باب ۱۰ ایات ۳ باندی ختم دی،لیکن په یوناني او لاطیني نسخه کي ددې باب د لسو ایاتونو څخه اضافه ۶نور بابونه شتون لری د یونان او روم کلیساوی دا ټول مني.
بله بیلګه ئې لکه موږ چي مخکي بیان کړل هغه داچي:

د تثلیث ایات چي په یوه بایبل کي شته او په بل کي ئې غورځولې دي.هغه ایات دادی:

درې دي چي ګواهې ورکوی په اسمان کي پلار،ځوی او روح القدس او دا درې سره یو دي. (لومړی لیک د یوحنا ۵: ۷- ۹)
دا په (King James Version) بایبل کي او په اردو بایبل (کلام مقدس، کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱
) کي شته او په (Holly Bile Revised Standard 1952) Version کي بیا دا د تثلیث ایات نشته، او که و عربي اردو او پښتو بایبلو ته راشو نو په هغو کي هم دا تثلیث نشته په

عربی بایبل، پښتو بایبل او اردو بایبلو کي همدا د یوحنا ایات ۷ نشته او و اتم ایات ته ئې د۷ شماره ورکړیده یعنی تثلیث نشته. لاندی بایبلونه وګورئ:

الکتاب المقدس، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان- ۱۹۹۳ الطبعة الثلاثون

انجیل شریف، اول جیبی چاپ ۱۹۹۶میلادی، بایبل سوسایټی پاکستان

کتاب مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور ۲۰۱۱

انجیل مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور- ۵۴۰۰۰، ۲۰۰۹

همداسی په سلهاونورمثالونه.

الله که خدای؟

که موږ د بایبلو و تحریف ته وګورو نو د مکتب د لومړۍ ټولګۍ شاګرد هم په دې پوهیږی چي په بایبل کي څومری تحریفونه هره ورځ و مخی ته راځی زه به د هغو بایبلو بیلګه درکړم چي زما سره شتون لری.

هغه بایبل چي په ۱۸۹۵ میلادی کال کي د لویی برطانیې د امپراطورۍ پر مهال په لندن کي په پښتو باندی چاپ شوی دی د هغه بایبل نوم دی (دالله کلام) دی او په ټول کتاب کي و خدای ته د (الله) توری راغلی دی،یواځی د کتاب یشوع په لومړي باب کي (۵) ځلی د الله توری راغلی دی و بل لور ته د اوسني وخت بایبل په (۲۰۰۰) ژبو باندی ژباړل شوی دی ماسوا د عربی بایبلو څخه بل په هیڅ بایبل کي د (الله) توری نشته،نه په پښتو کي، نه په اردو کي، نه په انګلیسي کي، نه په هسپانوی کي، نه په جرمني کي او نه هم په بله ژبه کي.

عیسایی نړۍ هوښیاره ده، د الله نوم ئې ځکه استعمالاوه چي مسلمانان ورته الله وایی، او مسلمانان ورباندی وغولوي و دوی ته دا په فکر کي ورکوي چي دا هم د الله کلام دی،و بل لور ته اوس امت مسلمه ورسره اشنا شوی دی او په مالیزیا کي پر دې باندی بندیز ولګیدی، هیڅ غیر مسلمان ( په ځانګړي ډول سره عیسایان) نشی کولای چي په خپلو بایبلو او لیکنو کي د الله توری استعمال کړی د مالیزیا د ستری محکمي قاضی قضات محمدآفندی علی وویل چي د الله د توری استعمال د عیسائیت سره هیڅ تړاو نلري. په مالیزیاکي د عیسایانو ورځپاڼه هیرالډ (Herald) کي عیسایی راهبانو لیکلی وه چي موږ دا توری (الله) د۱۷۳۱ میلادي کاله راهیسی استعمالوو خو محکمې ورته وویل چي تاسی ددې سپیڅلی نامه څخه استفاده کوئ او مسلمانان تاسی په دې سره مرتد کوئ، او محکمې دا پریکړه صادره کړه. تاسی کولای شی ددې بحث ټوله لیکنه په لاندی لنک کي دانټرنیټ له لاری وګوری:

http://rt.com/news/malaysian-court-ban-allah-160
نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x