شعـــــرونه

غزل: مشفق حريت مل

شاعر: مشفق حريت مل

خلک اوس ښه په زور لګيا دي مفکورې اړوي
کيسه وي يو شان خو کږه يې کړي کيسې اړوي

دنيا يې نه مني وجود دنيا يې غواړي مرګی
خو شکر لاهم خلک شته چې سېپارې اړوي

پرون يې دوست باله مسلم او دښمنان کافران
خو اوس يو ځای ورسره ناست په سر پيالې اړوي

پرون يې زه په صغيره ګناه کافر بللم
خو اوس په خپله مخ له  خپلې عقېدې اړوي

الهي ته خو هغه خلک په عذاب واړوه
چې څوک زما په خوار ولس د غم شيبې اړوي

ټپه ده ورکه، غزل غلې، ترانه خاموشه
خو تل په ژبه دلته خلک حماسې اړوي

وي به هغوی مشفقه خدای  او ولسو ته رسوا
څوک چې هر يو ډولکي ته څڼې او اوږې اړوي

۲۰۱۶/۲/۴ پنجشنبه خپله جونګړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x