شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

شاعر: جانان خدرخېل

بد رنګه خلک په بد رنګه نوم ښکلا یادوي
دوی مینه نه پېژني، ځکه یې ګناه یادوي

هغوی چې خپله ناروا ورته روا ښکاريږي
هغوی به خــود زمونږ روا په ناروا یادوي

سپېره قدم یې ملت داسې حال ته ورساوه
چې پنځه وخته په ښېراؤ کې باچا یادوي

دلته په یو نیم الحاد دومره اغېز کړی دی
چې چېرته چې قتل وشي، پړ پکې ملا یادوي

په خدای مئین له دنیا ځي، دنیا دنیا ته پرېږدي
خو په دنیا مئین به خدای ته هم دنیا یادوي

ځیني ولیان دي په رباب او ترنُم ستایي رب
ځیني شېخان دي په تسبو باندې لیلا یادوي

هغې ته ووایئ؛ هغه هغسې نه دی پاتې
هغه اوس وینې له خولې غورځوي او تا یادوي

مرګی دې راشي “خدرخېل” ته له ایمانه سره
خو ځنکدن کې به هم ستا خولګۍ (حلوا) یادوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x