افغانستان

«دهنه ‌غوري کې کور په کور تلاشي روانه ده»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان والي، عبدالستار بارز وايي چې امنیتي ځواکونو د بغلان د دهنه‌ غوري ولسوالۍ په مختلفو ځایونو کې کور په کور تالاشي پیل کړې ده. والي وايي چې دوی کورونه د طالب جنګیالیو د موندلو په موخه پلټي.

بارز پر طالبانو تور پورې کوي چې د ملکي خلکو کورونو کې يې سنګرونه نیولي دي.

بغلان له ستراتيژيک پلوه د افغانستان د شمال عمومي لار ده او ویل کېږي چې وسله‌ وال طالبان په کې پراخ شتون لري. کله چې تېر کال طالبانو کندوز ولایت ونیو، په بغلان کې هم طالبانو وکولی شول چې د مرستندویه ځواکونو مخه ونیسي.

افغان حکومت هڅه کوي چې د راتلونکي اوړي لپاره مخکې له مخکې د طالبانو د نفوذ په سیمو کې عملیات ترسره کړي تر څو طالبان ونه شي کولی چې په اوړي کې پراخې سیمې لاندې کړي.

د لوی درستیز مرستیال، جنرال مراد علي مراد چې د دغو عملیاتو مشري کوي، وايي چې عملیات به د دهنه‌ غوري تر «بشپړې پاکسازۍ پورې دوام ولري».

مراد وايي چې طالبانو د څو کلونو په اوږدو کې په دغو سیمو کې نفوذ کړی او د روزنې او جلب و جذب مراکز يې په کې تاسیس کړي. مراد وايي طالبانو له دغو سیمو څخه د بغلان پر عمومي لارو عملیات ترسره کول.

په دغو سیمو کې د جګړې دوام د دې لامل شوی چې د شهاب الدین سیمه کې له ازبکستانه د وارداتې برېښنا د نړول شوې ستنې د بیارغونې کار له خنډ او ځنډ سره مخ شوی. حکومت پر طالبانو تور پورې کړی و چې برېښناستن یې په نښه کړې؛ خو طالبانو په وروستۍ خبرپاڼه کې ډاډ ورکړ چې چمتو دي چې د تخنیکي ټیمونو امنیت خوندي وساتي.

طالبانو ویلي و چې برېښناستن یې نه ده نړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x