افغانستان

دوستم: حکومت د خپلو ژمنو لس سلنه هم نه دي عملي کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر لومړی مرستیال او مشهور جنګسالار عبدالرشيد دوستم پخپل حکومت نيوکه کوي او وايي چې د کړیو ژمنو له ډلې يې لس سلنه هم نه دي عملي شوي.

دوستم چې د حکومت رسمي غونډو سره يې پرېکون کړی، نن د خپل ګوند جنبش اسلامي د ځوانانو له څانګې سره د هغوی په غونډه کې را ښکاره شو.

هغه ومنله چې د دولت له ناستو سره يې پرېکون کړی، خو خپله دولتي دنده يې پر ځای وبلله او موجوده اداره يې د خپل لاس محصول وګڼله.

عبدالرشيد دوستم د خپل ګوند ځوانانو ته وويل چې دی اعتراف کوي چې داسې حکومت يې جوړ کړی چې « که چای پیدا کړي، ډوډۍ نه وي؛ خو که ډوډۍ پیدا کړي یوه پیاله چای نه شي موندلی.»

د ولسمشر لومړی مرستيال په دې غونډه کې د خپل ګوند ځوانانو ته وویل چې د راتلونکو ټاکنو لپاره باید تیار واوسي او له همدې زمينې په ګټه يې اعلان وکړ چې د هغه لور راحیله هم راتلونکو ټاکنو ته د نوماندۍ هيله لري.

ياده دې وي عبدالرشيد دوستم په شمال کې د طالبانو پر ضد له ناکامو عملیاتو وروسته په دولتي ناستو کې برخه نه ده اخیستې، چې نوموړي يې هم پخلی وکړ، خو ويې ویل چې په دې اړه د حکومت له مشرانو سره «ځينې خبرې » لري.

دا لومړی ځل دی چې د حکومت دویم شخص د خپلې ادارې پر ناکامۍ او ژمنو کې پاتې راتلو ډاګیز اعتراف کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

دوستم صاحب ازبكى مى نده زده گنى په ازبكى مى درته ليكل چى سم دسر پرى خلاص سوى واى :
ته حكومت چاته وايي حكومت خوته يي كه تا داستعداد او سياسي درايت نه درلوده ولى د په پتو سترگو داشرف عنى حًخه طرفدارى وكره اوس پوه شوى چى خرحً يي كرى . بيا ونوايي كه ما راباذى داد ته سياسي ذهن نه لرى دبزكشيو لپاره شه يي نه دسياست لپاره . هر سرى پيدا ده خپل خپل كار لره كنه
دوستم خو پيداكرى قتل عام لره كنه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x