نبوي کیسې (۳) د یوه کس له امله د ټول ملت لار ښوونه

ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع
ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)

عَنْ صُهَيْبٍ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” كَانَ مَلِكٌ  فِيمَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ،وَكَانَ لَهُ سَاحِرٌ،فَلَمَّا كَبِرَ،قَالَ لِلْمَلِكِ : إِنِّي قَدْ كَبِرْتُ ،فَابْعَثْ إِلَيَّ غُلَامًا أُعَلِّمْهُ السِّحْرَ،فَبَعَثَ إِلَيْهِ غُلَامًا يُعَلِّمُهُ،فَكَانَ فِي طَرِيقِهِ إِذَا سَلَكَ رَاهِبٌ ،فَقَعَدَ إِلَيْهِ وَسَمِعَ كَلَامَهُ ،فَأَعْجَبَهُ ،فَكَانَ إِذَا أَتَى السَّاحِرَ مَرَّ بِالرَّاهِبِ ،وَقَعَدَ إِلَيْهِ ،فَإِذَا أَتَى السَّاحِرَ ضَرَبَهُ ،فَشَكَا ذَلِكَ إِلَى الرَّاهِبِ ،فَقَالَ : إِذَا خَشِيتَ السَّاحِرَ ،فَقُلْ حَبَسَنِي أَهْلِي، وَإِذَا خَشِيتَ أَهْلَكَ ،فَقُلْ حَبَسَنِي السَّاحِرُ ،فَبَيْنَمَا هُوَ كَذَلِكَ إِذْ أَتَى عَلَى دَابَّةٍ عَظِيمَةٍ قَدْ حَبَسَتِ النَّاسَ ،فَقَالَ : الْيَوْمَ أَعْلَمُ آلسَّاحِرُ أَفْضَلُ أَمْ الرَّاهِبُ أَفْضَلُ ،فَأَخَذَ حَجَرًا ،فَقَالَ : اللَّهُمَّ إِنْ كَانَ أَمْرُ الرَّاهِبِ أَحَبَّ إِلَيْكَ مِنْ أَمْرِ السَّاحِرِ ،فَاقْتُلْ هَذِهِ الدَّابَّةَ حَتَّى يَمْضِيَ النَّاسُ ،فَرَمَاهَا فَقَتَلَهَا ،وَمَضَى النَّاسُ ،فَأَتَى الرَّاهِبَ فَأَخْبَرَهُ ،فَقَالَ لَهُ الرَّاهِبُ : أَيْ بُنَيَّ أَنْتَ الْيَوْمَ أَفْضَلُ مِنِّي قَدْ بَلَغَ مِنْ أَمْرِكَ مَا أَرَى ،وَإِنَّكَ سَتُبْتَلَى فَإِنِ ابْتُلِيتَ فَلَا تَدُلَّ عَلَيَّ ،وَكَانَ الْغُلَامُ يُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ ،وَيُدَاوِي النَّاسَ مِنْ سَائِرِ الْأَدْوَاءِ ،فَسَمِعَ جَلِيسٌ لِلْمَلِكِ كَانَ قَدْ عَمِيَ ،فَأَتَاهُ بِهَدَايَا كَثِيرَةٍ ،فَقَالَ : مَا هَا هُنَالَكَ أَجْمَعُ إِنْ أَنْتَ شَفَيْتَنِي ،فَقَالَ : إِنِّي لَا أَشْفِي أَحَدًا إِنَّمَا يَشْفِي اللَّهُ ،فَإِنْ أَنْتَ آمَنْتَ بِاللَّهِ دَعَوْتُ اللَّهَ فَشَفَاكَ ،فَآمَنَ بِاللَّهِ فَشَفَا هُاللَّهُ ،فَأَتَى الْمَلِكَ فَجَلَسَ إِلَيْهِ كَمَا كَانَ يَجْلِسُ ،فَقَالَ لَهُ الْمَلِكُ : مَنْ رَدَّ عَلَيْكَ بَصَرَكَ ؟، قَالَ : رَبِّي ،قَالَ : وَلَكَ رَبٌّ غَيْرِي ؟، قَالَ : رَبِّي وَرَبُّكَ اللَّهُ ،فَأَخَذَهُ فَلَمْ يَزَلْ يُعَذِّبُهُ حَتَّى دَلَّ عَلَى الْغُلَامِ ،فَجِيءَ بِالْغُلَامِ ،فَقَالَ لَهُ الْمَلِكُ : أَيْ بُنَيَّ قَدْ بَلَغَ مِنْ سِحْرِكَ مَا تُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ ،وَتَفْعَلُ وَتَفْعَلُ ،فَقَالَ : إِنِّي لَاأَشْفِي أَحَدًا إِنَّمَا يَشْفِي اللَّهُ ،فَأَخَذَهُ فَلَمْ يَزَلْ يُعَذِّبُهُ حَتَّى دَلَّ عَلَى الرَّاهِبِ ،فَجِيءَ بِالرَّاهِبِ ،فَقِيلَ لَهُ : ارْجِعْ عَنْ دِينِكَ ،فَأَبَى فَدَعَا بِالْمِئْشَارِ ،فَوَضَعَ الْمِئْشَارَ فِي مَفْرِقِ رَأْسِهِ ،فَشَقَّهُ حَتَّى وَقَعَ شِقَّاهُ ثُمَّ جِيءَ بِجَلِيسِ الْمَلِكِ ،فَقِيلَ لَهُ : ارْجِعْ عَنْ دِينِكَ ،فَأَبَى فَوَضَعَ الْمِئْشَارَ فِي مَفْرِقِ رَأْسِهِ ،فَشَقَّهُ بِهِ حَتَّى وَقَعَ شِقَّاهُ ،ثُمَّ جِيءَ بِالْغُلَامِ ،فَقِيلَ لَهُ : ارْجِعْ عَنْ دِينِكَ ،فَأَبَى فَدَفَعَهُ إِلَى نَفَرٍ مِنْ أَصْحَابِهِ ،فَقَالَ : اذْهَبُوا بِهِ إِلَى جَبَلِ كَذَا وَكَذَا ،فَاصْعَدُوا بِهِ الْجَبَلَ ،فَإِذَا بَلَغْتُمْ ذُرْوَتَهُ ،فَإِنْ رَجَعَ عَنْ دِينِهِ وَإِلَّا فَاطْرَحُوهُ ،فَذَهَبُوا بِهِ فَصَعِدُوا بِهِ الْجَبَلَ ،فَقَالَ : اللَّهُمَّ اكْفِنِيهِمْ بِمَا شِئْتَ ،فَرَجَفَ بِهِمُ الْجَبَلُ ،فَسَقَطُوا وَجَاءَ يَمْشِي إِلَى الْمَلِكِ ،فَقَالَ لَهُ الْمَلِكُ : مَافَعَلَ أَصْحَابُكَ ؟، قَالَ : كَفَانِيهِمُ اللَّهُ ،فَدَفَعَهُ إِلَى نَفَرٍ مِنْ أَصْحَابِهِ ،فَقَالَ : اذْهَبُوا بِهِ ،فَاحْمِلُوهُ فِي قُرْقُورٍ ،فَتَوَسَّطُوا بِهِ الْبَحْرَ ،فَإِنْ رَجَعَ عَنْ دِينِهِ ،وَإِلَّا فَاقْذِفُوهُ ،فَذَهَبُوا بِهِ ،فَقَالَ : اللَّهُمَّ اكْفِنِيهِمْ بِمَا شِئْتَ ،فَانْكَفَأَتْ بِهِمُ السَّفِينَةُ ،فَغَرِقُوا وَجَاءَ يَمْشِي إِلَى الْمَلِكِ ،فَقَالَ لَهُ : الْمَلِكُ مَافَعَلَ أَصْحَابُكَ ؟،قَالَ : كَفَانِي هِمُ اللَّهُ ،فَقَالَ لِلْمَلِكِ : إِنَّكَ لَسْتَ بِقَاتِلِي حَتَّى تَفْعَلَ مَا آمُرُكَ بِهِ ،قَالَ : وَمَاهُوَ ؟، قَالَ : تَجْمَعُ النَّاسَ فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ  ،وَتَصْلُبُنِي عَلَى جِذْعٍ ثُمَّ خُذْ سَهْمًا مِنْ كِنَانَتِي ،ثُمَّ ضَعِ السَّهْمَ فِي كَبِدِ الْقَوْسِ ،ثُمَّ قُلْ : بِاسْمِ اللَّهِ رَبِّ الْغُلَامِ ،ثُمَّ ارْمِنِي ،فَإِنَّكَ إِذَا فَعَلْتَ ذَلِكَ قَتَلْتَنِي  ،فَجَمَعَ النَّاسَ فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ وَصَلَبَهُ عَلَى جِذْعٍ ،ثُمَّ أَخَذَ سَهْمًا مِنْ كِنَانَتِهِ ،ثُمَّ وَضَعَ السَّهْمَ فِي كَبْدِالْقَوْسِ ،ثُمَّ قَالَ : بِاسْمِ اللَّهِ رَبِّ الْغُلَامِ ثُمَّ رَمَاهُ ،فَوَقَعَ السَّهْمُ فِي صُدْغِهِ ،فَوَضَعَ يَدَهُ فِي صُدْغِهِ فِي مَوْضِعِ السَّهْمِ ،فَمَاتَ ،فَقَالَ : النَّاسُ آمَنَّا بِرَبِّ الْغُلَامِ ،آمَنَّا بِرَبِّ الْغُلَامِ ،آمَنَّا بِرَبِّ الْغُلَامِ ،فَأُتِيَ الْمَلِكُ ،فَقِيلَ لَهُ : أَرَأَيْتَ مَا كُنْتَ تَحْذَرُ ؟، قَدْ، وَاللَّهِ ! نَزَلَ بِكَ حَذَرُكَ قَدْ آمَنَ النَّاسُ ،فَأَمَرَ بِالْأُخْدُودِ فِي أَفْوَاهِ السِّكَكِ ،فَخُدَّتْ وَأَضْرَمَ النِّيرَانَ ،وَقَالَ : مَنْ لَمْ يَرْجِعْ عَنْ دِينِهِ ، فَأَحْمُوهُ فِيهَا أَوْقِيلَ لَهُ اقْتَحِمْ ،فَفَعَلُوا حَتَّى جَاءَتِ امْرَأَةٌ وَمَعَهَا صَبِيٌّ لَهَا ،فَتَقَاعَسَتْ أَنْ تَقَعَ فِيهَا ،فَقَالَ لَهَا الْغُلَامُ : يَاأُمَّهْ اصْبِرِي ،فَإِنَّكِ عَلَى الْحَقِّ .

دصهیب رضی الله عنه نه روایت دی چې وايي:  رسول الله علیه الصلاة والسلام وفرمایل:

تر تاسې نه په مخکې امتونو کې یو باچاه و او هغه سره یو  کوډګر(جادوګر ) و، کله چې هغه کوډګر بوډا )سپین ږیرى( شو، نو باچاه ته یې وویل: یو ځوان را ولېږه تر څو زه هغه ته کوډې (جادو) ور وښیم  بادشاه هغه ته یو هلک ور ولیږه، کوډګر به هغه ته کوډې ښودلې، هغه هلک به چې په کومه لار کوډګر ته ورته هلته به یو راهب کېناسته، دغه هلک یوه ورڅ هغه راهب ته کېناست او د هغه خبرې یې واوریدی ، هغه هلک به چې هر وخت کوډګر ته ورته، نو د راهب سره به ناست و، کله به چې نا وخته کوډګر ته ورغۍ هغه به بیا واهه، هلک راهب ته د کوډګر د وهلو شکایت وکړ، راهب ورته وویل:

کله چې ته د کوډګر نه ډارېږی (چې ودې نه وهي)  نو هغه ته وایه چې زه د کور خلکو ایسار کړی وم او کله چې د کور خلکو څخه ډارېدې، نو هغوی ته وایه چې زه کوډګر ایسار کړی وم، هغه هلک یوه ورځ په لاره تېرېده، چې یو غټ ځناور یې ولید چې لاره يې بنده کړې وه، هلک د ځانه سره وویل:

نن به پوه شم چې راهب غوره دى اوکه کوډګر. هغه یوه تیږه را واخیستله او داسی يې وویل:

یاالله! که تاته د کوډګر نه د راهب عمل ډېر خوښ وي، نو دا ځناور مړ کړه تر څو خلک په لاره تېر شي او بیا يې په هغه تیږه هغه ځناور وویشته، چې هغه مړ شو او خلک تیر شول ، هغه هلک بیا راهب ته ورغى او ټوله قیصه يې ورته وکړه. راهب ورته و ویل:

اي ځویه ! زه چې تا وینم نو نن ورځ ته زما څخه غوره  يې، ته به ډېر زر په ازمایښت کې راګیر شې که چېرته ته په ازمیښتونو كې را ګیر شې نو ما چاته مه ور ښیه.

هغه هلک به د ړندو، برص (برګي مرض) او نورو مرضونو علاج كاوه، د پاچاه د مجلس یوه ملګري چې هغه ړوند شوی و د هغه په باره كې واورېدل، ، هغه  د ډېرو سوغاتونو سره هغه هلک ته راغي او ورته يې وویل:

که چېرته ته ما جوړ کړې دا ټول مال ستا دی ، هغه هلک ورته وویل: زه ددې وس نه لرم چې څوک جوړ کړم بلکې الله عزوجل شفاء ورکوي، که چېرته ته ایمان رواړې زه به الله عزوجل ته دعاء وکړم چې هغه تاته شفاء درکړي، هغه کس ایمان رواړ او الله عزوجل هغه ته شفاء ورکړه.

د بادشاه دغه وزیر بادشاه ته ورغى او د مخکي په څير په هغه ځای کی ورسره کیناست چي مخکی به کیناسته، پادشاه ورته وویل:

ستا د سترګو نور چا بیرته درکړ، هغه ورته وویل: زما رب. بادشاه ورته وویل: آیا ته زما نه بغیر بل رب لری؟ وزیر ورته وویل:

زما او ستا دواړو رب الله دی. بادشاه هغه ونیوه او تر دې يې سزا ورکړه چې اړ شو او بادشاه ته یې هغه هلک ور وښوده کوم چې ده ته دعاء کړی وه، پاچا هغه هلک را وغوښته، پاچا هغه هلک ته وویل:

زما بچيه! ته په کوډګرۍ كې دې درجې ته ورسېدې چې ړانده  او برص ښه کوې او داسې او داسې کارونه کوې. هلک پاچا ته و ویل:

زه چاته هم د شفاء ورکولو وس نه لرم بلکې الله عزوجل شفاء ورکوي. پاچا هغه دومره وواهه تر هغې چې هغه د راهب نوم ور وښوده. باچا راهب ونیوه او هغه ته يې وویل: خپل دین څخه وګرځه. خو راهب انکار وکړ او په خپل دین ولاړ وه. پاچا اره را وغوښته او د راهب په سر يې كېښوده تر څو هغه نیمايي کړي، خو هغه لا هماغسې په خپل دین کلک ولاړ و، هغه راهب يې دوه ټوټې کړ بیا يې هغه وزیر را وغوښته او ورته يې وویل: له خپل دین نه وګرځه، هغه انکار وکړ، د هغه په سر يې هم اره كېښوده او داسې يې اره کړ چې دوه ټوټي شو. ورپسې يې هغه هلک را وغوښت او ورته يې وویل: له خپل دین څخه واوړه. هغه انکار وکړ. پاچا هغه خپلو  یوه ډله دوستانو ته وسپاره او ورته يې وویل:

دا فلاني غره ته بوځئ او د هغه غره پاس څوکې ته يې وخېژوئ. کله چې د غره څوکې ته ورسیدل دې هلک ته ووايئ، چې خپل دین نه واوړي، که چېرته هغه د خپل دین نه و ګرځېده، نو ښه که نه بیا يې د هغه ځاى نه ښکته را وغورځوئ. هغوی دا هلک د غره سر ته وخیژاوه هغه هلک هلته داسي دعاء وکړه: یاالله څنګه دې چې خوښه وي هغسې ما د دوی له شر نه په امان کې وساته.

(دهغه له دعا سره) غر وخوځېده (ولړځېده) او هغه کسان ترېنه لاندې را وغورځېدل. هغه هلک پاچا ته راغى. پاچا ترینه (په حیرانی سره) پوښتنه وکړه: ستا سره چې کوم کسان تللي ول هغوى څه شول ؟ هلک ورته وویل: الله عزوجل زه د هغوی د شره نه وساتلم.

پاچاه هغه نورو کسانو ته وسپاره او ورته يې وویل: دا په یوه کشتۍ كې سور کړئ او د بحر منځ ته يې ورسوئ. کله چې د بحر منځ ته ورسیدئ نو ده ته ووايئ که د خپل دین نه واوښته نو پرې يې ږدئ که نه نو بیا يې اوبو ته ور وغورځوئ. هغوی چې کله د بحر منځ ته ورسېدل هلک الله عزوجل ته دعا وکړه : یاالله ته چې څنګه غواړې هغسې ما د دوی د شر څخه وساته په هغوی باندې کشتۍ واوښتله او دوی د کشتۍ سره ډوب شول او هغه هلک پاچا ته روغ را وګرځېده. پاچا ترېنه وپوښتل: تا سره چې کوم کسان تللي ول هغه څه شول؟ هلک ورته وویل: الله عزوجل زه د هغوی د شره څخه وساتلم. بیا هلک پاچا ته وویل:

ته ما تر هغې نه شې مړ کولى تر څو زما په وینا  عمل ونه کړې؟ پاچا ورته وویل: هغه څه شی دى؟! هلک ورته وویل: ټول خلک په یو میدان كې را غونډ کړه او په یوه لرګي پوری ما وتړه، بیا زما د غشو له کڅوړې څخه یو غشی را واخله او هغه بیا په لینده كې كېږده او ووایه: د هغه الله په نوم چې د دغه هلک رب دی؟ بیا ما په غشي ووله. که چېرته ته داسې وکړې نو په دې توانېږی چې ما قتل کړې پاچا خلک یو میدان ته را ټول کړل او هغه هلک يې په یوه لرګي پورې وتاړه او بیا يې د هغه د غشو د کڅوړې څخه غشی را واخست او ویې ویل: د هغه الله په نوم چې د دغه هلک رب دی او بیا يې هلک په اورمیږ (څټ) كې وویشت هغه هلک خپل لاس په هغه ځاى كېښود په کوم ځاى چې لګېدلی و او مړ شو. کله چې خلکو دا حال ولیده، نو خلکو وویل: مونږ ددغه هلک په رب باندی ایمان راوړو، مونږ د دغه هلک په رب ایمان راوړو، مونږ ددغه هلک په رب ایمان راوړو. پاچا ته وویل شول چې د څه نه ډارېدې هماغه وشول (یعنې خلکو ایمان راوړو) پاچا حکم وکړ چې د لارو په غاړو باندی کندې (خندق) وباسي، کله چې خندق وویستل شول په هغې كې اور بل  شو او بیا بادشاه وویل: څوک چې د خپل دین(یعنې د هغه هلک دین) نه وانه وړي، نو هغوی په دغه خندق كې ور وغورځوی او یا هغوی ته ووايئ چې ځانونه ور وغورځوي (ټوپ ور ووهي) خلکو همداسې وکړل تر دې چې یوه ښځه راغله چې دهغې په غېږ کې زوی هم وه، هغه ښځه وروسته شوه چې ور ونه غورځيږی(یعنې وروسته شوه د غورځېدلو نه) دهغې د غېږې ماشوم ورته وویل: مورې! صبر وکړه ته په حقه يې.

دحديث تخريج:

مسلم واللفظله : کتاب الزهد (والرقائق) باب : قصة أصحاب الأخدود والساحر والراهب والغلام،حدیث : ( ۳۰۰۵) .

ترمذي : أبواب تفسیرالقرآن عن رسول الله صلی الله علیه وسلمر،باب : ومن سورة البروج،حدیث : (۳۳۴۰) .

د حديث فائدې:

۱: د الله عزوجل او اسلام دښمنانو تل د دې هڅه کړې چې د کم او لږ عمر خلک په خپلو اهدافو كې راګیر کړي او هغه بیا هغسې د خپلو موخو لپاره استعمال کړي څنګه يې چې خوښه وي ځکه همدغه ماشومان د راتلونكي مشران جوړېږی، ځکه خو هغه جادوګر پاچا ته وویل: زه بوډا شوی یم یو ماشوم (هلک) را ولېږه چې جادو ورته ور وښيم.

۲: الله عزوجل چې چاته د خیر او هدایت اراده وکړي هغه ته بیا لاره او کار اسانه كوي، لکه څنګه چې هغه هلک جادوګر ته ورته تر څو جادو ور څخه زده کړي خو په لار كې يې راهب ولیده.

۳: دُعا د مسلمان سلاح ده، څنګه چې هغه هلک په لاره روان و، نو په لاره كې يې هغه وحشي ځناور ولید او دُعا يې وکړه.

۴: بعضو نېکو، صالحو او پرهیزګاره مسلمانانو ته الله عزوجل کرامات هم ورکوي لکه هغه هلک چې به خلک دمول او ړوندوالى او د پېس مرض به يې الله ښه کاوه.

۵: د مسلمان تر ټولو لوی فکر باید د الله عزوجل په لاره کې د دعوت او نېکو ته د بلنې وي لکه څنګه چې هغه هلک د پاچاه وزیر ته وویل: زه خلک نه روغوم بلکې الله ورته صحت ورکوي، که چېرته ته ایمان راوړې زه به الله ته دعا وکړم.

۶: کله چې د کوم مسلمان ایمان په الله ډېر پوخ او کلک شي، نو هغه بیا د ایمان تر ټولو لویو درجو ته رسیږي لکه څنګه چې يې په دغه كیسه كې هغه سړى د سر له خوا نه دوه ځایه اره کړ، خو د الله عزوجل مینه او ایمان ورته د خپل ځان څخه ډېر ګران وه.

۷: کله چې یو مسلمان په کوم مشکل كې راګیر شي او یا هم ورسره څوک ظلم کوي باید دعا وکړي لکه هغه ماشوم چې کړې وه، کله چې یې هغه د غر نه را غورځاوه او په اوبو كې يې غرقاوه.

۸: په عمل كې د برکت سبب او د هغه رښتیا كېدل د بسم الله ویلو سره تړلی دی لکه څنګه چې په دغه كيسه كې هلک پاچا ته وویل: دا ووایه، شروع کوم په نوم د دغه هلک د رب او بیا ما په غشی ووله، که چېرته ته داسې (بسم الله ووايې) كولى شي چې بیا ما قتل كړې.

۹: په دې كېسه كې د هغو کسانو ذکر هم راغلی، چې هغوی مسلمانان شول، نو د هغوی مسلمانېدل هم د دغه هلک چې پاچا مړ کړ په نېكيو كې حسابېږی، ځکه هغه خلک چې مسلمانېدل نو ويې ویل چې مونږ د دغه هلک په رب ایمان راوړی دی، مونږ د دغه هلک په رب ایمان راوړی دی دغه خلک د دغه هلک له امله مسلمانان شول. د سعد بن سهل رضی الله عنه  نه یو اوږد حدیث روایت دی، چې رسو ل الله علیه الصلا ة والسلام  په كې وفرمایل:

(لَأَنْ يُهْدَى بِكَ رَجُلٌ وَاحِدٌ خَيْرٌ لَكَ مِنْ حُمْرِ النَّعَمِ )                      .                 .
ژباړه: که ستا په وجه (له امله) الله عزوجل یو کس ته  هدایت وکړي، نو دا ستا لپاره د سرو اوښانو د درلودلو څخه بهتره دی.

بخاري: کتاب فضائل اصحاب النبي صلی الله علیه وسلم، باب: مناقب علی بن أبی طالب…. (۳۷۰۱)

مسلم: کتاب فضائل الصحابة، باب: من فضائل علې بن ابي طالب: ( ۲۴۰۶)

ابوداود: کتاب اول کتاب العلم . باب فضل النشر العلم ( ۳۶۶۱)

۱۰: په دعوت كې دا شرط نه دی چې یواځې پلار، مور او یا هم نور مشران دې بچيو او وړو ته بلنه ورکړي بلکې واړه هم مشرانو ته دعوت ورکولی شي لکه په دغه كيسه کې چې ماشوم خپلې مور ته وویل چې، صبر وکړه ته په حقه یې.

۱۱: د دې كېسې نه مالومه شوه چې په مخکنیو امتونو كې هم مؤمنان په خپل دین ډېر کلک ولاړ وو  لکه وزیر او راهب ته چې بادشاه سخته سزا ورکړه، خو هغوی د خپل دین څخه وا نوښتل .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د