افغانستان

په درزاب کې اربکیانو په یوې ۱۷ کلنې پیغلې ډلییز جنسي تیری کړی

دپژواک اژانس دخبر له مخې دچمن ګل په نامه یوه ۱۷ کلنه پیغله د جوزجان  له لرې پرتې ولسوالۍ درزاب څخه   شبرغان ته په شکایت راغلې ، او وایي چې ددې ولسوالۍ دآقسای په سیمه کې داربکیانو قومندان  بایمراد  له خپلو  ۷   نورو پوسته والو سره یوځای ورباندې ډلییز جنسي تیر کړی .

چمن ګله وایي  چې دا بوږنوونکي پیښه څه موده وړاندې رامنځته شوې ، او دې هم په خپل وخت ولسوالي ، ولایتي محکمې او دبشر دحقوقو  دادارو په شمول ټولو ادارو ته خپل غږ رسولی ، خو څرنګه چې داربکیانو قومندان په سیمه کې کسان لري ، تراوسه یې هیچا شکایت نه دی اوریدلی .

د شبرغان محلي چارواکي وایي چې داخبره حقیقت نلري ، خو دشمالي ولایاتو لپاره  دبشر دحقوقو دڅار مسؤله مغفرت صمیمي وایي  چې  ځایي چارواکي په جرم برسیره هڅه کوي ، دخپلو کسانو جنایتونه پټ کړي ، له همدې امله  نه یوازې  دچمن ګل قضیه نه اوري  بلکې نوموړي ته دخپل دغږاوچتولو او دطبي معایناتوله لارې دخپل دعوا دثابتولو اجازه هم نه ورکوي .

چمن ګل چې دیوې غریبې او بې کسه کورنۍ غړې ده ، تراوسه یې هیڅ مرجع  عریضه نه ده اخیستي ، او په لومړي ځل یې دمطبوعاتو له لارې خپل غږ اوچت کړی ، خو دسیمې اوسیدونکي وایي چې دچمن ګل قضیه به هم دنورو  جنایي قضیو غوندې هیره شي ، ځکه دا له داسې چا حکومت ته شکایت کوي چې هغه خپله دحکومت شخص دی .

باید وویل شي چې څه موده وړاندې په کندز ولایت کې هم د ولات بي بي په نوم په یوه بې کسه نجلۍ باندې اربکیانو جنسي تجاوز کړی وو ، نوموړې اخطار ورکړی وو چې که مدعیان یې ونه نیول شي ، نو دا به دوروستۍ حل لارې په  توګه  خودکشي وکړي .

داربکیانو په اړه ویل کیږي ، چې ډیرو مشرانو ته یې امریکایان د معاش په ځای دجنسي لیونتوب ګولۍ ورکوي ، نوځکه یې اخلاقي حالات خورا  پُست او وحشیانه بلل کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x