taleem imtihan

دتعلیمي ادارې وده او انکشاف / څېړنيز بحث [دويمه برخه]

ترتيب او را ټولونه: مفتي نورالله عزام

سريزه

د دې لپاره چې ښوونيز او روزنيز ډګر کې پرتو ستونزو ته ګټورې حل لارې وموندل شي، د پرمختګ لاري چارې يې ولټول شي، ادارې نظم او ضبط مو پياوړی شي او د خپلو اسلافو پخوانی برم بېرته تر لاسه کړل شي څو تنه علماء کرام او مسلکي پوهان د يو شمېر موضوعاتو په اړه په آنلاين ډول بحثونه کوي، موږ هڅه کوو چې دغه موضوعات له درنو وروڼو سره شريک کړو؛ څو يې ګټه عامه او نتيجه ورکوونکې شي.

د بحث ګډونوال په لاندې ډول دي:

مولوي عبدالسلام ضعيف – مشهور شخصيت او د افغان بنسټ مشر.

دکتور عبدالقاهر ابوعثمان عابد- د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی او د کابل پوهنتون اوسنی استاد.

مفتي ابوسعيد راشد- د جامعه قاسميه مشر مفتي او د تخصص في الفقه مشرف. اکوړه خټک. پېښور.

مفتي صديق الله- د دارالخير مدرسې مدير. نيمروز.

مفتي حبيب الله قاسمي- تکړه ليکوال او څېړونکی او د جامعه قاسميه مهتمم، اکوړه خټک پېښور.

مفتي محمد حسين سعيد- له دارالعلوم زاهدان او ديوبند څخه فارغ او د مدينې اسلامي پوهنتون زده کوونکی.

دکتور سراج الحق وهاج- د مدينې منورې له جامعې څخه فارغ تکړه ليکوال او څېړونکی. مدينه منوره.

د کتور احمد نقيب- د جامعة الامام محمد بن سعود الاسلاميه استاذ. رياض. سعودي عربستان.

مولوي صالح محمد عطشان- د جامعة الاسلامية الخضرية مهتمم، کندهار.

مولوي عبدالحق حماد- د افغان بنسټ د تاليف او ترجمې د څانګې مسؤل، کابل.

مولانا عبدالمالک صاحب – د دارالعلوم کراچي استاذ.

مفتي محمد اکبر عظيمي – د جامعه قاسميه د تخصص في الفقه استاذ.

مولوي محمد ابراهيم نبيل- د جامعه قاسميه د تخصص څانګي د ادبياتو تکړه استاذ.

يادونه: دا موضوع مو د ډېرو اړخونو درلودلو له امله په څو برخو وېشلې ده، دا يې دويمه برخه ده او نورې برخې به يې که خدای کول په نژدې راتلونکي کې تر تاسو در ورسوو.

دتعلیمي ادارې دکارکونکو ځانګړنې

اوس راځو دیوې تعلیمي ادارې داداري برخې دمعنوي اړخ انکشاف ته چې مونږ دکومو خویونو او عادتونو له مخې کولی شو چې ادارې مو وده وکړي، او ښه ثمرات خپلې ټولنې ته وړاندې کړي؟ نو ددې لپاره دا ضروري ده چې زمونږ اداري کدرونه او ټول اعضا‌ء باید دلاندې خویونو او اوصافو څخه برخمن وي:

۱- اخلاص:

دا یوه روښانه خبره ده چې زموږ دادارې هر فرد باید مخلص او صادق وي، په تېرو بحثو نو پر دې موضوع ښه رڼا واچول شوه.

۲- خیر خواهي او اجتماعي فکر:

د ادارې هر فرد، له مشر څخه نیولې تر ادنی فرد پورې باید خیر خوا او له اجتماعي فکر څخه برخمن وي، او داجتماعي ګټو په وړاندې هر وخت باید دشخصي ګټو قربانولو ته چمتو او اماده وي، په تېرو بحثونو کې پر دې موضوع ښه بحث شوی دی.

۳- عدالت :

اداره باید په عادلانه معیارونو سمباله وي، دادارې دمشر څخه نیولې دیو کوچني او ادنی مامور او خادم پورې باید په خپل تعامل کې دعادلانه خوي او رفتار څښتن وي. او دا خوی تر ټولو زیات باید دیوې ادارې په مشر کې وي، او دهرې تعلیمي ادارې او په ځانګړې توګه ددیني ادارې مشر او مهتمم باید د ډېر عادلانه برخورد څخه برخمن وي. داستاذانو سره په تعامل کې عادل وي، دشاګردانو سره په تعامل کې عادل وي، دمدرسې دمواردو او منابعو دانفاق په مسئله کې عادل وي، دمدرسې دمتبرعینو او خیرخواه افرادو په وړاندې عادل وي. او په ځانګړې توګه دخپلو استاذانو او شاګردانو سره، ځکه چې دنړۍ په هره اداره کې به ددغو مدرسو داستاذانو او شاګردانو په څېر مخلص او مبارک خلک ډېر کم وي، او یا به بیخي نه وي، که په احادیثو کې د (معلم الخیر) او (طالب العلم) کلیمې چې ملائکې احتراما ورته خپلې وزرې غوړوي، ددغو کلماتو ژوندی مثال زمونږ په ټولنه کې همدغه زمونږ ددیني مدرسو استاذان او طالبان دي، چې دوی ته هر ډول خیر رسول، او په خدمت کې يې ځانونه ستړي کول، انسان سیده دالله تعالی لوري او رضا ته رسوي. خو بیا هم ځینې شاذ او نادر مهتمم صاحبان پېدا کیږي چې له دوی سره غیر عادلانه رویه او تعامل کوي، چې واقعا ماته ډېر دتعجب وړ او بل شان معلومیږي.

۴- رازساتنه:

د ادارې د ودې او انکشاف لپاره بل اصل دادی چې د ادارې ټول غړي او په تيره بيا د ادارې مشر د مدرسې د مصلحتونو په اساس ادارې رازونه وساتي، ادارې رازونه ساتل د زده کونکو او استاذانو په زړونو کې د ادارې ارزښت او مقام نور هم زياتوي، هر کارکونکی بايد د ادارې راز د يو امانت په توګه وساتي، عمرو بن العاص رضی الله عنه وايي: (سرک اسيرک ان افشيته صرته اسيره) ستا راز ستا بندي دی خو که دې افشا کړ بيا نو ته ورسره بندي يي، د ادارې مشر بايد له کارکوونکو سره د تعهد په وخت د راز ساتني کلکه غوښتنه وکړي.

۵- وفا:

دهرې ادارې او بالخصوص د تعلیمي ادارې داداري ودې او انکشاف لپاره بل اساس وفاده، په اسلامي شریعت کې وفا یو مطلوب صفت دی، او مسلمان باید په هر حال کې په دې صفت متصف وي، الهي امر دی چې (اوفوا بالعقود) نو مسلمان باید دخپل تړون په اړه وفادار وي، دمدرسې یا تعلیمي ادارې دمشر نه نیولې تر ټولو منسوبینو پورې چې دوی ددغه ادارې سره تړون او عقد لري، که مشر دی، که مدیر دی، که مامور او خادم دی، او که استاذ او شاګرد دی، دوی باید هریو خپله برخه کې په خپل عهد او وعده وفا ولري. د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- او دهغه داصحاب کرامو عملي ژوند ددې خبرې شاهد دی، خو له بده مرغه چې نن سبا په مسلمانانو کې دژوند په هره برخه کې په خپلو عهدونو او تړونونو وفا کول هیڅ اهمیت نه لري.

۶- همکاري:

دیوې ادارې د ودې او انکشاف لپاره بل اساس دهرې ادارې دپرسونل او کارکونکو ترمنځ دتعاون او همکارې روحیه ده، چې دادارې ټول منسوبین باید د ادارې پرمختګ او ترقي دخپل شخصي کار په توګه تلقي کړي، او دپرمختګ لپاره یې په ګډه یو بل ته لاسونه ورکړي، او داسې فکر ونه کړي چې دا یواځې د ادارې دمشر، یا مؤسس او نورو کار دی، نه، بلکې ټول به یوبل ته په دې لاره کې دګډې همکارۍ لاسونه ورکوي.

۷- تسامح :

داداري ودې او انکشاف بل اساس هغه تسامح، عفو او ګذشت دی، چې دچارو دترسره کولو په مهال به دیو بل په لغزشونو چشم پوشي کوي، او دیو بل غوسه او ترخه خبره به تحمل کوي، ګذشت به کوي، او دتسامح دا صفت باید دیوې ادارې مشرتابه کې تر ټولو زیات وي. خو دتسامح معنی دا نده چې دبې نظمي مخه به نه نیسي، او یا به دیو تن دظالمانه روش په وړاندې دتسامح نه کار اخلي، بلکې په هغه صورت کې دتسامح او ګذشت څخه کار اخیستل کیږي چې دیوې ادارې عامه مصلحتونو ته پکې تاوان نه وي.

۸- اطاعت :

بل اساس دادارې د ودې او انکشاف لپاره دادارې په وړاندې اطاعت او د اداري لوائحو او مقرراتو منل دي، چې په رڼا کې به يې په اداره کې دهر شخص دمقام او دندې ته په کتو اطاعت کیږي؛ د ادارې دمشر، مهتمم، مدیر، ناظم، استاذ او نورو. کله چې په یوه اداره کې اطاعت موجود وي، دخودسري او بې نظمي مخه پکې نیول کیږي، او همدا راز په اداره کې نیمګړتیاوې او دنقص خواوي ښه جوتیږي چې سړی کولی شي هغه په اسانۍ سره درک کړي، او د حل لپاره يې اقدام وکړي، او که اطااعت نه وي، نو په نتیجه کې يې په اداره کې دبې نظمی له امله دادارې نیمګړتیاوي نه شي تشخیص کولی.

 ۹- تسلسل او استمرار:

دتعلیمي ادارې د اداري ودې او انکشاف لپاره بل اساس دکارونو تسلسل او استمرار دی، په کارونو کې تسلسل او استمرار دیوې ادارې لپاره بیخي اړین ځکه دی چې که یوه اداره او پکې کارکونکي دخپل هدف په لور هره ورځ یو یو ګام مخکې اخلي نو بی ثمره نه پاتې کیږي، او په کامیابۍ خپلو اهدافو ته رسیږي، خو مشروط په دې چې په مسلسله توګه کار وکړي، او انقطاع پکې را نه ولي، داسې نه چې یوه ورځ ډېر ګړندي کارونه کوي او بله ورځ بیا هرڅه په خپل زای پاته وي. ځکه چې دغه ډول کارونه هیڅ انتاج نه لري، او درسول الله –صلی الله علیه وسلم- لارښونه هم داده چې 🙁 أَحَبَّ الْأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ أَدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ).یعنی بهترین او دالله تعالی خوښ عمل دادی چې مسلمان یې هره ورځ تر سره کوي که څه هم ډېر کم وي. نو دهرې ادارې کارکونکي دې دخپلو هدفونو په وړاندې ورو ورو ګامونه اخلي خو مستمر او دوامداره دي اخلي، آخر به خپل منزل او هدف ته ورسیږي.

۱۰- صبر او استقامت:

بل دا چې دتعلیمي ادارې په ګډون دهرې ادارې څخه چې مونږ دکومو ثمراتو او نتائجو تمه لرو؛ نو باید دهغې لپاره دادارې کارکونکي او پرسونل په ډېر صابرانه ډول منتظر واوسي، دعاجلو لاس ته راوړنو فکر او تصور دا دوامداره نه وي، مونږ باید خصوصا دخپلو تعلیمي ادارو څخه عاجلې لاس ته راوړنې په نظر کې ونه نیسو؛ بلکې په ډېر صبر او استقامت سره ددې هڅه او کوشش وکړو چې له خپلې مدرسې او یا تعلیمي ادارې څخه نتایج او ثمرات ترلاسه کړو، خو با کیفیته ثمرات. او که چیرې مونږ په لاس ته راوړنو کې له عجلې څخه کار واخلو، بیا به مو ادارې دوامداره ثمرات ونه لري، او دلږو حوادثو په وړاندې به بیا دټینګیدو جوګه نه وي. زمونږ ادارې باید داسې ګام پرګام او ورو ورو وده او انکشاف وکړي لکه دخرما ونه، ګورئ ! هغه ډېره موده وروسته بار او ثمر ته رسیږي، خو ثمرات یې بیا دوامداره وي، ډېر توپانونه او جکړې پرې راشي خو چورت يې هم خراب نه وي، خو که مونږ دهمدې کجورې او خرما دونې ډډ او بیخ ته دتوری یا کدو تخم وکرو په میاشت یا دوه میاشتو کې یې ځیلئ دخرما دونې سرته رسیږي، خو دمني یوه سیلۍ که پرې راغله بیا يې نه تنه پاتې کیږي او نه ځیلۍ، منظور مې دا وو چې دباکیفیته او دوامداره ثمراتو دلاسته راوړنې لپاره باید عجله ونه کړو، دادارې مشر به هم صبر کوي، کارکونکي به هم دصبر او استقامت څخه کار اخلي، او استاذان به هم صابرانه دخپلو جهودو ثمراتو ته انتظار باسي.

 ۱۱- امانت او دیانت:

داداري بخش دودې او انکشاف بل اساس هغه داداري کارکونکو، او په ټوله کې دادارې دمشر او مهتمم یا مؤسس امانتداري او دیانتداري ده، چې دادارې دټولو کارکونکو دحقوقو په وړاندې به ځان امین احساسوي، او په پوره امنتدارې او دیانتداري به دهغوي حقوق خوندي ساتي او خیانت به په کې نه کوي، او داخوي په انسان کې هغه وخت امتحانیږي چې ورسره مخ شي، بیا معلومیږي چې ایا نوموړی دمالي پلوه، اخلاقي پلوه، او هم اجتماعي حقوقو په وړاندې امین دي او که نه تش په خوله خو هر سړی امین دی. په دې معنی چې دیوې مدرسې او یا تعلیمي ادارې بلکې دهرې ادارې مشر داجتماعي حقوقو ساروان او راعي ګڼل کیږي، نو دده امانتداري هغه وخت ښه معلومیږي چې کله ده ته دخپل دغه اجتماعي موقف نه په استفادې دشخصي ګټې چانس په لاس ورشي، نو دامانتداری غوښتنه داده چې ورته ځان ټینګ کړي، او خپل شخصي منافع داجتماعي موقف په اساس ځانته راجلب نه کړي، له بده مرغه چې داخوي داسلامي ادارو په کارکونکو کې ډېر پیکه او کم رنګه دی، او الله تعالی دې په مونږ کې غښتلی او قوي کړي، زمونږ داصحاب کرامو او دخیر القرون دعصرونو تاریخ دهمدغې امانتدارئ دژوندیو مثالونو څخه الحمد لله ډک دی.

۱۲- دمسؤلیت احساس:

داداري بخش د ودې بل اساس دادی چې دادارې سره تړلي افراد، که هغه اداری پرسونل وي، که استاذان وي، او که شاګردان وي باید دخپل مسؤلیت احساس ورته دخپل مقام په تناسب همیشه مستحضر وي، او په شعوري توګه خپلې دندې پرمخ وړي.

۱۳- اعتدال او منځلاریتوب:

داداري ودې بل اساس هغه داداري دټولو اړوند افرادو کې اعتدال او منځلارې رویه ده، په فکر کې اعتدال ، په تعامل کې اعتدال، په مناقشاتو او مباحثو کې اعتدال. چې دغه اعتدالي منهج او مسلک، او دهغې اتباع دکامیابی اساسي راز دی، ځکه چې دا په ټولنه کې دټولو افرادو ترمنځ دګډې همکاری او تعاون لپاره زمینه برابروي، او هرکس ته خپل هدف تشخیص کوي.

ګورئ! ددې اعتدال یو مثال دلته داسلام په یوه برخه کې چې لمونځ دی، واضح کوو ، په اسلام کې هدف لمونځ کول دی چې انسان يې باید دخپلو فرضي مکلفیتونو په رڼا کې ادا کړي، دا پکې بیا بیخي هدف نه دی چې څرنګه يې وکړي، وضع الیدین کوي یا ارسال، رفع الیدین کوي یا يې نه کوي، قراءت خلف الامام وايي یا يي نه وايي، امین بالجهر وايي یا يي ورو وايي، او داسې نور هغه مسایل چې په اړه يي اسلامي شریعت پوره توسع لري او دغه توسع داسلام په اعتدالي منهج او مسلک بنا ده.

نو داسلام دغه اعتدالي او منځلاري مسلک مونږ ته په لمانځه کې دا هدف تعین کړیدی چې لمونځ به کوئ، په جمع به يي کوي، او په خپل وخت کې به يي کوئ. نور دلمانځه دادا کولو اړوند په محدد کیفیت هیڅوک ملزم او مجبور ندي.

نو اعتدال یو لازمي اصل دی چې زمونږ تعلیمي ادارې او په ځانګړي توګه ددیني مدارسو ټول منسوبین، استاذان او شاګردان یې خپل کړي، او ورته احترام ولري.

۱۴- حسد، تعصب، کبر او له ځان ښووني ځان ساتل:

د اداري ودې بل اساس دادی چې د ادارې کارکونکي او بالخصوص دمدرسې سره تړلي افراد باید له دغو مذمو صفاتو څخه خپل ځانونه وساتي چې هغه حسد، تعصب، کبر او ځان ښودنه ده، داهغه مهلک او وژونکي خویونه دي چې نه یواځې دا چې ضررونه يي ددغه خویونو لرونکو افرادو ته رسېږي بلکې اداره او مدرسه هم دتباهی کندې ته ورټیل وهي ، ځکه چې ددغو خویونو په نتیجه کې بیا مونږ نه شو کولی دکار او استعداد لرونکي اشخاص خپلو ادارو ته جذب کړو، ځکه چې ددې خویونو په نتیجه کې مونږ ښه اداري تجربه لرونکی مدیر، ښه استاذ، ښه شاګرد دلاسه ورکوو، نو باید ددې خویونو لرونکو اشخاصو څخه زمونږ تعلیمي ادارې پاکې وي.

۱۵- حیا:

د اداري برخې دودې او انکشاف بل اساس دحیا اصل دی چې باید دتعلیمي ادارې په ټولو افرادو او اړوند کسانو کې وجود ولري، که هغه مشر وي، که کشر وي، که استاذ او یا هم شاګرد وي باید ډیر با حیا وي، دالله تعالی په وړاندې حیا ولري، دادارې په وړاندې حیا ولري، او دخپل مسؤلیت په وړاندې حیا ولري.

اسلام حيا د دين د يو جز په توګه ياده کړې او کامل مسلمان هغه دی چې د اسلام د ټولو اجزاوو په تعميل کې پوره کوښښ وکړي، حيا داسې صفت دی چې د انسان شخصيت په يوه اداره او ټولنه کې باوقاره او دروند معرفي کوي چې په دې سره د خلکو په زړونو کې د يو غوره شخصيت په توګه ځای پيدا کوي، په دې مورد کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا حديث د اساس په توګه وړاندې کوو چې: [عليکم بالسکينة والوقار].

 ۱۶- حریت او ازادي:

داداري برخې دودې او انکشاف بل اساس په ازادی او حریت باور دی، کله چې دادارې اړوند قضایا بحث کیږي، دمستقبل لپاره يې پلان او طرحه جوړیږي، یا استاذ په ټولګي کې درس ورکوي او دشاګردانو په محور مناقشه او بحث رامنځته کوي، باید دا ډول ټولې مناقشې او تحلیلونه په پوره حریت او ازادی سره ترسره کیږي، او هیڅوک دا کوشش او هڅه ونه کړي چې خپله خبره پرته له منطق او استدلال څخه په چا ومني. په مجلسونو او مباحثو کې دازادی دسلبولو ناوړه نتیجه هغه ناسمې پایلې دي چې بیا دکارونو دناکامی لامل کیږي، او ثمرات له منځه وړي.

۱۷- جرأت او دریځ نیونه :

او ددې ټولو اساساتو او اصولو بنا او مرجع بیا داداري کارکونکو او په ټوله کې دادارې دمشر جرات او شجاعت دی چې کله موقف نیسي باید په ډېر جرات او قاطعیت يي ونیسي، او په ټوله کې اداره باید داسې عیاره کړل شي چې دمواقفو او حالاتو په وړاندې په پوره جرات برخورد کوي او دریځ نیسي.

دبحث پایلې :

دپورته بحث په بایله کې غوره ده چې درسول الله –صلی الله علیه وسلم- دمبارک مجلس دیوې برخې افرادو اړوند لږ مکث وکړو؛ ګورئ !

دهغه مبارک دمجلس ځیني هغه ملګري چې داسلام منلو وروسته په هر ډګر کې به ورسره اوږه په اوږه تلل، ابو بکر صدیق، عمر، عثمان، علي، حمزه، ابو عبیده بن الجراح، بلال، صهیب، حذیفه بن الیمان، سعد بن معاذ، سعد بن عباده، انس بن مالک، عبد الله بن مسعود، سلمان، دحیه الکلبي، معاویه، عمرو بن العاص، خالد بن الولید –رضوان الله علیهم- او داسې نور وو، چې دا ټول اصحاب کرام ددغو پورته یادو صفاتو او خویونو لرونکي وو، خو هر یو يې بیا په یو ځانګړي صفت کې بیخي وتلی وو؛ لکه دابو بکر صداقت، دعمر عدالت، دعثمان حیا، دعلي شجاعت، دابو عبیده بن الجراح امانت او دیانت، دحذیفه بن الیمان زغم او تحمل او راز ساتنه، دعبد الله بن مسعود فقاهت، دانس خدمتي جذبه، دبلال صبر او استقامت، دسلمان تدبیر او تخطیطی مهارت، دصهیب رومي قناعت او متانت، دمعاویه تسامح او ګذشت، دخالد بن ولید جرات او دریځ نیونه، دعمرو بن عاص ځیرکتیا او فراست، او داسې نور درواخله. نو ددې ټولو په نتیجه کې چې رسول الله –صلی الله علیه وسلم- کومه اداره قائمه کړی وه دهغې ثمرات داسې دوامداره او تلپاته دي چې دادی مونږ هم ورڅخه الحمد لله په تمامه معنی ګټه پورته کوو، نو دهغه –صلی الله علیه وسلم- مبارک سیرت، او دهغه داصحاب کرامو –رضوان الله علیهم- ژوند لیک په هر ډګر کې زمونږ لپاره لارښود او معلم دی چې باید استفاده ترې وکړو او بالخصوص دخپلو تعلیمي ادارو په وده او انکشاف کې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د